سوله څوک نه غواړي؟


    کټ مټ همدغه لوبه امریکې  او هغوی چې د امریکې تر ژغ لاندې ځي  په لاره اچولې، لس یوولس کاله دوی لګیا دي هڅې کوي چې د افغان ولس څپانده سپېڅلې جهادي ولولي د خپل وحشت په ځنځيرونو  و تړي مګر ونه توانېدل، ځکه خو یې ښه وبلله چې خبره نرمه کړي او هغه دا چې  ددوستۍ په جامه کې پر خپل مخالف لوري مرګونی ګوزار وکړي، داسې چې بیا د را پورته کېدو توان ونه لري.     که حقیقت ته راشو نو اصلا خبره د اسلامي امارت او امریکې تر منځ ده ، نه د  کابل ادراې او اسلامي امارت تر منځ، ځکه اسلامي امارت تر اوسه کابل اداره د ستونزې د اصلي اړخ په توګه نه پېژني، نو د په رسمیت پېژندلو خبره یې خو لا لیرې ده، او بل دا چې د نړۍ معمول ته  که وګورو نو یو څوک تر هغه رسمي دفتر هم نشي پرانیستلی تر څو چې راجستر شوي نه وي ، نو دا څه رنګه کېدای شي چې یو څوک د رسمي دفتر پرانیستلو حق لري، او دنوم او بیرغ حق نه لري؟   که د دفتر پرانیستل استثنايي حالت وي نو بیا نوم او بیرغ ولې په استثنايي حالت کې نه شي راتلی؟!
    په حقیقت کې دا هسې بانې دي، اصل خبره چې د سولې دښمنان یې سربداله کړل هغه دا و چې د نړۍ تر ټولو لوی مستکبر ځواک اعلان وکړ چې تیار دی اسلامي امارت ته د خبرو لپاره ور شي، دا په داسې حال کې چې یوولس کاله وړاندې اسلامي امارت همدغه مستکبرینو او متجبرینو ته ویل چې راشئ ستونزې د خبرو له لارې سره هوارې کړو، مګر هغه وخت یې نه منله، خو کله یې چې په سر سر کلک کلک ګوزارونه وخوړل سد یې سر ته ورغی، پوه شول چې من له څو پخېږې، او په حقیقت کې له همدې کبله د کابل اداره لیونۍ شوه.
ایمل نوري