خپلمنځي جنجالونو کې د سولې ورک غږ

 
د حزب اسلامي پلاوی بیا راغلی او هره ورځ له رسنیو غږ پورته کوي چې د له حزب اسلامي سره د سولې پاتې خبرې بیا پيل کیږي او دا ځل هڅه کیږي چې د حزب د امیر راتګ ته لار هواره شي او بلاخره د حزب غړي د افغان دولت په چوکاټ کې داخله شي.
تل د ځینو موضوعاتو د بلوا لپاره یو داسې موضوع رامنځ ته کیږي چې هغه مهمه موضوع چې تشنج رامنځ ته کوي د خلکو له خولو وغورځوي او د خلکو پام په بله شي، خو داسې ښکاري چې دا ځل ټول د حکومت په خپلمنځي جنجالونو خبرې کوي او د سولې طرف ته د هیچا پام نشته.
هسې هم له حزب اسلامي سره د سولې په خبرو کې حکومت پړ بلل کیږي چې ګنې د دغې خبرو په وروستي کولو کې ناغیړي کوي، خو حکومت تل بیا ځان له ملامتې خلاص کړی، د سولې د خبرو په اړه یې ډاډ ورکړی او د سولې د خبرو ټکني کیدل یې پر حزب اچولي دي.
د سولې عالي شورا خو دغه خبرې ناکامه وبللې، خو حکومت او حزب یو ځل بیا د سولې د خبرو د بیا پيل خبرې کوي او دا ځل د دریم ځل لپآره پلاوی په کابل کې دی چې له افغان دولت سره د سولې هوکړه نهايي کړي.
خو داسې ښکاري چې دا ځل د حکومت د خپلمنځي جنجالونو له امله دغه غږ ورک دی، هغه جنجالونه چې له پخوا و، خو اوس ډاګیز شو، ارګ او اجرایه ریاست یو بل ننګوي او په بې غوری یې تورنوي
د جنجالونو تمرکز د واک په انحصار دی چې ګنې په ارک کې د څو کسانو له لوري واک انحصار شوی او دغه کار اجرایه ریاست ته د منلو نه دی، جمعیت ګوند چې په حکومت کې غوښنه برخه لري له انحصاري واک څخه انديښنې لري او د دې کار لپاره یې ارګ ننګولی چې باید د ملي یووالي په نوم د حکومت جوړیدو په هوکړه ورسره لاړ شي.
اصلي موضوع چې د سولې خبرې دي او باور داسې و چې نوی حکومت به وتوانیږي چې د سولې خبرې بریالۍ کړي، که څه هم د سولې د څلور اړخیزو ناستو پایلې هیڅ شوې او هغه تمه چې افغان ولس ترې درلوده لاس ته را نه غله او په دې برخه کې پاکستان یو ځل بیا په ټګی تورن شو، خو په کور دننه د افغان حکومت په مشری له حزب اسلامي سره د خبرو لپاره خوشبینۍ زیاتې وې او باور داسې و چې حزب به د سولې پروسې سره یو ځای شي او د مشکلاتو یوه برخه به کمه شي.
حزب د سولې ډګر ته خپله رادانګلي او پلاوی یې کابل ته د خبرو لپاره رالیږلی، په ښکاره حزب اسلامي هیڅ شرطونه نه دي وړاندې کړي او یواځې د هغه څه غوښتنه کوي چې د افغان حکومت په لاس کې دي او هیڅ ډول ټکر یې په وړاندې نشته، خو حزب شرطونه په مشروط ډول نه دي وړاندې کړي، حزب په وروستیو کې یوه غوښتنه کړې چې که چیرې د ټاکنو کمېسیون ویشل کیږي، نو بیا حزب ته هم پکې برخه ورکړل شي، هغه څه چې د شمال ټلوالې له غبرګون سره مخ شوی دی.
خو داسې ښکاري چې د حزب وړو غوښتنو د سولې وروستی هوکړه وځنډوله او پلاوی یې له کابله رخصت شو، خو حزب چې د ولسواکۍ په نوم یوه نیمه لسیزه حکومت کې څنډې پاتې شوی، له تاوان پرته هیڅ لاس ته نه دي راوړي او د دغې ګوند سرسختی رقیب جمعیت هغه زر او زرو لاس ته راوړل چې اوس پرې حکومتونه ننګوي او په هر حالت کې کولای شي په حکومت کې خپله ونډه لاس ته راوړي.
ځینې په همدې باور دي چې حزب اسلامي په همدې خاطر د سولې خبرو ته زړه ښه کړ چې نور په حاشیه کې پاتې نه شي او له افغان ولس سره یو ځای په ټاکنو کې ګډون وکړي او له دې لارې هغه ګټې چې د حزب دي او هغه ارمانونه چې لري یې ورته ځان ورسوي.
اوس چې د حزب پلاوی بیا کابل ته راغلی، د سولې د خبرو بیا پیل غږ پورته کوي، دولت هم دغه غږ منعکس کوي، خو د چا پام نه ور اوړي، لامل یې یو دا چې دغه خبرې څو ځل بې پایلې شوې او بله خبره دا چې حکومت په خپل منځي جنجالونو کې ګیر دی او ټول تمرکز یې اوس د جنجالونو په حل دی.
کیدای شي د دې غږ پورته کولو یو هدف دا وي چې څنګه کیدای شي، دخلکو او رسنیو پام د سولې خبرو ته کړي او دغه جنجالونه چې ارګ او اجرایه ریاست یې د خلکو په خولو کې غورځولی او ډول ډول نیوکې پرې کوي، د خلکو له پامه وغورځوي او نورو مسایلو ته یې مخه کړي.
سوله د افغانستان لومړیتوب دی او افغانان په هر قیمت سوله غواړي، نباید سوله د شخصي ګټو او مصلحتونو قرباني شي.