
دحج يونليک
دری پنځوسمه برخه
قاضي محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com
دخداى ج دکور غله
حرم سپېڅلى ځاى دى خلک هم دسپېڅلتيا لپاره ورځي ددرس،عبرت او پند ځاى دى، دژړا او واوېلا فرياد ،سوز او ګداز ځاى دى،حرم تيګه زړونه هم موم ګرځوي خو ځينې زړونه بياله تيګوهم کلک دي او يا په رښتينى معنى حرم نه پېژني ،برداشت يې سطحى دى ليد يې برسېرن او د حرم د پرتم تل ته نه دي ورغلي همدا لامل دى چې ځينې خلک په حرم شريف کې هم غلاکوي حرم هم له کيسه برو خالى ندى،ډول ډول غلاګانې، ددولتي چارواکيو ،دبعثې دپلاوي اودحج دمعلمينو له غلا څخه نيولې تر کيسه بورۍ او جېب وهنې پورې.
د جېب وهنې څو شکايتونه او کيسې مې واورېدې، يوه ورځ مولوي محمود احمدي ژېړرنګ راغى لامل موترې وپوښت ويل يې چې په حرم کې ترې چامبايل او څلور سوه رياله ويستي دي،يوبل اندرابى ويل چې چايې کمربند په پاکي غوڅ کړى او نهه سوه ډالر يې ترې وېستي دي،يوبل تن ويل چې چاترې يونيم زر رياله وېستي دي.
يوماسپښين مې بيت الله ته نږدې په مطاف کې طواف کاوه چې په جېب او کمربندمې دچالاس احساس کړ،ناڅاپه مې لاس ور اوږد کړ اوپه خپل کمربند مې د چالاس ونيوه چې ور ومې کتل ديوې ځوانې ، مستې او تنه ورې هغه دچاخبره چهار پهلوانجلۍ لاس مې کلک ونيوه،پرې غوسه شوم په موږ شاوخواخلک هم خبر شول ،دانجلۍ رنګ والوت،منکره هم وه اوعذر يې هم کاوه، ماهم فکر وکړچې جنجال ګټه نه کوي داهم انجلۍ ده بس ترې روان شوم.
دعبدالکريم په نوم يوتن بېوزله هراتي سپين ږيري چې ساده سړى وو خپلې پيسې ( ٣٣ زره افغانۍ) دساتلو لپاره خپل زوم غلام سرور ته چې هغه هم سپين ږيرى وو اومېرمن يې (دعبدالکريم لور ګل نګار) هم ورسره وه، ورکړې وې ، بله ورځ چې عبدالکريم ترې دخرڅ لپاره له خپلو پيسو څوروپۍ غوښتې وې نو زوم يې ورته ويلي وو چې تېره ورځ ماغسل کاوه اوکمربند مې په اطاق کې خلاص کړى وو چاترې ستا ٣٣٠٠٠افغانۍ ټولې وېستې وې اوزماله پيسوسره يې غرض ندى کړى، خسر يې ورسره جنجال کړى و خوګټه يې نه وه کړې، با لاخره دشرکت مسؤولينو ته عارض شو هغوى دا دعوه ماته راجع کړه ،مايې له زوم او لورنه پوښتنې وکړې دا راته جوته شوه چې داخبره دروغ او هسې دې پيسوته چل دى په غلام سرور مې پټکې وکړې او ورته مې ګواښ وکړ چې که دخپل خسر حق ورنکړي نو دسعودي پوليسوته يې سپارم وارخطاشو لږوروسته يې خسر راغى ويل يې چې لږې پيسې يې راکړې اود نوروپيسو راکولو ژمنه اوليک يې هم را کړى دى، خير دى خبرمه رسمي کوه.
ګلاغا راته وويل چې زموږيوملګري ته دهغه مور سل ډالر دسودالپاره ورکړي وو،خوهغه پکې ځانته سمه برخه وکړله او مورته يې ناسم نرخونه اودپيسو لګولو ناسم راپور ورکړ.
ما،دهمدې ګلاغاپه قربانۍ کې اوده ته ددرملو په اخستلوکې دده په غوښتنه خپلې پيسې لګولې وې او کله يې چې راکول وځنډول نو دبل چاپه واسطه مې ترې و هم غوښتې خوتر نن پورې مې يوه روپۍ هم ونه ليده،دقربانۍ کيسه به يې په تفصيل سره په خپل ځاى کې راياده کړو.
شيرزمان راته وويل چې د جمعې په ورځ ١٤٣١_١٢_٢٧ خلکو په مطاف کې يوځوانکى کيسه بردطواف په حالت کې ونيوه ،کيسه بر ډېر عذر کاوه دخلکو زړه پرې ودردېده خوشې يې کړ.
دحج په ورځوکې ټېليفوني شبکې هم غلاکوي ،هم يې له سر نه وهي او هم يې له برنه، له يوې خوادسيم کارتونو اود مکالمونرخونه هم لوړکړي اولس ريالي کارتونه په ١٤آن ١٥رياله پلوري اوله بلې خوا د بهرنۍ مکالمې بيه فى دقيقه ٤_٥ريالواودکورنۍ مکالمې بيه في دقيقه يونيم ريال ته پورته کوي.
دحج په ورځوکې د ترانسپورت په شمول دهرڅه کرايې اونرخونه اسمان ته خېژي،په دوه سوه متره مسافه کې به موټرو کم ترکمه دوه رياله کرايه غوښته کله به چې لمانځه ته وخت کم وو نو موږ به په موټر کې تللو که به يواځې له پله هم ورسره راپورته شو نو کم ترکه دوه رياله يې غوښتل.
يوځل خو داختر په دريمه له يو ډرېور سره زماخبره ترخه هم شوه کيسه يې په خپل ځاى کوم،هغه هم په پنځه کيلو متره مسافه کې دهر تن په سر سل سل رياله غوښتل.