دحرمينوهنداره (۵۲)



دحج يونليګ
دوه پنځوسمه  برخه
قاضي محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com


په کعبه کې لومړى صف که کشتى کج
له هرچاسره تلوسه وي چې کم ترکمه يوځل خو بيت الله سره نږدې په لومړي صفرکې اوهغه هم ملتزم اوحجر اسود ته مخامخ لمونځ وکړي،داکار دکعبې ګردچاپېره سخت دى او ملتزم ته يا دحجراسود اوحطيم تر منځ دې ديوال ته خوډېرسخت دى ځکه چې دکعبې امام هم همدې خواته ودرېږي دکعبې دروازه هم همدې خواته ده دلته لومړى صف   په نصيبونو او ډېرو خواريو اوستړيا موندل کېږي.
نن (دجمعې ورځ)ماقصد کړى وو،چې دمازيګر لمونځ به ملتزم ته مخامخ په لومړي صف کې کوم ،په يادمې نه دى چې له لمانځه وړاندې مې يو طواف وکړاوکه دوه خو چې صفونه تړل کېدل ځان مې ملتزم ته برابر کړ،هلته صف تړل اوپه صف کې ځاى نيول ډېر سخت دي،جمعې ته لا څلوېښت دقيقې کله کله خولا يوساعت پاتې وي چې صف تړل پيل شي،دصف تړلو لپاره خلک يوبل ته لاسونه ورکوي،خولاسونه نه ټينګېږي مټې يوله بل سره نښلوي چې دټېل اوفشار پروړاندې مقابله وکړي،دصف لپاره دمټو تړلى انساني ځنځير مقاومت کوي خوپه هره يوه دقيقه کې له داسې ټېل اوفشار سره مخ شي چې دځنځير څومتره برخه ټوله شاته ولاړه شي ،کله وشلېږي،کله يې څوتنه ولوېږي ،ياحاج !يا حاج چيغي پورته شي.
ستړتياهره دقيقه ډېرېږي،تنفس ژور شي،خولې راماتې شي،ځينې دصف تړلو، په صف کې دځاى موندلويا ځاى ساتلوپه مسابقه  کې وي او ځينې طواف کوي، دايواځى دلومړي صف ستونزه نه ده،بلکى په دوهم، دريم،څلورم اوپنځم صف کې هم ده،په شپږم ، اوم ،اتم ،نهم ،لسم او آن ديارلسم  صف کې هم په اسانه  ځاى نه موندل کېږي،خود لومړي ، دوهم ،دريم او څلورم په پرتله اسانه وي، په لومړي دوهم او دريم صف کې ځاى نيول کله کله ،دځان په بيه تمامېږي،دلته يوثانيه غفلت يا سستي نه يواځې داچې په لومړيو صفونوکې له لمانځه څخه د محروميت لامل کېږي، بلکې کله کله له ټول مطاف څخه د وتلو لامل ګرځي،ځکه چې يو ځل دې ځاى له لاسه  ووځي،اوهغه دچاخبره پښه دې وښويېږي، نو بيا هېڅوک هم ځاى نه درکوي، تقريباً په هر لمانځه کې داسې پېښېږي چې په مطاف کې چاته ځاى پيدانشي نودکعبې په لس مترۍ اوشپږ مترۍ کې  هم له جمعې پاتې شي،جماعت ودرېږي او په صفونوکې اخواديخوا ګرځي،په داسې حال کې چې دلته آن دبل چاپر شا هم سجده رواده.
ماهم په لومړي صف کې دځاى نيولو په تکل له ښي او چپ اړخ ته ولاړو کسانو سره مټ په مټ کې ورکړ شاوخوا څلوېښت دقيقې مو په ولاړه مقاومت وکړ،څو څوځله شاته  تللو اولوېدلو ته اړ او ډېر ستړى اوستومانه شو،شاته موهم صفونه وتړل شول، موږ هم خوشحاله وو چې که خير وي په لومړي صف کې مو ځاى وساته او لمونځ به مو په لومړي صف کې وي ، جماعت ته وخت اوټېل ماټېل کمېده،په لومړي صف کې د طواف کوونکيو مخه هم ونيول شوه، اوس نو ظاهراً هيڅ ګواښ نه وو چې په لومړي صف کې له ملتزم سره زما د جماعت خنډ شي حالات ورو ورو ارام شول،موږ هم کيناستو صف مو وتاړه،جماعت ته به ايله پنځه دقيقې پاتې وي لا مو دمه جوړه نه وه چې پوليس راغلل ،امريې وکړ چې لومړى صف دې ټول پاڅېږي اوشاته دې ولاړ شي،دا امر نه وو سم دټوپک ډز و  چې پرموږ وشو لږ مو ځان غلى کړ،خوګټه يې ونکړه پوليس راغلل هريو به يې له مټ ونيوه اوپورته کاوه به يې ډېر زيات زور يې راکړ او ډېر خپه شو،خو ګورته تگ له ناکامه وي.
شاته لاړو په نوروصفونوکې هم ځاى نه وو،باب العمره خواته مې حرکت وکړ،په هر صف کې ځان  ته  ځاى ګورم خونه ځاى شته او نه څوک ځاى راکوي،لس صفه شاته تللى وم خفه وم چې په همدې وخت کې مې د چاله خولې خپل نوم ترغوږ شو،ګورم چې په يوولسم صف کې مې ماما ناست دى، هغه حيران  و ،چې جماعت ته دوه دقيقې پاتې ندي اوزه له مطاف څخه بهر ځم،غږ يې وکړ خير خودى،کوم خوا روان يې؟په ليدلويې ډېر خوښ شوم ورته مې وويل اوس به دې مخ ته کېنم چې جماعت ودرېد، په صف کې به ځاى راکړې بيابه درته کيسه وکړم، همداسې يې وکړل په څو شېبوکې جماعت ودرېد ترڅنګ يې ځاى راکړ ښه وو تر څنګ ولاړ کس يې هم ممانعت ونکړ،تنګ تنګ ودرېدو او لمونځ مو وکړ.
په حرم کې ملاوټ
مازيګر دحج دبعثې کمېټې يوغړي راته وويل چې نن  د ماسخوتن  له لمانځه وروسته قاري سديس دافغان حاجيانوله معلمينو ،دبعثې له کمېټې اوځينو افغان پوهانوسره ګوري که ته هم راشې ښه به وي .ځاى يې حرم ته نږدې ياله حرم سره د نښتي المکه شرکت څلورم پوړ وښود،زه په ټاکلي وخت ورغللم خوهلته ډېر لږ کسان راغلي وو له شاوخوا نيم ساعت انتظار وروسته ددولت  له شپږ سوو ښوونکيو او دبعثې  کمېټې له درې سوو غړيوڅخه ايله شاو خوا اويا تنه راغلل،قاري سديس هم نه و  بلکې پرځاى يې د دکتور عبدالرحيم په نوم يوسعودى راغى او د حج مسائل اوبېلابېلې مسئلې يې څېړلې،نيم ساعت به ورته ناست وم خونديې رانکړ،ترې راپاڅېدم. ماويل دلته په حرم کې هم ملاوټ کېږي، نوم ديوه کاروي او رالېږي بل څوک .