
دحج يونليک
اته پنځوسمه برخه
قاضي محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com
مزدلفه
دادمنى
اوعرفات ترمنځ پرته دښته اوغونډۍ ده،دنومونې د لامل په اړه يې ويل کېږي حضرت ادم ع
اوحضرت حوا له اسمان څخه تر راښکته کېدلووروسته همدلته يوبل ته نږدې شول، ياداچې حاجيان
دلته په تياره کې يوځاى کېږي ،يا داچې حاجيان له دې ځايه يوځايي حرکت کوي.
مزدلفه
په احترام وړ ځايونوکې شمېرل کېږي داساحه په حرم کې دننه ده ،مزدلفه له وادي محسر
څخه پيلېږي ترماُ زمين (خواپه خوا پراته دوه غرونه)پورې اوږدوالى يې څلورکيلومتره
اوټول مساحت يې ١٢،٢٥کيلو متره مربع دى
دمزدلفې يادونه هم په عظيم الشان قران کې شوېده:((فاذا افضتم من عرفات
فاذکروالله عندالمشعرالحرام ))(٦) يعنې کله چې له عرفات څخه راښکته شوئ نو
دمشعرالحرام ترڅنګ الله ج ياد کړئ .
مشعر
الحرام په مزدلفه کې دى، حضرت عمر رض فرمايي چې له مشعر الحرام څخه غرض ټوله
مزدلفه ده ،رسول الله ص په حجة الوداع کې دماښام او ماسخوتن لمونځ يوځاى اداکړ،هغه
ص دموجوده مسجد قبلې خواته اړولي وو،خوويل
يې چې ماخودلته اړولي دي خوټوله مزدلفه دقيام يااړولو ځاى دى.
دلته
هم دماسخوتن اوماښام لمونځ يو ځاى دماسخوتن دلمانځه په وخت کې قصر په يو اذان
اودوه اقامتونو اداکېږي لومړى دواړه فرض بيا ددواړو وختونوسنت اووتر. داهم ددعاګانو ځاى دى خو خوب هم پکې
روادى.
(٦)البقره١٩٨ |
ماخوخپل اودس کلک ساتلى وو، خو پرتشنابونو دبيروبار له کبله مو نور ملګري ډېر په زحمت شول.
يوه سپين ږيري ته نوبت غلام دستګير ونيوه،په کتار کې غلام دستګير ودرېد اوچې وار يې راغى نودى له کتار څخه ووت اوهغه يې وړاندې کړ،هغه بيچاره سپين ږيرى او کمزورى وو،دننه تشناب کې بېهوښ اوځان اواحرام يې ناولي شوي وو،کله چې غلام دستګير پوه شو چې سړى په تشناب کې ډېر وځنډېد،نو ورغى لومړى يې پرې ور غږکړ خو چې ځواب يې وانه ورېد دروازه يې وروټکوله،چې بيايې هم ځواب وانه ورېد نو دروازه يې ورخلاصه کړه ګوري چې هلته بېهوښه په بدحال کې پروت دى.
دلته مو له ځان سره دشيطانانو دويشتلو لپاره له اوياوو ډېرې تيګې واخستې، دشرکت مسؤولينو دجمروخواته درې بجې روان کړو ماورته وويل چې که له سپيدو وړاندې دمزدلفې له ساحې ووتونوبياراباندې دم اوړي اود مزدلفې رسم مونه منل کېږي ځکه چې په مزدلفه کې دسپېدو او لمر ختو ترمنځه وخت کې حاجيان که څه هم دلږ وخت لپاره وي بايد پاتې شي،خوهغوى راته وويل چې موږ له مزدلفې څخه نه وځو،بلکې دمزدلفې اومنى سرحد ته ځان رسوو،ځکه چې وروسته ډېر بيروبار وي.
خير راروان شو،په دې خاطرچې ملګري موورک نشي،نوورو _ورو په درې کتاروکې روان وو،دافغانستان بيرغ مو دکتار سرته روان وو،ښځې اونارينه کله ورک اوکله پيدا ،نه مو وادې محسر وليد، نه چا منډه وکړه اونه دبيروبار له کبله منډه ياتېز تګ کېده،اونه پرې خبرشو.
پوه نه شو چې دمزدلفې له ساحې به کله وتلي يو لمونځ موپه تياره کې وکړ خو ځاى مو نه پېژانده،پرلاره تشنابونه، داودس ځايونه اودڅښلو اوبه پرېمانه وې ، فريزرونه لګول شوي اوښې خوږې اويخې اوبه پکې پريمانه وې،موږ غوښتل چې لږ ورو- ورو لاړشو اوپه داسې وخت کې جمرو ته ورسېږوچې لمر راختلى وي،خوچې کتل مو منزل مونږدې او وخت ډېر وو،څوځايه کېناستو،خوپوليسانوناستې ته نه پرېښودلو،کله کله به مو ورته ښځې پلمه کړې چې دوى ستړې شوي دي ،بيروبار ډېر و دملګرو موندل اوټول يوکتار تلل سخت و،پرلاره به يويو کمېدلو،نور نو جمروته ورسېدلو خولاهم لمر نه و راختلى اودحنفي مذهب له مخې جمرې بايد له لمر ختلو وروسته وويشتل شي، مانورو ته وويل چې همدلته څوشېبې ځانونه وغولوئ چې لمر راوخېژي ،دپوليسانوله وېرې يو ځاى کېناستلى نه شو،همداسې مو وکړ ل څونفره چې پاتې وو له لمرختلو وروسته ورو- ورو روان شو،ماڅودقيقې په عکس اخستلوځان بوخت کړ،که څه هم زموږپه مذهب کې له لمر ختلووړاندې دجمرو ويشتل ښه کار ندى،خوبياهم دلمر له ختلو وړاندې پرشيطانانو انساني سونامي ورماته وه،پوليس پر ټوله لار ولاړ وو،دبې نظمۍ مخه يې نيوله،له هيچاسره يې بيکونه نه پرېښودل، که هرڅه به پکې وو له حاجې به يې واخست او وبه يې غورځاوه، پرلار دبيکونو ډېرۍ پرتې وې، ماخپل ځينې ضروري شيان په پلاستيک کې اچولي وو چاراته غږ ونکړ.
وادي محسر
دادمنى اومزدلفې ترمنځ هغه ساحه ده چې الله ح پکې دکعبې دورانولو په موخه را روان شوى دحبشې دپاچايمني عيسايي والي دمرغانوپه واسطه له ٦٠زره لښکر سره تباه کړ،داکار په ٥٧١زېږديزچې عام الفيل هم ورته وايي او درسول الله ص دمبارک ميلاد کال هم دى ترسره شو، په دې اړه ،تاريخ ليکونکيو،په لږ تفاوت داکيسه ښه په زور اوزېر سره را اخستې ده، امام ابو الاعلى مودودي په تفهيم القران شپږم ټوک دسورة الفيل په تفسير کې ښه رڼا پرې اچولې ده لنډيز يې دادى چې ،ابرهه داقتصادي ،سياسي اوديني مو خولپاره په يمن کې کليسا جوړه کړه او غوښتل يې چې خلک نور دکعبې پرځاى ددې کليسا زيارت وکړي ،خودکنانه قبيلې يوعرب ځوان په دې کليسا کې دکليسا دتوهين لپاره انساني حاجت پوره اوکليسا ناولې کړه.
ابرهه په غوسه شو، دکعبې دتخريب لپاره يې ٦٠زره پوځ مکې ته روان کړ،پر لاره ځينو عرب قومونه په ځانګړې توګه دطائف خلکو دلات د ژغورلولپاره ورسره مرسته وکړه، کله چې ابرهه همدې سيمې ته راورسېد نو الله ج ډلې ډلې داسې مرغان راولېږل چې مخکې آن چاليدلي هم نه وو،دوى دکروت کاڼوپه څېر کوچنۍ کوچنۍ تيګې په مښوکوکې نيولې وې او پردوى يې ورول چې په پايله کې ابرهه له ټول لښکر سره تباه شو له ابرهه سره دمحمود په نوم دده دفيل په شمول ١٣فيلان هم وو.
مفسرين وايي چې دې کاڼو داسې اغېز کاوه چې پرچابه ولګېد نو غوښه به يې ويلې شوه ،پمن،به شو،پوستکى به يې تور اوغوښه به يې ورسته شوه، داپه دې معنى ده چې الله ج شاوخوايونيم زر کال وړاندې پر خپل دښمن اتومي اوبيولوژيکي وسله کارولې ده،ځکه دې کاڼو هماغه خواص درلودل چې نن يې اتومي اوبيولوژيکي وسله لري مفسرين وايي که دابرهه دپوځ کوم عسکربه په کوم سوري کي پټ شو نو کاڼى به هملته پرې لګېده لکه نن چې داتوم ګاز سوريوته هم ننوځي.
حافظ ابن قيم جوزي وايي همدا لامل دى چې رسول الله ص هم دلته تيز روان شو اونورو حاجيانوته هم سنت دى چې له دې شېلې ياکندې تېز تېرشي،خواوس دسعودي حکومت له دې ځايه اغزن تار تاوکړى او پوليس، حاجيان نه ورپرېږدي.
ځينې تاريخ پوهان وايي چې دې ځاى ته محسر دهمدې لپاره وايي چې ابرهه دلته ذليل اوله حسرت سره مخ شو.
ځينې بياوايي دابرهه دهلاکت پېښه په مغمس نومي ځاى کې چې دعرفات په برابرۍ دحل په ساحه کې ده، ترسره شوېده.