
پر ولسمشر غني له لومړي سره نیوکې وې چې ګنې دوه یا دریو کسانو په ارګ کې انحصار کړ او په مکرانه لهجه یې هغه تر خپل تاثیر لاندې راوست او ټول هغه ملګري چې کلونه یې د غني فکر انتقال کړی و او خلکو ته یې د غني تعریف کړی و، ورڅخه جلا او وشړل چې دغه کار د خلکو له سخت غبرګون سره مخ شوی دي.
په ټوله کې ولسمشر غني یو څه کسان د مشاوریت په پوسټونو پخلا کړل، خو دا کسان داسې دي چې لکه د لیوه غوږونه یې چې نیولي وي، که د مشاوریت پوست څخه لیرې کیږي، ځان ورته یواځې ښکاري او که د مشاوریت پوست باندې کار کوي، نو تش کالبوت دی او هیڅ ډول صلاحیت او مسوولیت نه لري.
د ولسمشر غني ټیم داسې نه و له همګرایانو چې ټول یې د یوې تمې لپاره راټول شوي و او د دغې تمې لپاره له خپل سر څخه هم تېر و چې بلاخره یې په واک کې نیمايي ونډه هم واخیسته او اوس برخه لري، خو مسوولیت نه مني، یانې د هرې ملامتۍ پړه پر ولسمشر ده او اجرایه ریاست په کې نه یادیږي، خو واک کې بیا د اجرایه رییس ونډه مالومه ده او هیڅ کس داسې نه مني چې له مشورې پرته یې ولسمشر وګماري، لکه د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره د شکریه بارکزی نومونه او دغه راز د هسپانیا لپاره د نورستاني د سفارت موضوع چې دواړه یې اجرایه ریاست و نه منل او پآتې شول.
اوس چې د واک د انحصار موضوع رامنځ ته شوه او اجرایه ریاست خپله ګیله او ګواښ سره یو ځای کړل او د ځوانانو په غونډه کې یې په ډاګه وویل چې ولسمشر ته مشروعیت اجرایه ریاست ورکړی، نو هغه جنجالونه چې له پخوا پرې پرده اچول کیدله، په ډاګه شول چې د تحول او تداوم ټیم او اصلاحاتو او همګرايي ټیم اوس هم د ټاکنیزو سیالیو په څير سره رقابت لري او هیڅ ډول ګډ کاري هوډ نه لري او داسې تمه هم نشته چې ګنې دواړه خواوې دې سره په یوه خوله کار وکړي.
عبدالله عبدالله دا کار په خپله خوښه نه دی کړی، خوله د عبدالله خو خبرې د جمعیت ګوند دي، ځکه له دوه اوونیو راهیسې د بلخ سرپرست عطامحمد نور کابل کې و او بیلابیلې ناستې یې درلودې چې پکې عبدالله ملامت شوی و چې ګنې هیڅ ډول اجرایوي صلاحیت نه لري او یواځې کالبوت دی، عبدالله تر هر څه وړاندې د جمعیت ګوند ګټو ته ترجې ورکوي او د دغې ګټو پر وړاندې هیڅ ملي ګټو ته پام نه کوي.
عبدالله عبدالله اوس هم د ټيم او خلکو، هغه خلکو چې رای یې ورکړې، پراخ ملاتړ له ځانه سره لري او ټول یې پر ځان راټول کړي دي، هر کله ورسره مشوره کوي او هر کله یې غږ اوري، خو ولسمشر څه وکړل؟
ولسمشر له لومړۍ ورځې د خپل ټیم نږدې کسان له ځانه وشړل او فکر یې وکړ چې اوس رییس جمهور شو او هر کار او هره مسله په یواځې توګه د خپلو مامورینو په مټ کولای شي، له همدې امله یې ځان په ارګ کې بند کړ او هغه دروازې چې باید د تحول او تداوم د ټیم لپاره خلاصې وای بندې شوي او ټول یې له ځانه خفه کړل چې ځينې خو یې اپوزسیون کې شول او ځينې نورو یې په فردي او ډله ییز ډول سیاسي مخالفت شروع کړ چې زیات تاوان یې ولسمشر غني ته اړولی دی.
د تحول اوتدام ټيم زیاته برخه د یو فکر له مخې سره پر اشرف غني راټول شوي و او په دوی کې زیاتو یې لوړې څوکۍ نه غوښتې، یواځې د دې لپاره چې ولسمشر ته سالمې مشورې ورکړي او هر ځای او هرکله یې دفاع وکړي، خو داسې و نه شول او بالاخره اوس په داسې جنجالي مسایلو کې بند پاتې دی او یواځې ښکاري.
ولسمشر غني د کمپاینونو پرمهال زیات خلک راټول کړي و او ژمنې یې هم ورسره کړې وې، خو هغسې و نه شول، داسې هم نه وه چې ګنې د دې د ټیم کسانو زده کړې نه درلودې او یا هم نور مشکل یې درلود، د ده په ټیم کې کسانو تر ماسټرۍ او دکتورا زده کړې درلودې، خو د دې پر سره یې له همګرايي ټیم سره مناظرې کولې او شخصي سیاسي بدي یې اخیستې چې اوس یې نه ولسمشر ځان ته پریږدي او نه یې هم نور ځان ته رانږدې کوي، ځکه فکر کیږي چې دا کسان شړل شوي او څوک یې د پوښتنې نشته.
که د اشرف غني د ټیم کسانو دا تاوان وکړ چې ارګ دروازې پرې بندې شوې، نو ولسمشر هم کم تاوان نه دی کړی، اوس په ځینو مسایلو کې یواځې دی او یواځې څو انحصارګر ترې راتاو دي چې د خلاصون لارې ترې نه شي موندلی.
ولسمشر خپل کسان، خپل نه کړل او د بل له ښې یې هم وویستل.