
دحج يونليک
پنڅوسمه برخه
قاضي محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com
نهال اونفيسه
چهارشنبه يا دذوالحجې په ٤مه مې مشر شيرزمان ته ټېليفون وکړ ويې ويل چې دحرم په دوهم پوړ کې طواف کوي زه هم ورغللم ځاى مو نښه کړ،له موندلو وروسته زه هم ورسره په طواف کې ملګرى شوم، دهغه دوهم دور و له طواف وروسته د باب الصفا په برابرئ په دوهم پوړ کې کېناستو شېرزمان ،تکړه،ويښ او داسلامي نړۍ په درد دردمند،مجاهدمسلمان دى، سلفى ندى، شعوري موحد دى خو خلک ورته سلفى وايي ،هغه ملايان غندي چې په ختمونو،خيراتونو ،جنازو،دم او تعويذ متکي وي ، او د خوړين نوم ورکوي، له طواف وروسته مو د اسلامي نړۍ پر ستونزو بحث پيل کړ، په همدې کې وو چې درې انجونې مو څنګ ته راغللې يوه پکې غنمرنګه چاغه (څوربه)مسته او ښکلې پېغله وه، زموږ څنګ ته ودرېده په خپل بلک بيري موبايل يې دبيت الله عکسونه واخستل کله چې زموږ ترڅنګ کېناستلې نو زما ژورنالستيک حس راوپارېد لومړى مې په سلام او ستړي مشي په خبرو راوستلې، دې پېغلې خپل مبايل راووېست اخستي عکسونه يې کتل ،اړول او را اړول، دموبايل مينوته ورغلله دومره ګړندى کار يې کاوه چې تابه ويل دامبايل همدې جوړ کړى دى همدلته يې دعکسونو په ايډيټ پيل وکړ،ماترې هيله وکړه چې زما په کيمره زما او د شېرزمان عکسونه واخلي اوکعبه پکې رڼه راولي ،دستي راپاڅېده،کيمره يې واخستله دعکس مينو ته ورغلله انځور (wev) يې ښه برابر کړ،بيايې له هر اړخه له کعبې سره زموږ څو عکسونه واخستل،ماورته وويل چې په خپل فون کې خپل اخستي عکسونه را وښيي سمدستي يې ټول واړول راواړول ترې مې دځان راپېژندلو هيله وکړه،ويل يې چې نهال نومېږي او دسوډان د عبه ښار اوسېدونکې ده،يوه ملګرې يې نفيسه نومېده،هغه هم دهمدې وطنداره وه،دنفيسې معلومات دافغانستان په اړه کم ووخو نهال دافغانستان دجغرافيې او رواني وضعې په اړه دومره معلومات ورکړل چې ډېر افغان لوستوال يې هم د افغانستان په اړه نلري، ما نهال ته وويل چې راشه زما په کيمره ته او نفيسه له ماسره ګډ عکسونه واخلئ ،ويې خندل ويې ويل چې عکسونه خوبه واخلو خوستا په کيمره نه ، بلکې زما په مبايل.
نهال ډېره خوږه او صميمي پېغله وه، ډېرې خبرې مو وکړې تر مازيګره ناست وو، هغوى تلاوت وکړ ماله ځان سره دفقهې کتاب وړى و هغه مې ولوست، له لمانځه وروسته مو هم زړه نه کېده چې له يو بل نه بېل شو.
دلته مو له يونايجريايي سره هم بنډار وکړ په ګوډه ماته انګليسي مې ورسره دنايجريا اوافغانستان پر حالاتوخبرې وکړې،د تامير په نوم يو متشرع مصرى هم را سره کيناست، هغه همدلته اقامه درلوده خو ويل يې چې هېوادوالويې د مصرحکومت ته له ٤٠تر٥٠زره جنيه چې ٤_٥زره ډالر کېږي ورکړي او حج ته راغلي دي ده داپيسې ډېرې زياتې بللې ، اوه کاله وړاندې په افغانستان کې دمصر سفير هم تامير بيک ماُذوني نومېده زماډېر ملګرى او ډېر مجاهداو داسلامي نړۍ پردرد دردمن شخص و زما په سپارښتنه يې څو تنه په مصر کې نړيوال پوهنتون الازهر ته ولېږل . دولي په نوم دتامير بل مصرى ملګرى هم زموږ سره کېناست پر ايمن الظواهري ډېر وغږېدو ماورته وويل چې زه هم د القاعده وو دهېواد يم حسنى مبآرک مو ښه وټکاوه، دوى ويل چې که دامريکا وېره نه وي نو ډېر هېواونه به په افغانستا ن کې جهاد رسمي تائيد کړي.
دهندوستان دراجستان ايالت يوتن نوى ځوان اوسېدونکى هم له خپلې مور سره راغلى وو هغه ويل چې دحج داخله يې د هرتن په سر ١٢٦٠٠٠هندۍ کلدارې کړې ده،ډوډۍ يې هم پرحکومت ده او دوه زره بېرته هم ورکوي،دانرخ دمصريانو له نرخ ډېر ښکته اودافغانانوله نرخ هم ښکته دى،خودمصر يانوعمارې حرم ته دومره نږدې وې چې نور ترې حرم ته نږدې بل څوک نه وو،ځينې يې دارالتوحيدکانټينټل سره نږدې دې په لوکسو هوټلونوکې اوسېدل.
موږ هم حرم ته نږدې وو خو بياهم کله به چې راباندې ناوخته شوه نو چې له دوه ريالو به تېر شو په جماعت لمونځ مو نيولى شو.