په اوسنيو حالاتو کې اقتصادي ستونزوته په کتنې

یوه ورځ په یوې کلیوالې سیمې ته یو څوک راغې او ځان یې خلکو ته د زرکوسوداګر وروپیژانده او اعلان یې وکړ چې یوه زرکه په ۷۰ ډالره اخلم که هرچاڅومره زرکې راوړلې نودهرې زرکې په بدل کې به ۷۰ ډالره ورکړم، کلیوالوچې دغه خبره واوریده نو سم دلاسه یې دزرکو دنیولو لپاره خپل نژدې ځنګل ته مخه کړه او په سل ګونو زرکې یې ونیولې او سوداګرته یې راوړلې سوداګرد هرې زرکې په مقابل کې ۷۰ډالره ورکړل، ورځ په ورځ دزرکو شمیرکمیده بالاخره کلیوال دزرکو له نیولوستړي شول او نه یې غوښتل چې نورې زرکې ونیسي،په دې وخت کې سوداګربیااعلان وکړ چې دیوې زرکې قیمت ۱۰۰ ډالره شو کلیوالو ددې خبرپه اوریدوسره بیا دزرکو نیولو ته ملا وتړله اودغه لړۍ همداسې روانه وه بلاخره په دغه سیمه کې زرکې بیخې کمې شوې او په قوت او لایموت پیداکیدې کلیوال چې درزکو له نیولو بیخې پزې ته راغلي وه نور یې نه غوښتل چې زرکې ونیسي نویې خپلو کروندو ته مخه کړه.
سوداګر چې ولیدل کلیوال دزرکو له نیولو ستړي شوي نو بیایې اعلان وکړ چې دیوې زرکې قیمت ۲۰۰ ډالرشو دغه اعلان یې په داسې وخت کې وکړچې دزرکو شمیر دومره کم شوی وه چې په ډیره سختي به که کوم یو پیداشو خو بیا هم کلیوالو نه غوښتل چې زرکې ونیسي، سوداګر پوه شو چې خلکو یې په خبره چندانې سر ونه خوږاوه نو بیایې کلیوال راټول کړل او ورته یې وویل چې دیوې زرکې قیمت ۵۰۰ ډالره شو. سوداګر ددغه اعلان له کولو وروسته دښار خواته حرکت وکړ اوکاروبار یې خپل شاګرد ته پریښوده، کله چې سوداګر لاړه نو شاګردیې کلیوالوته وویل: ترڅو چې زما مالک راځي نو دغه ټولې زرکې چې په قفس کې دي دانه په ۴۰۰ ډالره درباندې وپلورم اوکله مې چې مالک راغئ نو بیرته ورباندې دانه په ۵۰۰ ډالره وپلورۍ. کلیوالو چې داخبره واوریده نو سم دلاسه یې په خپلو ټولو پیسودسوداګر له شاګردڅخه ټولې زرکې وپیرودلې او دیته انتظار ول چې څه وخت به سوداګر بیرته راګرځي ترڅو یې بیرته په سوداګر دانه په ۵۰۰ ډالره وپلوري، همغه وه چې نه بیاچا سوداګراو نه یې هم شاګرد په سترګو ولیده بالاخره کلیوال تش جیبونه له یوه نړۍ زرکو سره پاتې شول او ټوله هستي او نیستي ورڅخه سوداګر او دهغه شاګرد ویوړل.