متعصب څوک دی!

که دې وویل چې زما حق خوړل کیږي متعصب یې، که دې دخپل حق دغوښتو لپاره غږپورته کړمتعصب یې، که دې وویل چې پښتانه ولې بې ګناه وژل کیږي متعصب یې،که دې وویل په خپله مورنۍ ژبه زده کړې غواړو متعصب یې، که دې په دفترکې په پښتو ژبه وړاندیز ولیکه متعصب یې.
ولې زه یو بشر نه یم؟ ایا دیو بشرپه حیث په دې نړۍ کې داوسیدو حق نه لرم؟ایا زه دا حق نه لرم چې د خپلو خلکو د حق دغوښتلو لپاره غږ پورته کړم؟ ایا زه دا حق نه لرم چې په خپله ژبه وغږیږم او په هغه لیک او لوست وکړم؟آیا ماته اسلام اجازه نه ده راکړې چې خپل حق وغواړم او له هغه څخه دفاع وکړم؟ هو، داحق ماته اسلام راکړی چې باید له خپل حق څخه دفاع وکړم او که په دې لاره  کې مړ شم شهیدیم، کله چې ماته اسلام دا حق راکړی نو ببا په کوم اساس په ما دمتعصب او فاشست ټاپه لږوې؟ له دې دا معلومیږي چې تاسې یواځې دتعصب کلمه اوریدلې خو ځان مو ورباندې نه ده پوه کړی مجبوریم چې په لومړي سرکې درته دتعصب کلمه در وپیژنم، دتعصب کلمه د عصبیت څخه اخستل شوې، او له ټولو هغو کړنو څخه بحث کوي کوم چې دپوهې او عقل په اساس نه بلکې د ځان غوښتنې، انتقام اخستلو، ژبې، نژاد او قوم پالنې په اساس ترسره شي.
په همدې اساس ویلی شو چې تعصب یوه ذهني ناروغي ده چې انسان هیڅکله دیوڅه په هکله سالم فکر کولوته نه پریږدي. داسلام مبارک دین دتعصب په کلکه  مخالف دې او په دې اړه رسول الله ص فرمایي:  زموږ له ډلي نه دي هغه څوک چې خلک تعصب ته رابولي، زموږ له ډلې نه دي هغه څوک چې دتعصب په اساس جنګیږي، او زموږ له ډلې نه دي هغه څوک چې په دې لاره کې مړه شي.
نن ورځ ګاونډي هیوادونه په ځانګړي توګه دایران فاشست هیواد دخپلو ګټو په خاطر د څو منفرو او خاینوڅیرو په واسطه غواړي چې زموږ په هیواد کې ژبني، سمتي او مذهبي تاوتریخوالي ته لمن ووهي ترڅو وکولی شې چې له دې لارې زموږ خاوره په کلتوري او مذهبي لحاظ ترخپل تسلط لاندې راولي چې ښه بیلګه  یې په دانیژ دې وختونو کې په کابل پوهنتون کې دهزاره قوم دزده کړیالانو له خوا دنه خوړو اعتصاب وه چې اساسي موخه یې په پوهنتون کې د ایران په لمسون دشعیه او سني مذهب ترمنځ بي اتفاقي ته لمن وهل او په پوهنتون کې دهغو استاذانو مقررول وه چې په ایران کې یې زده کړې کړې وې او دهغوي له خوا ورته پروګرامونه ورکول کیدل چې پایله یې په پوهنتون کې د زده کړیالان ددرس پرځای په مذهبي اختلافاتو مشغولتیاه شوه چې په خواشنۍ سره دا ناخواله تراوسه پورې دوام لري، بله بیلګه یې څو ورځې وړاندې دځینو با احساسه او په هیواد مینو ځوانانو لخوا دایران دکلتوري، مذهبي، سمتي او ژبني لاسوهنو  په خلاف سولیز لاریون ترسره کول وه چې په دې لاریون کې یې دایران د فاشستوچارواکو او همدارنګه دهغوی د افغاني ګوډاګیانو انځورونو ته دهغوی دسفارت په مخ کې اور اچول وه او ورته یې وښودله چې داخاوره ستاسې دپوچو افکارو دپلي کیدو ځای نه ده. دا افغانستان ده. دا دچنګیزیانو او مغلیانو هدیره ده.
دلته تراوسه بااحساسه او په هیواد مین ځوانان شته. دلته تراوسه دځوانانو په وینو کې جذبې شته، داسې فکر ونه کړئ چې ټول ملت به ستاسې دهغو څولاسپوڅو په شان خپل ضمیرونه پلورلي وي. دلاریون څخه دوه ورځې وروسته عطا خبري کنفرانس ورکړ او وویل: هرچا چې زما انځور ته اور اچولی دا دپردیو اجنټان دي او دا خلک له بهر څخه تحریک کیږي او په خپلو خبرو کې یې کرزي لالا ته وارننګ ورکړچې ددې شیانو مخه دې نیسه او کنه ښه به درته نه وي. کرزی لالا بیچاره څه وکړي هسې په چوکۍ کیناستل خوند ورکوي نور خو که ملت وژل کیږي، تباه کیږي ددې څه،  بس ده هم له الله داموقع غوښته چې څنګه د عطا نه ځان خلاص کړي همغه وه چې د چاپیریال ساتنې دنړۍ والې ورځ په لمانځ غونډه کې یې ککره ښوروله او ویلې یې ( خوب نه شوده، کارخوب نه شوده توهین به رهبران کشورهای همسایه کارخوب نیست) څنګه دپردیو هیوادونو درهبرانو انځورونه دکابل په واټونو کې لږول او دهغوی دمذهبي رهبرانو دورځو لمانځل کارخوب است؟ موږ له هیچا سره شخصي دښمني نه لرو خو که چا مو خاورې ته په بده وکتل په خلاف به یې راپورته کیږو. که څوک زموږ ترمنځ بی اتفاقي ته لمن وهي په خلاف به یې راپورته کیږو. که مو څوک دملي ګټو مخالف وي په خلاف یې راپورته کیږو. خو بیا هم دځینو پښتنو له خولې دا خبره اورم والله داښه کارنه ده داکار تعصب ته لمن وهل دي. داکار څنګه تعصب ته لمن وهل دي؟ موږ ورته وایو هغه څوک چې ددې خاورې تابعیت ولري افغان ده خو دوي دافغان دکلمې څخه نفرت کوي او په خپل ملي هویت شرمیږي، موږ ورته وایو چې ژبه یواځي دافهام او تفهیم وسیله ده خو دوي وایې چې نه ستا ژبه دغره او دتوپک ژبه ده، موږ له دې ژبې سره حساسیت لرو، موږ ورته وایو چې خپل دردیدلي ولس ته په اخلاص کاروکړئ خودوي وایې چې زه اسوده یم ولس دې تورې خاورې وخوري، موږ ورته وایو چې دالله ج په وړاندې غوروالې په تقوا سره دې خو دوي وایې که دومره پوهیدو نو بیا مو دا کارونه نه کول، کله چې دا هرڅه وینم ایا بیا هم زه په دې هرڅه سترګې پټې کړم؟دیومسلمان، یو افغان او یو ځوان په حیث به زه دقیامت په ورځ دالله ج پروړاندې څه ځواب ورکوم؟ ځکه دالله ج پر وړاندې هرڅوک ترخپلې وسې مسئول دې او دقیامت په ورځ به دهرچاڅخه دهغه دمسئولیت په اندازه پوښتنه کیږي، زموږ همدومره له وسه پوره ده چې ستاسې دناکردو په خلاف خپل غږ پورته کړو او هغه وغندو ترڅو مو دالله ج او ولس په مقابل کې خپل مسئولیت ترسره کړي وي . په پاې کې پریکړه تاسې ته پریږدم چې متعصب څوک دی؟