
د شنبې پر ورځ د بټې کوټ ولسوالۍ اړوند د باریکاب په شینواري قلعه سیمه کې د د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ ډزې وشوې، په سیمه کې عینې شاهدان وايي چې وسلوالو څو ډزې په افغان ځواکونو وکړې او وتښتېدل، ورپسې د افغان ځواکونو په ځوابي ډزو کې د باریکاب يو اوسېدونکی (سعید د ملا سید رحمن ځوی) ۱۲ کاله عمر لري، چې په لاره کور ته روان وو په دغه ډزو کې سخت ټپي شو.
امنیتي ځواکونو اعلامیه خپره کړې چې دوی په همدغه ورځ په دغه سیمه کې د وسلوالو طالبانو سره په نښته کې وسلوالو ته مرګ ژوبله اړولې او موټر سایکل یې هم نیولې دي.
له بلې خوا د دولت وسلوالو مخالفینو په رسمې خبرپاڼه کې داسې لیکلي ((له ننګرهارولايت نه په بټي کوټ ولسوالۍ کې له دښمن سره ددرنې نښتي خبرورکړل شو. په خبرکې راغلي نښته نن ماسپښين 2 بجې ديادي شوي ولسوالۍ په شينواري قلعه سيمه کې رامنځته شوه چې نيم ساعت وغېځده.په نښته کې ددښمن يو بي ايم ټانګ ويشتل شوی))
دا یې يو وړوکی مثال دی، داسې ډیرې پيښې دي چې دواړه خواوې ملکي کسان وژني او بیا ادعا کوي چې خپل هدف ته رسیدلي دي.
نو تاسې اوس فکر وکړئ، دا د ولس لپاره يو ښکاره مثال دی چې نه دولت او نه وسلوال د ولس د هوساینې لپاره هلې ځلې کوي، بلکې دوی د بل په اشاره د بل لپاره افغانان وژني او په دې سره دواړه خواوې امتیازات تر لاسه کوي.
هر وخت چې دواړه خواوې بندې راشي نو له ولس څخه همکاري غواړي، ريښتیا هم بغیر د ولس له همکاری دواړه خواوې څه نه شي کولای، خو دلته بیا هم ولس ملامت دی، ځکه چې دوی ۴ کاله وړاندې د رايي اچونې لپاره د رايي اچونې مرکزونو ته تللي ولسمشر يې د دې لپاره ټاکلی چې د دوی په خوښه د دوی د هوساینې لپاره يو داسې دولت رامنځ ته شي چې د دوی د باور وړ وي، خو دا هر څه برعکس شول همغه دولت چې د ولس په رایو منځ ته راغلی بیرته پّ ولس رالږېدلی دی.
له بلې خوا د دولت وسلوال مخالفین ډير کله دا خبره تکراروي چې دوی د افغان ولس او افغانستان ته د يو داسې شرعي نظام د راوستو هڅه کوي چې ټول منلی وي.
دلته هم ولس ملامت دی که ولس وسلوالو ته ډوډۍ او په خپلو سیمو کې ځای نه ورکولای نو نن به پرې دا حالت نه راتلل، دوی ته خو وسلوالو ویلي وو چې مونږ مو د بهرني یرغلګرو او ګوډاګي دولت څخه خلاصوو، خو همدا وسلوال دي چې نن ترې ولس په تنګ راغلی او په دې هڅه کې دي چې څنګه کولای شي له دغه بدمرغیو چې پرې راغلي ځانونه خلاص کړي.
د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ د جنګ جګړو له امله اوس ولس يو ځل بیا مهاجرت ته اړ شوی چې له دې جملې څخه ۵۰ سلنه د سیمې اوسېدونکو سیمه (ځمکې او کورونه) وسلوالو او افغان ځواکونو ته پریښې دی او د سر خوندې کولو لپاره يو خوندې ځای ته تللي دي.
ولس اوس په خپلو تېروتنو پښیمانه دی او داسې لاره نه ده ورپاتې چې پرې له سره غور وکړي، اوس يوه لاره ده هغه دا چې سیمه پريږدي او سر خوندې کړي.
ولس اوس په دې پوه شو چې دا د دوی لپاره یوه دسیسه ده او که نه افغان ځواکونه هر کله چې وغواړي، کولای شي سیمه د وسلوالو څخه پاکه کړي.
د سیمې د خلکو په خبره کله چې افغان دولت د وسلوالو پر ضد عملیاتو ته سیمې ته ورشي وسلوال مخکې وي او دوی ورپسې وسلوال له کلیو په افغان ځواکونو ډزې کوي او دوی پسې له شا څخه د راکټو او هوانونو ړندې مرمۍ توغوي، چې ډیری ملکي وګړي پکې وژل کېږي.
په دې وروستیو کې د وسلوالو کړنو هم خلک په شک کې اچولي دي، د خلکو تښتول او په بدل کې د پيسو غوښتل، د خلکو بې ځایه ځورول، د واکسیناتورانو ډوبول، خلک د جاسوسی په تور په کوتکونو وژل، له خلکو په زوره ډوډۍ او پناه غوښتل، او د بزګرانو په محصولاتو ټکس لګول هغه څه دي چې د وسلوالو پر وړاندې د خلکو کرکه یې زیاته کړې ده.