ژباړه : عبدالحمید ظفر
زموږ په کلي کې یو لیونی اوسي چې همیش ورباندې واړه ماشومان ملنډې وهي او ځوروي یې. یوه ورځ په کوڅه کې تیرېدم ګورم چې واړه ماشومان ترې را چاپیر دي او دماشومانو دخوشحالو لو لپاره ګډیږي او ځان قواره قواره کوي. ورغلم او له لاسه مې ونیو او له ځان سره مې کورته بوته.
کله مې چې کوټې ته ننویسته نو ورڅخه مې وپوښتل:
ولې هغه ماشومان چې پر تا ملنډې وهي او تا ځوروي له ځانه نه شړې؟
موسکی شو او راته یې وویل: ولې څه لیونی شوی یم! ددې پرځای چې دالله دبندګانو په شونډو موسکا خپره کړم له ځانه یې وشړم!؟
ځواب یې ډیر حیران کړم او څو شیبې یې چورتي کړم.
بیا مې ترې وپوښتل: دژوند خوږه او ترخه خاطره دې راته ووایه؟
داوبو ډک ګیلاس یې چې په خواکې ایښی و په سرپورته کړ او لږ اوبه یې له خولې څخه په ګریوان راتوې شوې خوله یې په لستوڼي پاکه کړه او راته یې وویل: په ژوند کې ترټولو خوږه خاطره مې دپلار په شونډو موسکا وه چې دزنکدن په وخت کې یې په شونډوخپره وه، او بده خاطره مې دپلار دجسد خاوروته سپارل و، چې ټولو ورباندې ژړل.
بیامې ترې وپوښتل: چې ولې دې دژوند بدترینه خاطره داده او تاسې ولې دپلار په جسد ژړل؟
راته یې وویل: هغه څوک چې له مرګ څخه نه ویریږي او مرګ ته خاندي په هغو باید سړی وژاړي.
کله مې چې دده خبرې واوریدې نو ډیر حیران شوم او تراوسه په دې فکر کې یم چې داسړی لیونی دی او که زموږ دکلي خلک چې ده ته لیونی وايي؟
وروستي