
دحرمينوهنداره
دحج يونليک
پنځه پنځوسمه برخه
قاضي محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com
عملي حج
بالاخره دحج ورځې راورسېدې،زمابل ماما حاجي
عبدالله چې تېر کال له خپلې مېرمنې سره حج ته راغلى وو،هروخت پرما او خپل ورور
حاجي حبيب الرحمن سپارښت کاوه چې له حج
وړاندې په عمرو اوطوافونوځان ډېر ستړى نه کړو چې بيابه دحج ورځوته چې دزحمت اصلي
ورځې دي ستړي يو، سره له دې چې حج اوس
آسانه شوى هم دى خو رښتيا هم ډېر سخت اوله
ستړتيا سره مل عبادت دى .همدالامل دى چې دحج دنيت يا احرام په وخت کې حاجي دعاکوي
چې :اللهم انى اريدالحج والعمره فتقبله منى ويسره لي:يعنې خدايه زه دحج او عمرې
نيت لرم له ماڅخه يې قبول کړه اوماته يې اسانه کړه،له حج پرته په نورو عباداتوکې د
(ماته يې اسانه کړې) لفظ نشته دى.
د
ذوالحجې د اومې اواتمې په منځ شپه کې دافغانستان ٣٠٤ته ورته لوى موټرونه د عمارو
مخ ته راغلل،موږهم غسل وکړ،احرام مو وتاړه،ډېر سامانونه مو په خونوکې پرېښودل او
يوکوچنى لاسي بيک مو له ځان سره واخست، دشپې پاوکم يوولس بجې منى ته روان شو لار
کمه ده،خوبيروبار ډېر دى اوموټر هم ورو ځي،يوساعت وروسته په منى کې دخپلو خېمو مخ
ته ښکته شو موږته لا دمخه دخپل اړوند مکتب (٧٨)لخوا له نقشې سره په منى کې دخېمې شمېره ،موقعيت او د ډوډۍ
کارتونه راکول شوي و زموږ خېمې ٥٤_٥٥_٥٦_٥٧_وې په هره خېمه کې کم ترکمه ٣٠ تنه
ځايېدل ،موږ په خيمو کې ناست وو چې پاکستاني پنجابيان هم زموږ ٥٧ نمبر خيمې ته
راننوتل او ويل يې چې دجنوبي اسيا مطوف يامکتب دا خېمه هغوى ته ورکړې ده ،زموږ د شرکت مسؤولين ورسره وغږېدل ،بالاخره
دخېمې نيمه برخه مو هغوى ته ورکړه
بياويده شو،سترګې موسره ورغلې وې چې بيايې را ويښ کړو ويل يې داخېمه ټوله زموږ ده
اوموږته يې پرېږدئ با لاخره هغه خېمه موورته ټوله پرېښوده.
منى
ټوله سپينو اور اواوبو ضدخېمو پوښلې ده،په هره خېمه کې ايرکنډيشن ،فرش، هرتن ته
نوې بړستن چې د توشک کار ترې اخستل کېده يوه کمپل او يوه روجايي پراته وو، دهرې خېمې مخ ته د اوبو ترموز
ايښى وو، دچاى لپاره دګرمو اوبو برېښنايي سستم هم فعال وو خوترموزونه يوځل له اوبو
اويخ څخه ډک شول بياچا ډک ونه ليدل بيروبار ډېر وو چاته نه يخې اونه ګرمې اوبه
رسېدلې په تشنابونواو د اوداسه پرځاى به هم نوبت نه و هر وخت به ١٦_١٧تنه کتار ولاړ وو،ځوانان
خوبياهم ګوزاره کوي خوسپين ږيري اوښځينه ډېر په تکليف وو.
ګرمي
هم ډېره وه اوډېر احرام والايې بې ستره کړي وو.
په سبايې د ذوالحجې په اتمه بهر ووتم،ګورم چې
زموږ ساحه د مزدلفې په ساحه کې ده، خو دبيروبارله کبله ترې دمنى کار اخلي، زه دمنى
اومزدلفې ترمنځ غونډۍ ته يو ځل سحر اويوځل مازيګرورختم هره خوا سپينې خېمې وې،له
دې غونډۍ څخه مسجد خيف اوجمرې ښکارېدلې .دبيت الله د ساعت يازمزم برج هم ښکارېده
،دلته ټول سړکونه اودخېمو ځايونه پاخه دي ،ډېر لوى لوى اوښکلي هوايي پلونه تېر شوي
اوټول سړکونه دعامو موټرو پرمخ تړل شوي دي .ډوډۍ ،اوبه خېمې،بسترې،موټر،هرڅه پر
شرکتونو دي،
دلته
ډېر خدمت کوونکي او سوداګر او دوکانداران پنجابيان دي، اومکتب هم همدوى ا ستخدام
کړيدي.
له
ماماڅخه مې په ټېليفون دهغه ځاى وپوښت ويې
ويل چې په ٨٠مکتب کې دى ماويل ځه نږدې به
وي يومکتب ،ترمنځ دى د ټېليفون دشبکې انټن اوستن لاندې مې راوغوښت. زموږ سره نږدې
لوړې لوړې پايې اوټېليفوني، لوړ لوړ انټنونه وو خو هغه راته وويل چې ده ته دانښې
له سره نه ښکاري، با لاخره جوته شوه چې زموږ او دهغوى ترمنځ دپښو کوم يو نيم ساعت
مزل دى، يعنې موږ جنوب اودوى شمال خواته وو.
دلته
قېمتي ډېره زياته وه،داوبويوريالي بوتل په دوه رياله ،يوکيلو بېخونده خوغټې کېلې
چې يو کيلو يې پنځه دانې کېدلې په لس رياله وې
لومړى مې فکر کاوه چې داکېلې به هندۍ وي خو وروسته مې چې په هندکې
هندۍ خوږې کېلې وليدلې او وخوړلې نوپوه
شوم چې دا کېلې هندۍ نه ، بلکې چينايي وې
، يوکيلو انګورپه ١٦رياله پلورل کېدل ،
خوداوبو مصرف ځکه ډېر زيات وو چې ګرمي ډېره وه.
کله
چې غونډۍ ته دمنى دليدلو لپاره ختلى وم، نو هلته د پاکستان دهزاره جات د بټګرام له
شپږ تنو اوسېدونکيوسره مخ شوم ويل يې چې په جده کې په يو هوټل کې کار کوي او هر يو
ته د مياشتې دوه زره رياله مزدوري ورکوي. او اوس حج ته راغلي دي.
دمنى حکم او وخت:
منى
دحرم په حدودو کې ده له حرم څخه يواځې پنځه کيلو متره فاصله لري ، دذوالحجې د اتمې
اونهمې تر منځ شپه دلته تېرول سنت
دي،اوکله چې دذوالحجې په نهمه ښه رڼا شوه نو بيا حاجيان له دې ځايه عرفات ته روانېږي ،منى ته دتللو
رسمي وخت، يوم الترويه (دترو يې ورځ يا دذوالحجې
اتمه ده)خومخکې تلل هم ورته
روادي،زموږ دشرکت مسؤولينو بيروبار او سبا يا دذوالحجې په اتمه دموټرو احتمالي نه موندلوته په پام سره
دشپې حرکت وکړ.
دلته
په منى کې، دذوالحجې داتمې ماسپښين ،مازيګر،ماښام،ماسخوتن او دذوالحجې دنهمې دسحر
لمونځ کول سنت دي،حضرت عمر رض روايت کوي چې رسول الله ص فرمايي:حضرت جبرايل رض
دترويې په ورځ حضرت ابراهيم ع منى ته بوته اوهمدا پنځه لمونځونه يې هلته پرې
وکړل له هغه ځايه يې عرفات ته روان
کړ،حضرت جابر رض روايت کوي، چې رسول الله به دذوالحجې په اتمه ،منى ته روان شو
همدا پنځه لمونځونه يې هلته وکړل،دذوالحجې په نهمه چې لمر لږ راوخوت نو عرفات ته
روان شو.
دذوالحجې
اتمې ته د ترويې يافکر کولو ورځ له دې امله وايي چې حضرت ابراهيم ع ته د ذوالحجې
په اومه په خوب کې ويل شوي و چې خپل زوى حضرت اسماعيل قرباني کړه ،نو ده پر دې ورځ
فکر کاوه چې داخوب به شيطاني وي اوکه رحماني وي؟
ډاکټرمحمدالياس،عبدالغني،
وايي چې منى بهولوته وايي ددې لپاره چې
حاجيان دلوى اختر په ورځوکې دلته قرباني کوي ،اووينه بهوي نو دې ځاى ته منى وايي
داسې هم ويل شوي چې عربان، هرهغه ځاى ته چې ډېر خلک پرې راټولېږي منى وايي،ددې
لپاره چې دحج په ورځوکې دلته ډېر خلک راټولېږي، نو دې ځاى ته هم منى وايي،منى
دمسجدالحرام اومزدلفې ترمنځ پرته ده،پخواورته اوه کيلومتره لاروه،خواوس نوي تونل
دالار ٥کيلومتروته را لنډه کړېده.
شيطان
دحضرت ابراهيم مخته همدلته خنډ کېده اوغوښتل يې چې دزوى د ذبحې په اړه يې وسوسه ور
واچوي نوهغه ع همدلته په تيګووويشت
،حضرت ابراهيم دخپل ځيګر اودزړه ټوټې حضرت اسمعيل پرمرۍ همدلته چاړه راکش کړه،
هغه همدلته په الهى ازموينه کې بريالى شو،اودهغه پرځاى دذبحې لپاره
رالېږل شوى پسه هم همدلته قرباني شو.
دحضرت
ابراهيم په لاس دالله په امر دخپل زوى پر مرۍ چاړه راکشول وړه خبره اوکوچنى امتحان
نه وو، يواځې دلوړ عزم خاوندان په دې ډول ازموينوکې بريالي کېدلى شي،اوحضرت
ابراهيم ع هم اولوالعزمه رسول دى. همدالامل دى چې دده ددې سترې بريا ياد تازه کول
اولمانځل نن هم دهغه پر لارويانو،اودهغه پرملت واجب ده،نن هم حاجيانوته امر شوى چې
سمبوليک شيطان اوشيطانى وسوسې او غرايز هلته پر کاڼووولي اوهملته قرباني وکړي.
مسجدخيف
هم په منى کې جمرو(سمبوليکو شيطانانو)ته نږدې ديو غره لمن کې پروت دى،په دې مسجدکې
حضرت محمد (ص) اوګڼو نورو انبياوو لمونځونه کړيدي، دمدينې دانصارو اودحضرت محمدص
ترمنځ دعقبې لومړى او دوهم بيعت هم همدلته ترسره شو، چې همدابيعتونه په مدينه او
ټولې اسلامي نړۍ کې داسلام د وړانګودخپرېدولامل شوې،سورة نصر اوسورة مرسلات هم
همدلته نازل شوي دي . رسول الله ص په حجة الوداع کې دلته شپې کړيدي، قرباني يې هم
همدلته کړې ،نوروته يې هم. همدلته دقربانۍ امر کړى ،اوټوله منى يې دقربانۍ ځاى
وګرځاوه.
حاجيان
دذوالحجې يوولسمه،دولسمه،اوځينې يې ديارلسمه
شپه هم همدلته تېروي.
الله
ج فرمايي ((واذکروا الله فى ايام معدودت
فمن تعجل فى يومين فلا اثم عليه ومن تاُخر فلااثم عليه لمن اتقى))(٤)
(٤)البقر ٢٠٣:
يعنې
: ((په شمېرلوورځوکې الله يادوئ نوڅوک چې بېړه وکړي اوپه دوه ورځوکې له منى ووځي
پر ده کومه ګناه نشته ده اوڅوک چې له دوه ورځو نور هم وځنډيد نوپرده هم کومه ګناه
نشته ده ، داټولې لارښوونې دهغه چالپاره
چې له الله ج وېرېږي )). .سعودي حکومت په منى کې هم ډېر کارکړى دى،دمنى ساحه يې
پراخه کړې ،لوړې لوړې غونډۍ يې هوارې کړي،ګڼ تشنابونه،حمامونه ،دڅښلو اوبو ځايونه
،فريزرونه ،داوداسه ځايونه يې پکې لګولي ،خېمې يې ډېرې منظمې درولي، دترافيکي
اووګړنيز بيروبار دمخنيوي په خاطر ځانګړى تدابيرنيول شوي پراخ سړکونه جوړ شوي دڅښلواوبه ټولې فلتر شوې
دي ،ګڼ کلينيکونه چې وړيا درملنه کوي فعال شوي ،دمنى حدود له هرې خوا په لويو لويو
لوحوښودل شوي دي.
له مسجدالحرام څخه د واټن دکمېدلو په خاطر غرونه سوري شوي اوه کيلو
متره لار څلورپنځو ته راکمه شوې اوپر لار دڅښلو لپاره ديخواوبو، اوداسه او نورو اړتياووانتظام شوى
دى.
حضرت يزيد بن اسود،فرمايي: چې ماله رسول الله ص سره
حج وکړ او دسحر لمونځ مو له هغه سره دخيف په مسجد کې اداکړ، خيف مسجدکوچنۍ جمرې ته
نږدې پروت دى، دې مسجد ته دتاريخ په ټولو پړاوونو کې مسلمانو چارواکيو پام کړى دى ،په وروستي ځل په
١٤٠٧ه س کال ورغول شو چې دتاريخ مکه
په حواله ٣١٠٥ميليونه رياله پرې ولګېدل ،په دې رغونه کې دمسجد څلور منارې
هم دي، دمسجد دسړولولپاره په کې څلورسوه لس ايرکنډېشنونه ،اوله يوزراوسل ډېر پکي
نصب شوي دي.
له
مسجدسره جوخت له زرو ډېرې بيت الخلاوې اوله درې زرو ډېر د اودس ځايونه جوړ شوي دي.
ددې
مسجد شايمني اړخ ته هغه غار دى چې مرسلات سورت پکې نازل شوى دى ، بخاري له حضرت
عبدالله څخه روايت کړى چې موږ په همدې غار کې له رسول الله ص سره ملګري وو چې
مرسلات سورت پرې نازل شو