دحرمينوهنداره (۴۹)


دحج يونليک
نهه څلوېښتمه برخه
قاضي محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com
 
 
له ښځوسره بنډارونه
 
کله چې مادوى  ته دصفا دغونډۍ ترڅنګ انتظار کاوه نو دلته هم بيروبار ډېر وو په زحمت مې دښځو په منځ کې ځاى وموند ښي خواته مې دپاخه عمر يوه تونسۍ ښځه ناسته وه،له څه شېبې وروسته مې په خبرو راوستله، داښځه ډېره ښکلې اوډېره تقوا داره، ډېره درنه او نرم خويه وه کله چې پوهه شوه چې زه افغان يم نو دافغانستان حالات يې وپوښتل،امريکايانوته يې ډېرې ښېرې وکړې او ډېر يې ورته بد وويل. زموږ تر څنګ ناستې نورې مېرمنې هم له موږسره په بنډار کې راگډې شوې، دهغوى احساسات دامريکا په اړه له دې ښځې بېل  نه وو ټولو امريکايانوته بد ويل، ښېرې يې ورته کولې ، او طالبانواو مجاهدينوته يې دعاوې کولې.
دالمغرب له يوې اوسېدونکې سره مې خبرې اوږدې شو داهم ډېره ښکلې وه ؛لهجه يې خوږه اومينه ناکه وه کله مې چې ترې واورېدل عمر يې ٥٦کاله ده نو له حيرانتيامې ټکان وخوړ ځکه چې هغه ډېره ځوانه ښکارېده،زموږ دپنځه دېرش کلنو په څېر وه  ويل يې چې شپږ او لاده لري مشر زوى يې صمد اومشره لور يې مريم نومېږي ،دشخصي ژوند او دالمغرب په اړه يې ډېر معلومات راکړل.
ترڅنګ يې په څهره کې دېته ورته،بله ښځه ښکارېده ، هغه تردې هم ښکلې وه ويل يې چې دايې خور  او ترهغې څلور کاله کشره ده ، خوهغه هم دېرش کلنه ښکارېده،له هغې سره مو هم سلام اوستړي مشي وکړه راته يې وويل چې نرسه ده.
دپاکستان دپنجاب ايالت اړوند دملتان اوسېدونکې دوه خويندې موهم څنګ ته ناستې وې،يوه يې پخه او بله يې ځوانه وه،خبرې مو اوږدې شوې ګروپي شکل يې غوره کړ زه له المغربۍ او تونسۍ سره په عربي اوله ملتانيانوسره په اردو غږېدم زما انګليسي او اردو قوي ندي خو ستونزه پرې حلوم،ددوى خبرې لومړى مايوبل ته ژباړلې خو وروسته يې شريکه ژبه انګليسي ومونده او ټول پرې غږېدو ما زيګر لمونځ مې هم له همدوى سره وکړ. تونسۍ ښځې راته خپل جاى نماز (لمونځى)راکړ. له ملتانۍ مې وپوښتل چې دسعودي هوا توده ده که د ملتان؟ ويې خندل ويل يې دواړه برابرې دي.
ځينې خلک وايي چې پنجابيان تور دي لا مل يې دا بولي چې ګوياهلته لمر تود دى بيا داخو ډېره مشهوره ده چې شمس تبريزي پرملتان لمر   راښکته کړى دى،ځکه خو ورته شمس تبريز وايي شمس په عربي کې لمر ته وايي که نه دده خپل نوم تبريز دى اوياخوبه دى دتبريز اوسېدونکى و ، داخو دفولکلور خبرې دي په سم او ناسم پسې يې نه ګرځو خو دومره وايم چې څومره ښکلاپه پنجاب کې ده  سارى به يې په نور پاکستان کې کم وي، دادوه ملتانۍ يې دښکلا ښې نمونې دي.
په   ١٣٨٩هجري لمريز  پاکستان ته د يوه رسمي سفر په ترڅ کې د  لاهورد يوه عصري هوټل( هاليډي ين ) په لفټ کې له يوې پنجابۍ ناوې سره دوه په دوه برابرشوم له لوستونکيوپه بخښنې، اوس هم چې راياده شي نو په  زړه کې مې يوه  نرۍ څړيکه  تېره شي.
زموږناخبره خلک داسې فکر کوي چې ګويا ټول پنجاب تور دى، دوى نه پوهېږي چې هلته يو نسل تور رنګ لري چې زموږ خلک ورته چواړيان وايي: دځينو سترګې تعصب ړندې کړي او تور او سپين نه پېژني ، دسره انقلاب ملګرى شاعر ښاغلى سلېمان لايق هم په همدې رنځ اخته شوى دى  هغه ته هم ټول پنجاب تور ښکاري. لايق طالبان ځکه دجومات  حراميان بللي وو چې دده په اند ((تور پنجاب يې راووست دکابل په زړه يې کېناوه.)) خو چې  اوس دې نورو، دنړۍ ٥٠کفري هيوادونه  افغانستان ته راوستي او دلته هرډول فجايع ترسره کوي نولايق ته دهغه لياقت اجازه نه ورکوي چې ددوى دعقيدې  او ايديولوژۍ  (کمونيزم) دمخالفينو او امپريالستانوپرضدکم ترکمه  غږ هم پورته کړي
باب السلام که باب بني شيبه
دذوالحجې په دريمه دشپې زموږ دشرکت اړوند ٢٤تنه نور هم له کابل څخه مکې معظمې ته را ورسېدل دوى ته د هرات په الوت کې ځاى نه ووپاتې شوى شرکت کابل ته ولېږدول ،او ورته يې ويلي چې تاسو به هلته نه ايسارېږي په بله الوتکه کې به جدې ته راځئ  آن له هغوى ډګرڅخه به هم بهر وتلوته اړتيا نه پيداکوئ خوهلته دوه ورځې ځنډېدلي وو دشرکت درئيس په وينا مې د سحر له لمانځه وړاندې د عمرې لپاره حرم ته روان کړل.
هماغه ټينګار مې چې هره برخه کې پر هغو  نورو څلورو سپين ږيرو کړى  و پر دوى مې هم وکړ،بلکې له هغوى مې پرې ډېرټينګار او لارښوونه ورته ځکه وکړه چې له دوى سره ښځې هم وې.
کله چې حرم شريف ته ورسېدلو نو دتهجدو اذان وشو پوليسو مطاف ته دننوتلو اجازه رانکړه،ځکه چې هلته د لمانځه لپاره صفونه تړل کېدل،اوطواف هم طواف کوونکى او هم نور په تکليفول،باب الصفا سره موځاى وموندهملته مو تهجد پيل کړل.
دجماعت له ادا وروسته مطاف ته ننوتلو ،ماهغوى ته وويل چې په لومړي ځل  مطاف ته دباب السلام له لارې ننوتل  سنت دي خوکه موږ هغه دروازه مو مو نو وخت راباندې تېرېږي ،اومطاف رانه ډکېږي،ځکه د حج ورځې دې بيروبار ډېردى بيا اړ يو چې ياپه دوهم پوړ اويا دريم کې طواف وکړو او هلته طواف سخت دى ځکه چې دايره يې ډېره پراخه ده،دتخمين له مخې په دوهم او دريم پوړ کې د طواف ساحه يو کيلو متر کېږي نويو طواف داسې دى لکه اوه کيلومتره مزل ،نورو ومنله خو دووتنو نه منله ،ويل يې چې هرو مروبه له باب السلام څخه ورځو، غوسه مې هم راغلله،خوچاره نه وه،دهغو نورو خبره يې هم نه منله ماويل که پرېږدم يې چې هرڅه کوي نو کوي دي يې خو وبال لري،بالاخره په پوښتنوموباب السلام وموند په دوى کې يوتن  ليک لوستلى شو کله چې دننه ورننوتلونو يوځل يې ماته مخ راواړوه،چې ته خوله موږسره چل کوې،داخوباب السلام ندى،پردې دروازه خوباب بني شيبه ليکل شوي ماورته وويل چې همداباب السلام دى خو دوه نومه  لري، هغه نه منله بالاخره له لاسه مې ونيوه نږدې پوليس ته مې  وروست،له هغې مې ده همده په مخ کې وپوښتل چې ايا همدا باب السلام ندى، هغه هم وويل هو همدادى همدې  باب بنى  شيبه ته يې لاس ونيوه،دوه ځله يې وويل باب السلام باب السلام، له دې وروسته يې ومنله مطاف ته ښکته شو طواف مو پيل کړ،له دومره ټينګار اوسپارښتنې سره سره ټول رانه ورک او يو يو شول ، له ډېر لټون او ستړياوروسته مې دوه تنه  نارينه چې ښځې يې هم ورسره وې، وموندل او عمارې ته مې راوستل نور ټول رانه ورک شول.