
دحج يونليک
يوپنځوسمه برخه
قاضي محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com
زمزم ته بې صبري
موږته ويل شوي وو چې پر زمزم بيروبار ډېروي او بوشکې ډکول وخت او زحمت غواړي سره لدې چې څه کم يوه مياشت وخت مونور په مکه معظمه کې درلود خو نه پوهېږم ولې راباندې دوارخطايۍ پيريان کېناستل د جمعې په ورځ د ذوالقعدې په شپږمه دشپې درې نيمي بجې زه، ډګروال سميع اوکاکا برات چې اصلاً ترکاڼ او دکابل دميرويس ميدان اوسېدونکى وو حرم ته روان شو، دزمزم لپاره مو يوه ورځ وړاندې بوشکې اخستې وې،په بوشکه لس ليتره ليکلي وو خو يوولس نيم ليتره اوبه يې اخستلې ،دابوشکې په عادي وخت کې په درې رياله وې خو اوس په لس رياله پلورل کېدلې.
ماله پلورونکي سره ټوکه وکړه هغه دابراهيم عابد ټوکه مې په عربي ورته وکړه چې وايي چهل ستون ته روان وم او ټکسي رانه څلور سوه افغانۍ وغوښتې ماورته وويل :اوه اوه يوستون په لس روپۍ؟ماهم ورته وويل اوه اوه يو ليتر په يو ريال،با لاخره په اته رياله مو وپېرلې، د زمزم اصلي ځاى مو په پوښتنه پيداکړ،موږ ويل ډېر بيروبار به وي خو د شيطان غوږونه کاڼه (هلته هسې هم کاڼه وي) بيروبار نه وو، د زمزم پايپ مو په بوشکه کې کېښود په څو ثانيوکې بوشکه ډکه شوه،دزمزم اصلي چينه چې اوس ډېر لويې او ژورې ساګانې په کې جوړې شوې دي ،دکعبې ترڅنګ ده ،خودلته يې په اوږدوپايپونو کې را تېرې کړي او له دې اوږدو نلونو څخه لسګونه پايپونه بېل شوي چې په اسانۍ سره ترې بوشکې ډکېږي،خو دبيروبارپه وخت کې بياهم دلته دبوشکوډکول سخت وي،او انتظار غواړي ،دزمزم دوېش اوپايپونوځاى، د رسول الله ص د زېږېدوځاى او دابوجهل کور خوا په خوا پراته دي،بوشکې مو واخستې را روان شو د طواف وخت نه و،بوشکې مو له ځان سره مطاف ته وړلې هم نه شوى ،دحرم په سالون (غولي) کې دباب الصفا خواته کېناستو،ما تهجد پيل کړل په لمانځه وم چې يوې ښځې له سميع اوبرات څخه زمزم وغوښتل ،خوهغوى ورنکړل،هغې ښځې بيا ورته زارۍ وکړې ويل يې تږې يم،خودې ظالمانو بياهم ورنکړې،زماپام دوى ته واوښت دلمانځه حضورمې هم خراب شو ډېر خفه شوم،له لمانځه وروسته مې ورته وويل چې ظالمانو يوګيلاس اوبه به مو ورکړې وې،يوګيلاس زمزم خوهرچېرته په حرم کې پيداکېږي بېرته به مو ډکې کړې واى،دلته موپه لمانځه کې څنګ ته دسيده زينب دکاروان اړونديوه ښکلې لبنانۍ په لمانځه ودرېده،ماويل شيعه به وي خوپه لمانځه کې يې رفع اليدين کاوه.
له لمانځه چې فارغ شو له حرم څخه وتلو چې په يو څلور ټايره بايسکل(ويلچر) کې مويوناسته ښځه وليده څوتنه ترې راتاو وو يو تنکي ځواب په تونده لهجه ورسره غږېده اوپټکې يې پرې کولى،لامل مو وپوښت ،دې ځوان راته وويل چې د درې سوو ريالو په بدل کې يې دې ښځې ته طواف ورکړى اوس چې د اجورې ورکولو وخت شونو ددې ښځې زوى ځان نادرکه کړ، داچې ددې ښځې زوى به رښتياهم ځان پټ کړى وو اوکه نه اوموضوع به څه وه الله ج خبر دى،موږهم داجرئت ونکړچې درې سوه رياله ورکړو،اولانجه حل کړو هلک ته مې نصيحت وکړ او روان شوخوپه زړه کې مې وويل چې توبه توبه په حرم کې هم د مزدور مزدوري سمه نه ورکول کېږي.
لومړۍ جمعه لومړى بيروبار
داپه حرم کې زموږ دلومړۍ جمعې لمونځ دى مامامې دلته پخواهم د جمعې لمونځ کړى او له بيروبار څخه ښه خبر و هغه راته وويل چې که دننه مسجدالحرام کې لمونځ کول غواړې نو بايد وخته ولاړ شې،اوس نو دحج ورځوته دوره ورځې پاتې دي، تقريباً ټول حاجيان رارسېدلي دي،لمونځ په پاوباندې دولس بجې کېده،اوزه پاوباندې لس بجې حرم ته لاړم، ماويل راځه لمانځه ته خو لادوه ساعته وخت پاتې دى دننه په حرم کې به ځاى ومومم خوحرم خوپرېږده چې دحرم سالون دحرم شا وخواعمومي سرکونه ،پلازې،دموټرو تونلونه،آن جروال اوحفاير ته تلونکي پلونه ټول له خلکو ډک و،له حرم شريف څخه يو کيلو متر لېرې هم ځاى نه موندل کېده،پوليس حرم ته په ننوتونکيو ټولو لارو ولاړ وو،څوک يې نه پرېښودل، دافغانستان دپوليسوپه څېر يې خلک يوې اوبلې دروازې ته لېږل ،تشنابونوته يې هم څوک نه ور پرېښودل، ډلې ډلې خلک سرګردانه يوه خوا بله خوا تلل،زه چې له وخت څخه دوه ساعته مخکې تللى وم ځاى مې موندلى نه شو نود هغه چابه څه حال وو چې ناوخته راغلي وو.
،په ډېر زحمت مې دموټرودتونل پر غاړه له حرم څخه لېرې د يوې غرفې تر څنګ سورى وليد،چې ورغلم،ورسره نږدې خلکو تش انساني حاجت پوره کړى اوډېر بوى وو ،مجبور شوم بله چاره نه وه هملته مې جاى نماز (لمونځى)هوار کړ.ما په خپل ټول ژوند کې دومره بيروبارنه وو ليدلى
کېناستم،لمر ورو ورو تودېده پرماهم لمر راغى ځاى مى بدلاوه، ،خو پرېښودلى مې ځکه نه شو چې بل ځاى نه پيداکېده،هملته مې ملګري وموندل خپل ځاى اوجاى نماز مې پرې وسپارل ماويل که په کوم دکان کې اوبه يا پيپسي،پيداکړم ډېر وګرځېدم اخر مې يوځاى کې مرنډا پيداکړه،هوا ډېره توده وه خولې راماتې وې خو ماله ځان سره مطالعې ته کتاب هم وړى و، کله چې اوبوپسې وتى وم نو په همدې وخت کې درې ښځې راغلې وې اووارخطايې ژړل ، يوه پکې دومره ترهېدلې وه چې له سره يې خبرې نشواى کولى،جامې يې دپښتنووې،چاره يې نه وه هماغه بوين ځاى کې کېناستلې.
څوک ورسره په ژبه نه پوهېدل،ماله جامووپېژندلې په پښتومې ترې وپوښتل، هغوى چې له ماپښتو واورېده په تنديوکې يې خوښي وځلېده،ويل يې چې له پرون راهيسې يې له خپلو نارينه وو سره اړيکې پرې شوي او يوبل يې ورک کړي دي،له دوى سره ټېليفون نه وو،خو له يوې ښځې سره يې دخپل مېړه د ټېليفون نمبر وو، ماهغه نمبر ته زنګ وواهه خو بند وو،نه يې خپل ځاى پېژنده اونه ورسره د پېژندګلوۍ کومه بله نښه وه.
حيران ووچې څه وکړو،دوى ويل چې دسوات اوسېدونکې دي، داوسېدلوځاى اوخپله عماره يې نه پېژندله،ماويل له لمانځه ورسته به ورسره مرسته وکړم اواستوګنځى به يې ورته پيداکړم،په همدې کې وو چې شاته صف کې يوتن سواتى راپيداشو،هغه هم پوره نه پېژندلې،خوويل يې چې دسواتيو حاجيانو ځاى ورمعلوم دى.
ګرمي شېبه په شېبه ډېرېده،خولې روانې شوې،ماته دپوهنتون ددورې يوه خاطره راياده شوه:کله چې دکويټ اوعراق جګړه پيل شوه نو استاد محمدګل عتيقي اودهغه وراره ډاکټرعبدالحليم احمدي پاکستان ته راغلل او ددواړه زموږ استادان شول، عتيقي صاحب چې دلغمان ولايت دقرغيو ولسوالۍ دچهار باغ اوسېدونکى دى ډېرظريف اولطيف شخصيت دى ،هغه کيسه کوله چې يو وخت په چهار باغ کې ددوبي (اوړي ) په ډېره ګرمۍ کې دجمعې لمونځ اداکېده ملا مسئلې کولې خو ځينې مقتديان يې دمسجد دغولي پر ځاى ددېواله سيوري ته ناست وو،ځکه چې په غولي کې تود او سوځنده لمر وو،ملاچې وليدل مقتديانويې دمسجد غولى پريښى دى، اودديوالونو سيوروته ناست دي،نوپه لاسپيکر کې يې په غوسه پرې غږ کړل:(( اى مردم:قل نار جهنم اشدحرا است والله اګه خلاص شوې ))همداخبره په غوسه کې تکراروي،(قل نار جهنم اشد حرا است،والله اګه خلاص شوي ) خو د ايت دا برخه ورته نه ژباړي اونه يې پوهوي چې موخه يې څه ده.مقتديان هم حيران دي چې ملاصاحب يې ورته ولې په غوسه دى او څه ورته وايي.
ددې ايت معنى داده( ورته ووايه اى پيغمبره چې ددوزخ اور ډېر زيات توددى.)
پرموږهم لمر راغى خوځان مې پر همدې ايت ډاډه کاوه: چې : نارجهنم اشد حرا است.
کله کله به ورېځې خپلې لورينې کولې با لاخره دلمانځه وخت شو،دلمانځه بڼه يې له افغاني دود څخه بېله وه،شل باندې دولس بجې قاري سديس دلمانځه خطبه پيل کړه اوپه لنډه خطبه کې دفلسطين جهادته دعاوشوه،خوافغانستان يې يادنکړ،په حرمينوکې پر سياسي خطبو،سياسي موعظو،بنديز دى،هېڅوک دلوېديځ ښکيلاک پرضد څه شى ويلى نشي.
قاري سديس مشهور حافظ اودقران قاري دى مايې دتلاوت کېسټې اخستې او اورېدلې وې،هلته راته خلکو وويل چې سديس انقلابي ذهنيت درلود، دجهاد پرمهال پاکستان ته هم راغلى وو،هلته يې هم انقلابي ويناوې کولې ،خوله کله راهيسې چې دشاهي کورنۍ زوم شوى دى،نو په اصطلاح چارج يې خنثى شوى اوانقلابي ويناوې او ددولت اولويديځ ضد ويناوې يې پرېښې دي،لمونځ اوجنازې تريوې بجې پاى ته ورسېدل.
جماعت ته دانتظار په وخت کې مې خواته يو ځوان اندونيزيايي ناست وو په انګليسي موسره خبرې پيل کړې، زماپر لاس په اندونيزياکې جوړ يوساعت وو ميډين اندونيزياپرې ليکل شوي هم وو، ساعت ظاهراً ډېرښکلى ووخودومره ګران بيه نه وو، ددې اندونيزيايي ډېر خوښ شو، دساعت دليدلوغوښتنه يې وکړه ماهم له لاسه خلاص کړ چې ښه يې وګوري هغه چې وکوت نو نور يې هم خوښ شو ماورته وويل لکه چې ډېر دې خوښ شو هغه وويل هوماورته وويل خير نو دازمالخواتاته ډالۍ شو په لا س يې کړه، هغه دې ډالۍ ته دومره خوښ شو چې دوه ځله يې زما لاس ښکل کړ.
خواته مو يوه نوې ځوانه اندونيزيايۍ ناسته وه يوسپين ږيرى يې ترڅنګ ناست وو ټوله په حجاب کې وه له مخ پرته ټوله پټه وه آن په لاسونو يې دستکشې اوپه پښو يې جرابې وې له مايې وغوښتل چې په سيوري کې ځاى ورکړم ماترې د سپين ږيري په هکله وپوښتنل و يې ويل چې دايې پلار دى په لږ وخت کې ډېر بلد شو.
مخ ته مو يو تور پوستى يمنى ځوان هم ناست وو د احرام په څېر تورلنګ يې له ځانه تاو کړى وو په صف کې په ناسته ويده شو لږ وروسته کوږ او بې ستره شو ما راويښ کړ چې ځان پټ کړي او اودس وکړي خوتر اقامته ويده و همداسې لمانځه ته پورته شو پوډري به نه وو خو رنګ اوکړه وړه يې دپوډريانو و
دلته له موږسره دپاکستان پنجابيان هم وو څوک په انګليسي څوک په اردو ،عربي فارسي اوپښتو غږېدل ما ددوى ترمنځ ګوټه ماته ژباړه کوله ، څه موکړي واى اخر په وړاندې مو لمانځه ته دوه ساعته انتظار وو.!!
زموږخلک چې دجمعې لمونځ کوي نو چې لومړى اذان وشي خطيب منبر ته وخېژي څه کم يو ساعت وعظ کوي،اکثره يې دخبرو وخت ،مناسبت ،موقع نه پېژني،په اخترکې به دمعراج اوپه محرم کې به داختر مسايل بيانوي ،اکثره به اسرائيليات اواساطيروايي بيابه ټول په اجتماعي ډول سنتوته ودرېږي. بيابه دوهم اذان وشي،بياخطبې وايي بياجماعت ،بيادعا خوهلته داسې نه وو،لومړى اذان وشو نه مسايل وونه سنت ،لس پنځلس دقيقې وروسته دوهم اذان وشو،خطبه واورول شوه ،لمونځ ودرېدله سلام وروسته ټول ازاد وو، دجمعې ټول لمونځ شل دقيقې وخت ونيوه .
له لمانځه چې را ووتونو پرسړکونو بيروبار شو زموږ پر لار په پله دبيروبارله کبله اوږدټيل شو، خلک ولوېدل ،ښځې اونر تر پښو لاندې شول،سرک جاى نمازونو ونيوه ،چپړو اودښځوټيکريو وپوښه،چيغې پورته شوى يا حاج ياحاج بالاخره،خلک ودرېدل اوټېله کمه شوه.