
احمدجان تڼی
په دی ورځو کی په افغانستان کی د خبرو له لاری د سولی
موضوع او د قطر په هیواد کی د طالبانو د دفتر پرانستل ، د هیواد په دننه ، په سیمه
او حتی په نړۍ کی د مهمی موضوع په توګه راڅرګنده شوه.
د لویدیز زیاترو هیوادوانو په احتیاط سره ددی بهیر څخه
ملاتړ کړی، پنجاپ ویلی چی دوی د دی بهیر په رامنځته کولو کی مرسته کړي او هند بیا
په دی هکله تشویش څرګند کړی دی.
د دی دفتر پرانستل د هیواد په دننه کی د یو شمیر کسانو
په زړونو کې ویره او تشویش او د یو شمیر کسانو په زړونو کی هیلی او امیدونه را
وټوکول.
د دی دفتر پرانستلو په وړاندی د خلکو غبرګون ډیر سوړ او
دوی کومه دلچسپی ورسره ونه ښوده دا چی د خلکو غبرګون ولی سوړ و، چی دا د مسلی په اړخونو باندی د خلکو د بی باوری څخه
سرچینه اخلي.
خو ددی دفتر په وړاندی د کابل د ادارې له خوا غبرګون ډیر
شدید او د وارخطایی ډک و. دی غبرګون ته محترم ایمل فیضی په یوه لیکنه کی چې د جون په ۳۰په ۲۰۱۳ ټول
افغان په ویب سایټ کی خپره شوی دا ډول
ایشاره کوي:
« د جون په ۱۸مه
د قطر هیواد د دوحې په ښارکې د
طالبانو د دفتر د پرانیستل کیدلو څرنګوالي د افغانستان دننه او د
باندې د خلکو مخالفتونه او اندیښنې را پارولي دي.
په
قطر کې د افغانستان د ٬٬اسلامي امارت٬٬ سیاسي دفتر په نامه د دغه دفتر د پرانیستل کیدلو څرنګوالی د افغانستان د خلکو او دولت له شدید غبرګون سره
مخامخ شو..
ولسمشر
حامد کرزي د ملي امنیت شورا له رهبرۍ او له خپلو سلاکارانو سره په یوه اضطرارۍ
غونډه کې د امنیتي موافقه لیک په اړه د افغانستان او امریکا ترمنځ مذاکرات د سولې
د بهیر په اړه د امریکا په خبرو او عمل کې د تناقضاتو په دلیل وځنډول.»
په افغانستان کی د جګړی اور بل دی. دا جګړه کورني او
بهرنی عوامل لري :
·
په ۲۰۰۱ کال کی د طالبانو د رژیم د ځپلو په پلمه د هیواد
په شمال او نورو برخو کي د پښتنو په ډیره بی رحمانه توګه د متعصبو سیاسی- ملیشايی
ډلو له خوا د نړیوالوپوځیانو په مرسته په بی رحمانه توګه د لس ګونو زرو پښتنو وژل او ځپل
·
د بهرنیو پوځونو له خوا د طالبانو د رژیم د نسکورولوڅخه
وروسته په افغانستان کی د داسی ډلو او
کړیو وا ک ته رسول او په واک باندی ساتل
،کوم چي په فساد، جرم او جنایتونو تورن او قومی اجنداوی لری .
·
د افغان دښمنه ګاونډیو هیوادونو د مداخلی او لاسوهنو له
پاره د زمینی برابرول
د بهرنیانو مداخلی او تیري او په افغانستان کی د په فساد
، جنګی جرمونو او قومی تعصب ککړو کړیو واک
ددی سبب شو چی په دې هیواد کی د جګړواور بل شي.
که څه هم دا
جګړه کی مختلفی غاړی ونډه لری او هره یوه ځانته انګیزه لری خو په عمومي ډول سره دا
جګړه په تیرو کلونوپه شان د پنجاپ د
ستراتیژیستانو ، د متعصبو کړیو ، ایرانی
پراختیا غوښتونکو او د هغوی نړیوالو ملاتړ کونکو په ګډه همکاری سره اداره شوي او د جګړې سیمه اوموخې په نښه شوې دي.
·
په عمومی ډول سره د جګړی سیمو د پاره د پښتنو د اوسیدو
ځایونه وټاکل شول
·
همدارنګه په دی جګړه کی د پښتنو مشران، روڼ اندي او
متخصصین په نښه کیدل چې یوازی د لوی کندهار په سیمه کی د شپږسوو په شاوخوا کی قومی
مشران( د شهید احمدولی کرزی، خاکریزوال، عبد المجید بابی، میرمن ملالی اونور ) په
نښه شول.دا لړۍ تر خوست ، پکتیا، کندز، بلخ، سوات ، کنړ ،وزیریستان ، پیښور، او د
پښتونخوا نورو سیمو ته پسی وغزول شوه. چې دا شمیره زر ګونود پښتنو مشرانو ته
ورسیده. په ښاغلی حامد کرزی، افتاب احمد شیرپاو، افضل خان لاله او نورو پښتنو
مشرانو باندی هم بریدونه وشول.
·
په پښتنی سیمو کی د پوهی د پراختیا مخنیوي. په دی
پروګرام کی د کابل اداری متعصبه کړیو او نامعلومو وسله والو برخه واخیسته . تراوسه
پنځه سوه ښوونځي تړلی دي. او د نویو ښوونځیو د جوړیدو مخنیوی شوی دی .په تیرو
دولسوکلونو کی د لوړوزده کړود موسسو
دروازی د پښتنو ځوانانو په مخ د ډیر په دقیقه توګه د سنجول شوي پلان له مخې د لوړو
زده کړو د وزارت له خوا وتړل شوې.
·
په پښتنی سیمو کی د ودانیزوکارونو مخنیوی، دکابل
اداری د نه امنی په پلمه په قصدی توګه په
پښتنی سیمو د ودی او انکشاف له پاره
ودانیز پروګرامونه طرح او تطبیق نه کړل.
·
په سیاسی بهیر کی د پښتنو د ګډون مخنیوی وشو، د ټولټاکنو
په بهیر کی د په اصطلاح د ټولټاکنو د مستقل کمیسیون او نامعلومو وسله والو ډلو په
ګډه همکاری سره اویا سلنه پښتنی سیمو خلک په پارلمان کی د استازی د درلودلوڅخه بی
برخی کړل.
·
په دولتی مقرریو کې هزاره توب ، تاجک توب ، ازبک توب ته(
په تنظیمی بنسټ) لومړیتوب ورکول کیږی. ورپسی د جندر د مراعات کولوپه نامه ( په
پورتنیوتوکمونو اوډلو ته منسوبې ) میرمنی مقرریږي او که بیا هم ددوی د نظر وړ سړی
پیدا نشو ، نو یو پښتو ژبی پيدا کوي خو د اول څخه دا ژمنه ورڅخه اخلی چی د متعصبو
کړیو د اجندا سره سم به حرکت کوي.
·
په ټول افغانستان په ځانګړی توګه په شمال او مرکزی سیموکی
د پښتنو جایدادونه د متعصبو ملیشاو له خوا اشغال شوی او دا بهیر تر ننه روان دی
متعصبو کړیو حتی د هغومهاجرینو ځمکی او جایدادونه چې د روسانو سره د جګړو له امله
یی خپل کورونه پریښي و ، د متعصبو کړیوله خوا غصب کړل شول.دا بهیر تر ننه روان دی.
·
فساد اوجنایتونو په دی دوره کی زورواخیست او په لس ګونو
زره بی ګناه پښتانه د بندیخانو تورو کوټو ته واچول شول.
په لومړیوکلونوکې ټولو خلکواود هغه له
جملی څخه پښتنو دا فکر کاوه چی ښاغلی حامد کرزی به د روانو مسایلو سره د ملي مشر
په توګه به چلند وکړي او متعصبه کړۍ به مهار کړي . په تیرو کلونو کی ښاغلی کرزی
یوازی نه و، د هغه سره د هیواد د ټولو خلکو او نړیوال ملاتړ موجود و. مګر ده څو
مشخصو کړیو او د ګوتې په شمار وګړو د غوښتنو سره سم چی نه په خلکو کی ځای لری او
نه کوم قوی نړیوال ملاتړ ، حرکت وکړ. او له بده مرغه ده په دی کلونوکی نوموړی کړۍ
لا تقویه کړې .
چی د ده نوموړوکړنو نه یوازی د
افغانستان پښتانه ،بلکی د ډیورینډ هغه خوا پښتانه یې هم د تباهی د کندي غاړه باندی
ودرول.
که چیری ښاغلی حامد کرزی په رښتینی
توګه ملی سیاست مخی ته بیولی وای اوس به افغانستان کی هم جګړه نه وای او ددی ډیر
امکان و، د افغانستان هیواد به خپلو طبعی پولو( اباسین) ته رسیدلی و.
د سیاست پوه او سیاست وال تر منځ ډير
توپیر وي. هر سیاست پوه ، سیاستوال کیدای نه شي. بلکی یو بیسواده سړی یو ډیر قوی
سیاستوال کیدای شي . د افغانستان تاریخ د دا ډول مثالونو څخه ډک دی.
په تیرو دولسو کلونو کی روانه جګړه د
پښتنو ضد جګړه وه اوده چي په عمدي توګه پښتانه پکی په نښه کیږي. په دی جګړه کی پنجاپ او په افغانستان کی متعصبو
کړیو وکولی شول ، لویدیز هم په خپله ګټه د پښتنو د ځپلو له پاره راښکیل کړي . همدا
سبب دی چی د کابل اداره ددی جګړی د دریدو او د سولی د راتګ سره کومه علاقه نلری او
د خلکو او نړیوالود تیر ایستلو د پاره مختلفی ډرامی را منځته کوي.
د ویلو وړ ده
چی په افغانستان کی د پښتنو په کلیو، کورونو او سیمو اور بل دی او دا اور کومه
ناڅاپی خبره نه ده . بلکی ددی څخه موخه د
نوموړی اولس کمزوی کول دی چې خپل سیاسی ، اقتصادی او کلتوری حقوقو د درلودلو او یا
د ترلاسه کولو څخه لاس په سر شي.
د ویلو وړ ده چې د
طالبانو په وړاندی ۲۰۰۱ کال کی د لویدیز پوځی عملیاتو او د هیواد په شمال او نورو
سیمو کی د پښتنو دټولوژنو او د هغوی په وړاندی د زړه بوګنونکو جنایتونو ( چی د اوسنیو واکمنو کړیو د لویدیز په ملاتړ تر
سره کړل) برسیره ، بیا هم خلکو فکر کاوه
چی ښايی لویدیز به په افغانستان کی په واقعی دموکراسی باندی ولاړ نظام په رامنځته
کولو کی مرسته وکړي .
مګر لویدیز د بن په
ښار کی داسی ډلی اوټپلی راټولی کړی چی یوې یې هم په اولس کی ځای نه درلود. په دی
کنفرانس کی عمومی روحیه د پښتون ملت ضد روحیه وه چی حتی شهید عبدالقدیر هم د
کنفرانس د باندی په ځیږو ټکو سره وغاندله. کیدای شی همغه غندنه د ده د شهادت سبب
هم شوي وي .
د هغه ورځی څخه تر
ننه پوری اولس مشر ددی کړیو او یا ډلو په منګول کی خپلی دندی ته دوام ورکړ، هغه
ونه کولی شول چی ملی حرکت وکړی او یا پښتون اولس (چی دریمه درجه اولس ته راټیټ کړل
شوی و ) بیرته د خپل حق څښتن کړي. که څه هم په فرمایشی ټولټاکنو کی ټولو پښتنو ده
ته رایه ورکړه او دده نږدی همکارانو دده مخالفو کسانو ته رایه ورکړه خو ده نه
یوازی پښتون اولس د یاده وایسته بلکی ده دا هم ونه غوښتل چی دا اولس د جګړی د اور
څخه وساتی .
اولس مشر په تیرو کلونو کی په هره موقع کی د سولی د رامنځته کیدو او د جګړی
د اور مړه کیدو خبری کړي او مخالفین یی هڅولی دي چی خبرو ته تیار شي. په تیرو
دولسو کلونو کی د ده څخه د مخالفینو پته ورکه شوي وه او تل به یې دا ویل که چیری د
ملاعمر پته پیدا کړي دی تیار دی چی هلته ورشی او خبری ورسره وکړي.
داسی مناسبت او یا کنفرانس نه وي چی نوموړی د خبرو له لاری د سولی د
راوستلو اشاره نه وي کړی خو د وخت په تیریدو سره دا جوته شوه چی دا هسی دوکه او د
وخت تیرول و.
هغه د محترم حضرت صبغت الله مجددی تر مشری لاندی یو کمیسیون ( د سولې د
ټینګښت) ته دنده وسپارله ، چې وسله
مخالفین سولی ته وهڅوی او د خلکو په قول ،نړیوالو دی کمیسیون ته ډیری پیسی او
امکانات په لاس کی ورکړل.
دی کمیسیون هم د څوکلونو په ترځ کی
اعلان وکړ چی نږدی لس زره وسله وال مخالفین د دوی د کار او هڅو له امله د سولی د
بهیر سره یو ځای شوي دي. ددی کمیسیون د هڅو په نتیجه کی یوه سیمه هم ارامه نه شوه.
خو خلک وايی چی حتی ددی کمیسیون د هڅو له امله دوی څوک نه ګوري چی جګړه یې
پریښي وي . کله چی د سولې د ټینګښت د کمیسیون تر نامه لاندی ډرامه رسوا شوه نو بیا چارواکو دوهمه ډرامه د
سولی د مشورتی جرګی په نوم پیل کړه.
اولس مشر د خلکو د توقع خلاف ، مرحوم استاد برهان الدین ربانی د مشورتی شورا
مشر وټاکه . محترم برهان الدین ربانی د
هغه ډلی مشري درلوده چې د هیواد زیاترو خلکو او سیاسی کتونکو په ګومان په
افغانستان کی د کورنیو جګړومهم عامل او لوری ګڼل کیده چی د هغه په نتیجه کی نږدی
اویا زره د کابل ښاریان ووژل شول او کابل لوټی لوټې شو.
په دی جرګه کی په سلو کی نوي ګډون کونکو د خبرو له لاری د سولی پلوي وکړه
او په دی هکله یې د اولسمشر څخه کلکه غوښتنه وکړه چی لازم ګامونه اوچت کړي .
خو د کابل واکمنانو د مشورتی جرګی ګډون والو غوښتنو ته اهمیت ورنکړ. بلکی د
سولی د خبرود پیل د پاره یې د پوښتنی وړ میکانیزم
رامنځته کړ، چې د ټولو په ګومان دا میکانیزم ددی وړتیا نه لری چی د سولی بهیر پیل
او بریالی کړي .
دا میکانیزم د سولی په نامه د عالی شورا جوړول و. دا یوه انتصابی شورا وه
اوده چې یو شمیر کسان یې په جنګي جرمونو ،
لوټماریو، او فساد تورن دي او یو شمیرکسان
یی دا استعداد نلری چی دا ډول مهمه ملی پروسه مخی ته بوزی . اوبرهان الدین
ربانی د دی شورا د مشر په توګه وټاکل شو.
د یادولو وړ ده چی د برهان الدین ربانی سفرونو ، لیدنو او کتنو ، د پنجاپ علاقه را
وپاروله او د هغه څخه یې په اسلام اباد کی
بیساری هرکلی وکړ .
ایران هم استاد رباني په اسلامی موضوعاتو پوری د تړلی کنفرانس ته بلنه
ورکړه او د هغه هیواد د چارواکو سره د لیدنی وروسته کابل ته په راګرځیدو سره په
نامعلومه توګه په شهادت ورسید خو چارواکو د هغه پړه په کوټه کي په شته طالبانو
باندی ورواچوله.
وروسته دا سولی د عالی شورا د مشرتوب څوکۍ دده زوی صلاح الدین رباني ته ( د
نورو جایدادونو په شان) د پلار د میراث په توګه ورکړل شوه.
ښاغلی صلاح الدین ربانی هم د پلار په شان د همغه ډلی مشرتوب کوي چی په تیرو
کلونو کی تل د جګړی یو اړخ بلل کیده او دا ډله د کابل په اداره باندی فوق العاده
نفوذ لري.
زیاترو خلکو د ښاغلی کرزی نوموړي عمل ته د سولې په مفهوم باندی د ملنډو
وهلو په توګه وکتل. د اوازو سره سم نوموړی
شورا د میلیونو ډالرو په لګولو سره تر
اوسه په دی نه بریالی شوي چی حتی په دی لاره کی یو ګام پورته کړي. دا ځکه چی دوی نه غواړی چی سوله رامنځته شي.
د کابل د اداری نوموړو حرکتونو ته په کتو سره نړیوالی ټولنی او په ځانګړي
توګه د امریکا متحده ایالات دی ته اړ کړل چی د خبرو له لاری د سولی په راتګ باندی
فکر وکړي او یومیکانیزم رامنځته کړي.
د امریکا د متحده ایالاتو چارواکو په دی هکله د کابل واکمنان د خپلو کړنو
څخه خبرول ، خو د کابل واکمنانو په ظاهری توګه ددی بهیر مخالفت نه شو کولی خو هڅه
یی کوله چې ( د افغانی کولو تر نوم لاندی ) دا بهیر د امریکا د لاسه وباسی او له
دی لاری خپلی ګټی خوندی او ډاډه کړي.
په قطر کی د دفتر د پرانستلو د پاره ترتیبات نیول کیدل. د کابل اداری ته
اړینه وه چی په دوحه کی د افغانستان په سفارت کی یوه برخه د طالبانو د نماینده ګی
په توګه بیله کړي ( دا په دی مانا چی
طالبانو نماینده ګي په افغانستان کي ده )خو د کابل اداری دا کار ونکړ.
خو بیا هم کله چی د نوموړی دفتر د پرانستلو مراسم اجرا کیدل ، کابل ته
اړینه وه په دی مراسمو کی د افغانستان د
واکمن دولت په توګه ګډون وکړی او داسی په
ډاګه کړی چی کابل هم د سولی د خبرو لیوال دی دا چی طالبان یوه افغانی ډله ده چی
دوی ورته دلته د خبرو له پاره دفتر پرانیزی مګر دا ډګر یې طالبانو ته تش پریښود.
د طالبانو استازو د دی موقع څخه په
استفادی سره په دی ودانی د اسلامی امارت تخته ولګوله او خپل بیرغ یې پورته کړ. په
دی ډول یې نړیوالو ته دا پیام ورکړ چی د دوی اسلامی امارت لا تر اوسه موجود دی.
د کابل اداری په دی هکله توند غبرګون وښوده.
ښاغلی ایمل فیضی زیاتوي:
«همدا راز د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د
شاوخوا ۵۰ تنو
جهادي مشرانو او سیاسي شخصیتونو جلسې له ډیر ګرم بحث او خبرو اترو وروسته پریکړه
وکړه \" چې په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانیستل کېدلو تر شا خارجي قدرتونه
ولاړ دي او تر هغه مهاله چې د سولې بهیر په بشپړه توګه افغاني شوی نه وي، د سولې
عالي شورا دې د قطر په مذاکرو کې ګډون نه کوي.\" د هېواد جهادي او سیاسي
مشرانو د دغه دفتر د پرانیستلو په اړه مطرح او مسوول لوری د امریکا متحده ایالات
او پاکستان یې د افغانستان د بې ثباتۍ عامل او د تروریزم حامي وباله.»
ښاغلی حامد کرزی او دده شاوخوا واکمنان د خلکو او په
تیره بیا د طالبانو څخه د اساسی قانون د مراعات کولو غوښتنه کوي خو د کابل اداره
نه یوازی په ډیرو واړو مسلو ، بلکی په مهمو ملی مسلو کی هم اساسی قانون په نظر کی
نه نیسی . چی یو یی د هغو څخه همدا یاده غونډه ده.
اولمشر حق لری چی د هرچا سره مشوره وکړي خو د هغه په اړخ
کی په سلګونو سلاکار وزیران لری. دا ډیره اړینه ده چي دا
وزیران په څلورویشتو ساعتونو کی د هیواد پرمختیاوی وڅیړي د حل لاری پیدا کړي او هر
یو په خپله ساحه کی اولسمشر ته سلا ورکړي. خو داسی نه ده خلک وایی چی دوی یوازی ډوډی خوری
او معاشونه ا خلی . د رسنیو د راپورونو سره سم دوی تر ډیری مودی اولس مشر نه شی
لیدلی.
سلاکارو وزیرانو باید د قطر د دفتر او یا نورو ستونزو د پاره د حل سمه لار پیدا کړي وای
او د هغه په هکله یی باید اولس مشر ته ته سلا ورکړي وای .
اوس راځو د ښاغلی اولسمشر څخه دا پوښتو ، چي د اساسی
قانون په کومه ماده کی د دا ډول جلسو( جهادی مشرانو، سیاسی شخصیتونو) پیش بیني شوی
ده ؟ چی د هیواد د داسی مهمی ملی مسلی په هکله ( پریکړه ) وکړي.
بله دا چی ددی جلسی ګډون کونکو ( جهادی مشرانو او سیاسی
شخصیتونو) هویت خلکو ته معلوم نه دي. د کابل د اداری په قول جهاد د شورویانو په
وړاندی و، او هغه تللی دی جهاد هم پای ته رسیدلی دی. نو کله چی جهاد موجود نه وي
بیا نو مشر او کشر یی د کومه کیږي . او که موخه یې پخوانی جهادی مشران وي نو ایا
دی غونډی ته ټول پخوانی جهادی مشران راغوښتل شوي و او که نه؟
خو هغه څه چی معلوم دی په دی غونډه کی ټولوهغه چا ګډون
کړی دی چی د کابل د اداری په سهامي شرکت کې برخه لری یعنی په دی نظام کی یې ګټه
اوتاوان یودی.
باید وویل شی چی پورتنیو کسانو ته چا دا واک ورکړ چی د هیواد د
دا ډول لویې ملی مسلی په هکله ( پریکړه ) وکړي او بیا ښاغلی حامد کرزی د اساسی
قانون د کومی مادی له مخې پورتنی پریکړه ومنله او د اجرا کولو د پاره یې مټی
راونغښتې.
د( جهادی مشرانو او سیاسی شخصیتونو) غونډې «د امریکا متحده ایالات او
پاکستان یې د افغانستان د بې ثباتۍ عامل او د تروریزم حامي وباله.»
اوس خبره دلته چې دا دولس کاله کیږي چی د کابل د اداری مشر وايی چی
افغانستان او پاکستان دواړه د تروریزم قربانیان دی. اوکه دا واقعیت وي چي پاکستان«
د تروریزم حامی» دی نو د کابل مشر ولی دا واقعیت د خلکو څخه پټ کړی و؟ او یا که د
امریکا متحده ایالات هم د « تروریزم حامی » وي بیا نو ولی په دی هکله د افغانستان خلکو
او نړیوالی ټولنی ته قناعت نه ورکوي؟
په دی ډول د سولی د عالی شورا په نوم د یوه تشکیل د
موجودیت په هکله د خلکو سره زیاتی پوښتنی شته دی دوی وایی چی دا ډول شورا ، په
همدی قطر او ضخامت او په دی صلاحیت په
اساسی قانون کی پیش بینی شوی نه ده. نو له دی امله د یو شمیر کتونکی ددی شورا کړنو
په قانونی توب باندی شک کوي .
د کابل د ادارې ویاند فیضی صاحب وایی : «د قطر
پروسه او یا په دوحه کې د طالبانو لپاره د دفتر د جوړیدلو نظریه د طالبانو د
استازو او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ د اړیکو او مذاکرو په نتیجه کې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې رامنځته شوه.»
د امریکا هڅو په دوو کلونوکی یو لړ محسوس نتایج ورکړل ،
مګر د کابل د اداری د سولی د بهیر په ۲۰۰۵ کال کی د سولی د ټینګښت کمیسیون د حضرت
صبغت الله مجددی تر مشری لاندی پیل کړی او په ظاهری توګه ددی ادارې د سولی د پاره
تش په نامه هڅو اته کلونه کیږي خو نتیجه نه ورکوي. دا ځکه چی رښتینوالی او جدیت په
کی نه شته.
دا چی د قطر پروسه څومره مثبته او یا منفي ده او د هغه
اغیزی په هیواد باندی کومی دي ؟ په دی هکله خبری نه کوو ، خو دومره وایو چي خلک د
جګړی د ټولو اړخونو څخه خورا په تنګ راغلی دی.
محترم ایمل فیضی وایي:« د
افغانستان د دولت ټینګار پر دې و چې دغه دفتر باید په کابل کې پرانیستل شي او که
په بیړني حالت کې ورته شرایط مساعد نه وي دغه دفتر باید په یوه اسلامي هېواد کې،
ترجیحا په سعودي عربستان او یا ترکیه کې پرانیستل شي.»
دلته دا پوښتنه پیدا کیږي چې ولې د قطر هیواد نه؟
لومړی باید ووایو چی کوم عقل دا منی چی د ( طالبانو دفتر
) دی په کابل کی په اوسنیو شرایطو کی
مصوون وي. بیا په خپله وايی چی ( که شرایط ورته مساعد) نه وي ( دغه دفتر باید په
یوه اسلامي هیواد کې ، ترجیحا، په سعودی عربستان
او یا ترکیه کی پرانستل شي.)
اوس د کابل د اداری د واکمنانو دا پوښتنه کیږي چی قطر
هیواد یو اسلامي هیواد نه دي؟ او بیا په
کوم دلیل باند مناسب نه دي؟ ترکیه او یا
سعودی عربستان ولی مناسب دي؟
ترکیه اسلامی هیواد دی، عربستان هم اسلامی هیواد دی، او
قطر هم اسلامی هیواد دی. د کابل اداره په دی دری هیوادونو کی کوم توپير ګوري.
ترکیه د ناټو سازمان غړی او په افغانستان کی پوځونه لري، سعودي عربستان هم د
امریکا د متحده ایالاتو نږدی متحد او هلته د امریکايی پوځيانو اډې شته دي ، قطر هم
اسلامی او هلته امریکایی پوځی اډی شته.
ددی پیشنهاد څخه د کابل د اداری موخه ، سولی د خبر و له
پاره د کوم میکانیزم رامنځته کول نه ، بلکی د قطر د بهیر سبوتاژ کول و ، چې امریکا
او طالبانو ورته کوم اهمیت ورنکړ. حتی د دی دفتر پرانستلو مفکورې د پنجاپ استعماری
اداره مخالفه او هم وارخطا کړه. دا ځکه پنجاپ تل دا هڅه کوي چی که چیری د
افغانستان په اړوند کومی خبری کیږی هغه
باید د دوی له لاری تر سره شي او یا په هغه خبرو کی باید موجود وي .
امریکا وکولی شول ، طالبان د پنجاپی استعمار د خیټې څخه ( د فشار او یا د کومی معاملی له مخی ) راوباسی
او د قطر هیواد ته یی بوزی . دا ځکه چی نوموړی هیواد په تصمیم کی قاطع و.
ښایی دلته دا پوښتنه پیداشی چی امریکا یو نړیوال سوپر
پاور دی او دا ټکی په زور هم په پنجاپ منلی شی. مګر افغانستان اداره کمزوری ده.
باید ووایو چی د کابل اداره ډیر هغه څه په لاس کی لری چی
په پنجاپ باندی یې د فشار د الی په توګه وکاروي مګر دی ادارې یوازی په عذر او
زاریو دا دولس کاله تیر کړل.
دا ښايی دا د کابل په واکمنه اداره کی د متنفذو کړیو او
پنجاپ ګډه موخه وي چی باید د سولی مخنیوی باید وشی او جګړه باید د پښتنو په سیمو
کی محدوده ساتلی او پښتانه په نښه شي.
اوس حالاتو بدلون موندلی دی. د طالبانو له پاره د قطر
دفتر پرانستل شو.
ښاغلی ایمل فیضی وايی :«په قطر کې د افغانستان د ٬٬اسلامي
امارت٬٬ سیاسي دفتر په نامه د دغه دفتر د پرانیستل کیدلو څرنګوالی د افغانستان د خلکو او
دولت له شدید غبرګون سره مخامخ شو.
ولسمشر
حامد کرزي د ملي امنیت شورا له رهبرۍ او له خپلو سلاکارانو سره په یوه اضطرارۍ
غونډه کې د امنیتي موافقه لیک په اړه د افغانستان او امریکا ترمنځ مذاکرات د سولې
د بهیر په اړه د امریکا په خبرو او عمل کې د تناقضاتو په دلیل وځنډول.»
په تیرو دولسو کلونو کی افغان دښمنه ګاونډیانو له امله ،
هیواد او خلک د سترو ستونزو سره مخامخ دی ګاونډی هیوادونه د مداخلو په اړخ کی په
افغانستان باندی مستقیم پوځی بریدونه کوي.
شرایطو په تحلیل سره دا جوته ده چی واکمنی ډلی د یوی
کورنی جګړی د پاره بشپړه تیاري لری او هره شیبه دی ته تیار دي چي (د بهرنیو قوتونو د نه موجودیت په صورت کی) په
همغه ورځ جګړه پیل کړي.
باید په زغرده ووایو چی د نوموړی جګړی د پیل په صورت کی
به لومړنی قربانی د هیواد اولس مشر وي چی د خپلو ډیرو نږدی همکارانو له خوا به په
دی برخلیک اخته کیږي.
د بلی خوا هیواد د اقتصادی لحاظ ډیر په ستونزه کی دی له
دی امله زیات شمیر هیواد وال تر یوه مهال پوری د بهرنیو پوځونو شته والی اړین
بولی.
افغان دښمنه
هیوادونه لکه ایران او پنجاپ په ټول ځواک سره هم هڅه کوي چی نړیوال ځواکونه د
افغانستان څخه ووځي دا ځکه چی د نړیوالو ځواکونو په شته والی کی د هیواد دفاعی او
اقتصادی ځواک زیاتیږی او دا د ایران او پنجاپ د هیلو خلاف عمل دی.
همدا خبره ده چی پنجاپ او ایران هڅه کوي چی په افغانستان
کی هم د کورنی او هم د بهرني فشار له لاری بهرني پوځونه دی ته اړ کړي چی افغانستان
پریږدي.
په دی کی شک نه شته ، که چیری د متعصبو واکمنو ډلو او د
هغوی د مخالفینو تر منځ د جګړی ویره نه وای او یا د پنجاپ او ایران بی شرمانه
مداخله نه وای ، د هیواد یو وګړی دی ته تیار نه دی چی بهرنی عسکر یو ثانیه په
هیواد کی واوسي.
په دی ټول پوهیږي چی د بهرنیو پوځیانو د شتون د پاره یوه
امنیتي تړون ته ا ړتیا ده. د دا ډول تړون نه لاسلیک کیدلو له امله نړیوال قوتونه
اړ دی چی هیواد پریږډی .
په هغه صورت کی به ایران او پنجاپ به په خپلو منځو کی
سیالی پیل کړي او وروسته به دی موافقی ته ورسیږی چی دا هیواد سره نیم کړي د هندو
کش شمال ( د ایران برخه) او د هندوکش جنوب
( د پنجاپ برخه).
د هیواد یو شمیر خلک وايی چې د (د امنیتي موافقه لیک په اړه د افغانستان او امریکا ترمنځ مذاکرات د
سولې د بهیر په اړه د امریکا په خبرو او عمل کې د تناقضاتو په دلیل ) ځنډیدل ، هغه څه دي چی ایران او پنجاپ یی
غواړي.
د ښاغلی فیضی وايی چی : «په قطر
کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو څرنګوالي، یو ځل بیا دا روښانه کړله چې طالبان
هویت نه لري او یوازې څیرې او افراد دي چې له هغوی څخه د افغانستان د نظام او ملي
وحدت د کمزوري کولو لپاره د پردیو لخوا د افزارو په توګه استعمالیږي.»
د طالبانو څخه زه دفاع نه کوم مګر دا وایم چی دلته د(
هویت ) څخه موخه کومه ده؟ ایا تذکره او یا نورې شواهد چی د یوه سړی پیژندنه په وشي فکر کوم چی دوی به د افغانستان تذکرې ولري . او یا که د تنظیم د هویت په هکله وي، نو د ۱۹۹۶ کال څخه تر ۲۰۰۱ پوري یو تنظیم موجود
و ، چی ځانته یی د افغانستان د طالبان اسلامی تحریک وایه او دلته یی د اسلامی
امارت په نوم حکومت جوړ کړی و.دی
حکومت واردې او صادری درلودی. په یوه فرمان سره یی د کوکنارو کښت ختم
کړ، غلو او لوټماران په غارونو کی نه شول
پټیدای . په ټولو خلکو یې ژیرې پریښي او پګړي یې ورپه سر کړي وې. د دوی د واکمن کیدو څخه مخکی په ټول افغانستان
کی یوه ښوونځی فعاله نه وه ، خو چی دوی واک ته ورسیدل د هیواد زیاتره ښوونځی او د
لوړو زده کړو موسسی فعاله شوي.
اوس هم دی تنظیم ته په قطر کی یو کور په کرایه نیول شوي
دی رسنۍ او خلک ورته د طالبانو دفتر وایی
.
د پورتنیو ټکو د یادولو څخه می موخه داوه چي سړی باید هر
څه چی لیکي او یا کوی باید په دقت سره یی ولیکی او یا یي وکړي. خو دلته بیا ښاغلی
فیضي د طالبانو په هکله یو تعریف کوي چې دوی:« یوازې
څیرې او افراد دي چې له هغوی څخه د افغانستان د نظام او ملي وحدت د کمزوري کولو
لپاره د پردیو لخوا د افزارو په توګه استعمالیږي.»
که چیری طالبانو ته پدی تعریف سره کتل کیږي بیا د سولی
خبری ، د قطر او یا بل ځای کی دفتر کومه مانا نلری. بلکی د ( پردیو) سره باید خبره
یو طرفه کړل شي. که پنجاپ دا کسان رالیږي باید ورته کسان هلته
ولیږل شي او یا که کوم بل هیواد دا ډول کار کوي باید بالمثل ځواب یې وویل
شي. چی دا کار تر اوسه د کابل اداری نه دی کړی او په ظاهری توګه داسی کوم پلان هم
نلری.
د کابل واکمنانو د قطر د بهیر په هکله خپله پالیسي په دی
توګه خلاصه کړي ده: «همدا راز
د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د شاوخوا ۵۰ تنو جهادي مشرانو او سیاسي شخصیتونو جلسې
له ډیر ګرم بحث او خبرو اترو وروسته پریکړه وکړه \" چې په قطر کې د طالبانو د
دفتر د پرانیستل کېدلو تر شا خارجي قدرتونه ولاړ دي او تر هغه مهاله چې د سولې
بهیر په بشپړه توګه افغاني شوی نه وي، د سولې عالي شورا دې د قطر په مذاکرو کې
ګډون نه کوي.\" »
په دی پالیسی کی څو شرطونه ایښودل شوي دي:
·
د قطر د دفتر د پرانستلو شاته خارجی قدرتونه ولاړ دي.
·
د سولی بهیر باید په بشپړه توګه افغاني شي
·
خبری کونکی اړخ د سولی عالی شورا ده
په دی کی شک نه شته چی د قطر بهیر شاته خارجی (؟) قدرتونه ولاړ دي. باید خبره سپینه
وکړل شی او هغه قدرتونه چی ولاړ دی باید د هغه نومونه او د هغه موخې خلکو ته په
ډاګه شي.
په دی کی شک نه شته چی ددی خبرو شاته که خارجی نړیوال
قوتونه په ځانګړي توګه د ملګرو ملتونو سازمان نه وي دا خبری نه بریالی کیږي او نه
یی د تطبیق ضمانت کیږي.
دوهمه خبره د افغانی توب په هکله ده. د هیواد هر وګړی
نوموړی شورا په راز راز تورونو تورنوي . د
سولی شورا په هکله د خلکو تورونو ته که اهمیت ورکړل شی باید دا شورا سمدستی ړنګه
او زیاتره کسان یی محکمی ته ورمعرفي کړل شی.
همدا خبره ده چی د کابل اداره غواړی د افغانی توب تر
نامه لاندی ددی خبرو واک په لاس کی واخلی.
او د یو لړ بحثونو څخه وروسته یو
لړ توافقونو ته ورسیږي. دوی غواړی څو ټکی په مقابل لوري ومني:
·
طالبان باید د افغانستان د خلکو او امنیتي ځواکونو خلاف
له تاوتریخوالي څخه لاس واخلي
·
د اساسي قانون پر اساس د نظام پیاوړتیا، د افغانستان د
لاس ته راوړنو خوندیتوب
د پورتنیو ټکو څخه د کابل په زړه باید طالبان جنګي
عملیات بند کړي. خو دایی نه دی ویلی چی باید دا اوربند باید دوه اړخیزه وي . یعنی
د کابل اداری ځانته واک ورکړی چی دا ډول عملیات په خلاص مټ تر سره کړي.
دوهم دوی د طالبانو څخه د اساسی قانون څخه اطاعت غواړي
مګر د هیواد ټول خلک خبردي چی د هیواد اساسی قانون تر ټولو زیات د کابل د اداری د
لوړ پوړو چارواکو له خوا نقض کیږي اوغاړه نه ورته ایښودل کیږي خو دلته د اساسی قانون څخه د اطاعت داسی تعبیر کیږی چی دوی غواړی چی طالبان باید د واکمنو کړیو په نظام کی ورشریک شی.
همدارنګه دوی د تیرو دولسو کلونو لاسته راوړنو ته اشاره
کوي ، په ظاهری توګه دا جمله ښه ده . د زده کړو په ډګر کی یو څه بریالیتوبونه تر
لاس شوی دی نسبتا یو شمیر دموکراتیک قوانین رامنځته شوی دی خو خپله چارواکی هم عمل
پری نه کوي . ( لاسته راوړنو ) د ټکی څخه
د ځینو خلکو په ګومان ،موخه دا ده چی د زورواکی لاسته راوړنو ته به ګواښ نه پیدا
کوي د زورواکانو شتمنیو او څوکیو ته خطر نه پیدا کوي .
دا په دی مانا چی طالبان دی راشی یو څو وزارتونه او یا
ریاستونه دی واخلی او د واکمنو کړیو د اجندا سره سم دی حر کت وکړي.
اوس دا معلومه نه ده چی که چیری طالبان د کابل د سولی د
عالی شورا سره خبری پیل کړي د دوی د خبروموضوع به کومه وي د دواړواړخونو شرطونه
اووړاندیزونه به کوم وي؟ دا به وروسته معلومه شی .
خو هغه څه چی ژر ولیدل شول هغه دا چی د طالبانو د پاره د قطر د دفتر پرانستلو سره
په یوه وخت د کابل په اداره پوری تړلو پوځونو د طالبانو د ځپلو تر نامه لاندی ( د
پښتون وژنی )عملیاتو ته شدت ورکړ چی د هغه په نتیجه کی په هیواد کی په سل ګونو
بیګناه پښتانه ووژل شول چی دلته موږ د کابل د تره خیلو ، لوګرد برکی برک، د کندز د
څال ولسوالی یادولی شو. دوی د رسنیو له لاری د سل ګونو کسانومړی کتار وروښودل چی
په اړخونوکی یې یواوڅو کلاشینکوفونو عکسونه اخیستل شوی و، د مړیو د جسدونو څخه
ښکاریده چی دوی وسله وال کسان نه بلکی ساده بزګران ، شپانه او مزدوران دي.
د بلی خوا په کابل او نورو سیمو کی د پوښتنی او څیړنی وړ
چاودنی رامنځته کیږي داسی چاودنی چی تر سره کول یې د عادی ډلو جنګی ډلو د واک څخه
بهر دی . په دی چاودنو کی په بهرنیانو
پوری تړلی اهداف په نښه ګرځول کیږي . ځینی کسان پوښتی چی ایا دا په امریکا باندی د
فشار د راوړلو د پاره نه تر سره کیږي تر څو د قطر د بهیر څخه شاته شي .
داسی ښکاري چي د
کابل واکمنان په هر ډول چی کیږي غواړی چی په قطر کې د طالبانو په نوم دفتر وتړي .
اوپه خپله د پنجاپ د واکمنانو سره د کومې معاملی په نتیجه کي شرایط د خپلو موخو سره سم عیار کړي.
د افغانستان نوي سلنه سیاسی کتونکی او عادی خلکو دا نظر ورکړي دی چی دا بهیر هغه وخت
افغانی کیدای شی چی په دی بهیر کی سوله
خوښوونکی ، بی پرې ، او خلکو ته د منلو وړ ، با استعداده وګړي چی د هیواد په کلتور
او رواجونو پوه وي راټول او دا بهیر مخی ته بوزي.
یوازی قطر خو مهم ندی کیدای شی د جګړی ټول اړخونه دی ته
تیار شی چی یوه لویه جرګه چی په هغه کی ټول د شخړی اړخونه ګډون ولری جوړه شی او دا
جرګه د هیواد د حالاتو په هکله تصمیم ونیسی او سوله رامنځته کړي.
خو د اړخونو څخه په دی بهیر کی صداقت او د فیصلو تطبیق
ته غاړه ایښودل غواړي. کیدای شی په دی جرګه کی د سولی د پاره داسی میکانیزم
رامنځته کړي چی د ټولو خلکو د پاره د منلو وړ او بریالی وي. د افغانستان د خلکو د
پاره د سولی ښه میکانیزم په دی ډول دي:
·
په ټول افغانستان کی په بشپړه توګه اوربند
·
سراسری بښنه
·
د بندیانو خوشی کول
·
په ټول هیواد کی د رایو د ورکولو واجدو شرایطو کسانو ته د کارتونو ویشل
·
د ملګرو ملتونو د سازمان د مستقیم نظارت او اداری لاندی
د جمهوری ریاست او پارلمان ټولټاکنی
·
ټولو هغو کسانو څخه د نوماند کیدو حق اخیستل، چی په جنګي
جرمونو تورن وي
·
د ټولټاکنو څخه د ترلاسه شوو پایلو په رسمیت پیژندل
په ټول افغانستان کی د سراسری او شفافو ټاکنو په تر سره
کولو سره به ښکاره شي چی د کابل اداری واکمنی کړی (چی د قضیی یواړخ ځان بولي) او
طالبان د خلکو څخه څومره رایی اخلي او یا کوم دریمګړی به مخکی کیږي.