
صادق ترابزی
ډېر کله به مو له داسې کسانو اورېدلي وي چې ځان به د پښتو او پښتنو ټیکدار بولي، له مخې به یې پچه نه اوړي، خو دومره باټې به ولي ته به وايې چې دا پښتانه او افغانان پر دې اباد دي او که دی نه وي نو پښتانه به خړ سیلاب يوسي، خو چې خبرو ته یې راشې، لیکنو ته یې راشې نو ټولې به د پښتنو ضد وي، يو څو د سر سړي پښتانه چې لرو د هغوی شا به یې نیولي او پسې به یې راخیستې وي او هر رنګه ببولاله يې چې خولې ته راځي همغه به وايي، خو داسې فکر نه کوي چې مونږ همدا یو څو د کار سړي لرو.
خبره مې د استاد محمد اسماعیل يون کوله، ډېر کله په یون پسې هم خبرې کېږي، خبرې خو خلک هر چا پسې کوي او د هر چا د خبرو پروا هم خلک نه لري، خو زما زړه دېته بدېږي چې ولې پښتانه خپلې پښې په خپله وهي.
د استاد يون مبارزه هر چاته ښکاره معلومه ده، ځان يې په خطر کې اچولی، د جنګسالارانو او زورواکو پر ضد مبارزه کوي او په ښکاره نارې وهي چې افغانستان زما ایډیال دی او هر هغه کار کووم چې د افغان ولس په ګټه وي که د سر په بدل هم وي او يون دا ثابته کړې هم ده.
استاد یون چې اوس کومه رسنیزه مبارزه شروع کړې، دا کومه وړه خبره نه ده، دغه مبارزه د ده ژوند ګواښي، هره ورځ د نوموړي د فکر دښمنان زیاتېږي، هره ورځ پدې فکر کېږي چې داسې کومه لار به وي چې په پښتنو کې يو داسې کس چې د دوی په اصطلاح ورته سپکاوی کوي، ځان خلاص کړي.
یون چې اوس څنګه مبارزه روانه کړې ده داسې پخوا هم و، خو پخوا یې يوه داسې انځوریزه رسنۍ په واک کې نه وه، پخوا يې د همدغه غربي تلوېزونونو څخه هغه حقایق په ډاګه کړي چې د پردې تر شاه وو، د زورواکو او جنګسالارانو هغه ريښتنې څېرې يې خلکو ته ښودلي دي او دا مبارزه اوس هم لا روانه ده، اوس چې يون د يو شمېر افغاني پانګه والو په ملاتړ يوه انځوریزه رسنۍ (ژوندون تلوېزيون) پیدا کړه، نو هغه ارمان ته به ځان رسوي چې نوموړي یې فکر کاوه، یون په دې وروستیو کې د هغو جنګسالارانو ويډیو خپرې کړې، چې پخوا يې په افغان ولس هر قسم نادودې
تېرې کړې وې او اوس هم د ولس غوښې خوري، خو ولس ته وايي چې مونږ جهاد کړی مجاهدین یو او په همدغه نوم له افغان دولت څخه امتیازات اخلي، چې دغه چاره اوس هم روانه ده، د یون مبارزه همدا ده چې دوی په سپینه دوره کې امتیازات اخلي، باید د تورې دورې ځواب ووايي چې دوی په افغانانو څنګه قیامت راکوز کړی و.
اصل خبرې ته راځم چې زړه مې درد کوي!
زمونږ په پښتنو کې دا ستونزه ده چې په هره سیمه کې په یو پښتون يو څو تنه راټولېږي، د دې پر ځای چې ملاتړ یې وکړي، په هغه پسې به تبلیغات شروع کوي او رنګارنګ خبرې به ورپسې کوي.
که تاسې د يون شاوخوا شپږدېرشو کتابونو څخه يو کتاب هم وګورئ نو هر څه به درمعلوم او ښکاره شي.
زه دا خبرې د دې لپاره نه کووم چې ګوندې يون په ټولنه کې محبوبیت نه لري او د دې لیکنې موخه به دا وي چې ګوندې زه د يون لپاره کمپاین کوم، یون چې څوک پېژني د هغه د خوی، فکر سره بلد دي، ملاتړ یې کوي او هغه څوک چې بېلابېلې خبرې کوي، هغوی هوايي لګیا دي يواځې د يو چا له خولې يې اورېدلي دي، یون داسې سړی نه دی، که یو ساعت ورسره کیناستې ورسره بلدېږې، د نورو سیاسي او دولتي کسانو سره پوره توپير لري، يو خاکساری، خوش اندازه او ټولنيز خوی لري، په هر چا باور کوي، تمه ترې لري چې دا په راتلونکې يو شخص وي، دېته هڅوي هم چې باید کار وکړې او ځينې هغه سپارښتنې هم ورته کوې چې په راتلونکې کې د افغان ولس لپاره کار وکړي.
ما دا څه چې ولیکل دا مې د خپل زړه درد وو چې ولې پښتانه خپل ځان نه پېژني او يو پښتون چې د پښتنو د حقوقو د اخیستو لپاره مبارزه کوي ولې پسې يو پښتون خبرې وکړي.
زه خپله هم ځانته دا اجازه نه ورکوم چې په استاد يون باندې څه وليکم، خو دا مې د زړه درد وو چې په څو ځایونو کې مې واورېدل او داسې څه مې ولیدل چې په استاد یون پسې يې لیکلي و.
که مونږ او تاسو لږ دغه تربورانو ته وګورو چې مشران یې تر ټولو غټ رسمي غله دي، ورته معلومه هم ده، خو نوم یې هم څوک په سپکه نه شي اخیستلای، کلک ملاتړ یې کوي خبرې خو لا لیرې دي.
نو، د خدای لپاره پښتنو ځانونه وپېژنئ
ستاسې لپاره خو به ځانته پيغمبر نه راځي.
يو کېږي، که نه ورکېږو