
تیره شپه په ملګرو ملتونو کې د پاکستانۍ پیغلې ملالی وینا مې تر پایه
واوریده، پاکستانۍ ملالی په مصنوعی ډول د پاکستان له دریځ او سیاست نه
په کلکه دفاع وکړه.
زه یی نه ستاینه کوم او نه یی غنده کوم ځکه دا د هر چا حق
دی چی د خپلې خاورې څخه هر چیرته چې وی دفاع وکړې ،،،،،،،پاکستانۍ ملالې
په پاکستان کې اسلام ، پښتانه او طالبان سره جلا کړل .........؟؟؟؟؟؟؟؟؟
دا خبره یی زما هم خوښه شوه خپل د پاکستانی توب حق یی پرځای کړه .
له ډیرو خبرو تیریږو (هرچاته خپل وطن کشمیر دی ) پاکستانۍ ملاله ځان د پاکستان بولی او حق یی دی چی د خپلې خاورې دفاع وکړی.
د نړۍ او افغانستان په تاریخ کې موږ هم د ډیرو هیوادونو له پیدایښت
وړاندی یوه داسې ملاله لرو چی په میوند کې د پرنګې ښکیلاګرو پر وړاندې په
میړانې ودریده تر ننه افغانان دافغان ملالۍ د پښتنې هوډ ستاینه کوو.
موږ باید خپل ملاله وستایو ...!!!!!
که په میوند کې شهید نه شوی ،،،،خدایګو لالیه بی ننګئ ته دی ساتینه.... دا د افغان پیغلې ملالې پیغام دی ......
هر چاته خپل وطن کشمیر دی پاکستانۍ ملالې د پاکستان حق ادا کړو . زه وایم
د ننۍ نړۍ سیاست دادی هر هغه څوک چې تا سره په ملی مسایلو کې شریک وی او د
خپل هیواد له دریځ نه ننګه وکړی هغه ستاسې ده ...که هغه په هر ژبه خبرې
کوی او له هر قوم نه وی خو چې ستا هیواد ته ژمن وی .
که پرون ملاله په
میوند کې میړانه وکړه نن باید د افغانستان هره پښتنه پیغله دخپلو روا
اسلامی او پښتنې حقوقو نه باید لکه د میوند ملالۍ دفاع وکړی..........
د
دواړو ملالو ترمنځ لکه ځمکه او اسمان توپیر شته ،،،د میوند ملاله په
حقیقی ډول رامنځ ته شوه او د پاکستان ملاله په مصنوعی ډول شهرت ته ورسیده.