دحرمينوهنداره (۴۸)

دحج يونليک
اته څلوېښتمه برخه
قاضي محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com
 دسېلاب داوبوچاره
څنګه چې دمکې مکرمې شاوخوا غرونه دي، او مکه په کښته ناوه کې پرته ده ، نو سېلونو،په تېره د جنوبي لوري څخه راتلونکيو برساتي طوفانونو په کراتو کراتو کعبې شريفې ،مسجدالحرام او دمکې ښارته درانه تاوانونه اړولي دي ، که څه هم په بېلو بېلو مهالونوکې دسېلاب دمخنيوي لپاره اسلامي مشرانو او واکمنو بندونه جوړ کړي او نور ډول ډول کارونه يې تر سره کړي وو ، خو بيا هم کعبه او مسجدالحرام له دې افته خوندي نه وه ،لکه چې دمکې ددغو سېلونو او دهغو دمالي او ځاني درنو تاوانونو په هکله په تاريخونوکې په تفصيل سره خبرې شوې دي ،موږدلته ددې مطلب د ډېر اوږدوالي له وېرې پر هغو ټولو تر خبرو کولو تېرېږو او يواځې د وروستي ډېر تاواني سېل په هکله خبرې کوو.
د ١٣٨٨س کال د ميانې د مياشتې په څلورمه چې د ١٩٦٩ع کال د جنورۍ د (٢٢٩م )سره سمون خوري ،په مکه معظمه کې تر دوه ،دوه نيموساعتوپورې داسې په شرپې اورښت وشو چې دمسجدالحرام غولى د سېل له اوبو داسې ډک شو چې هلته بند حاجيان يې په ځانګړيو بېړيوکې ترې راوايستل،(٤٥)ساعته په حرم کې اوبه ولاړې وې (٥٣)ساعته په کعبه معظمه باندې طواف ونه شو ، دمسجدالحرام هغه المارۍ چې قرانونه پکې ايښودل شوي وه اوبو پرسر واخستې،چې دقرانونو پاڼې د بېړيو په ذريعه ترېنه راووېستل شوې، د کعبې شريفې ديوالونه نژدې درې متره پنځه شپېته سانتي په اوبوکې ډوب ول، دمطاف د مرمر ډبرې اوبو وکښلې او دمکې د ښار په ځينو برخوکې دغه اوبه د کورونوتر لومړي پوړ پورې ورسېدې.
دميانې پرشپږمه د جمعې ترلمانځه وروسته خلکو وکړاى شول چې بېرته طواف پيل کړي ،خو دغه مهال هم په مطاف کې تر بجلکو پورې اوبه ولاړې وې دزمزم څاه تر يوې مياشتې پورې بنده وه، اوپه دغه کال حاجيانو د زمزم اوبه خپل  وطن ته يونه وړاى شوې .
خداى ته معلومه ده چې دحرم شريف په زير زمينيوکې چې خلک بند پاته شوي وه ، څونه به مړه شوي وي ،دحرم په شاوخواکې دساعتونو او نورو لوړبېوشيانو دکانونه وو ،هغه ټول وران وېجاړ شول،پرسړکونو باندې موټر،تجير ان او نور سامانونه ټول ،اوبويوړل،او وران وېجاړ يې کړل،لنډه داچې پر بې شمېره وګړيوسربېره په کروړونو شته يې له منځه ولاړل، سعودي حکومت دسېل داوبودچارې اودهغه دضررونو دمخنيو لپاره دمسجدالحرام دسعودي پراختيا،دکار په لړ کې په ١٣٩٨س کال د٧٠کروړو ريالوپه لګښت يوه ستره پروژه تر لاس لاندې ونيوله ،اودسېل داوبو ددترځمکې لاندې تېرولو دنوې شبکې په جوړولوسره دسېلاب اودهغه ضرر دتېرو مهالونو کيسه جوړه شوه، دسېلابي اوبودترځمکې لاندې تېرولو دغه ؛شبکه ددرنو نورولاروچارو ،دپلي کولو په ذريعه ډېره ښه اوبنسټيزه بشپړه شو ه اودسېل اوبوته يې دحرم په شاوخوا ترځمکې لاندې په دريو سوپواېستلوسره لاره ورکړل شوه.
 
 
ايرکنډېشن
دمکې مکرمې ډېرې شديدې ګرمۍ به تل حاجيان ځورول ، له دې امله خادم الحرمين الشريفين ملک فهد لارښوونه وکړه چې په مسجدالحرام کې د ايرکنډېشن نظام (سېستم)نصب شي، څودهغه هواسړه شي،داسېستم چې دنړۍ ترټولوښه هواسړوونکى دى،درې نيم کيلومتره لېرې په يوه شپږپوړيزه ودانۍ کې واقع دى ،له دغې ودانۍ څخه دځانګړيو پايپونو په وسيله، (٣٨٥٠٠)ټنه يخه هوا دسړوونکيو وسايلو له لارې مسجدالحرام ته ،لېږدول کېږي ،په دې ډول چې سړه هوا،ددغه جومات دستونونو له پورتنۍ برخې څخه راوځي ،اوتوده هوا ددغو ستونونو دلاندې خواڅخه دهواکش کوونکيو وسايلو په ذريعه دمسجد بهر ته وځي.
 
دمسجدالحرام دروازې
لومړني مسجدالحرام نه دېوالونه درلودل،نه دروازې،بياچې حضرت عمر او حضرت عثمان رضي الله عنهما مسجدالحرام پراخ کړ،او دېوالونه يې پرې راوګرځول هم يې دروازې نه درلودې ،خوکله چې خليفه ابوجعفردمسجدالحرام دتوسيع او تعمير خدمت ترسره کړ هغه ته يې بېلې بېلې دروازې ورکړې،اومختلف نومونه يې پرې کېښودل،لومړى مورخ چې موږته دمسجدالحرام ددروازو معلومات راکوي،امام ازرقي رح دى،دهغه پرمهال ددرېمي لېږديزې هجري پېړۍ په لومړيوکې مسجدالحرام درويشت دروازې درلودې،بياڅنګه چې دهغه په ارشو او ودانۍ کې دځينو واکمنو لخوا بدلون راته ،طبعاً يې ددروازو په شمېر اونومونوکې هم بدلون راته،له دې امله دمقدسي ، ناصرخسروبلخي ابن بطوطه او ځينو نوروپه وختوکې کوم چې په خپلو يونليکونو او اثاروکې ددغو دروازو يادونه کړېده،شمېريې نولس وبيا وروسته تر دې چې مسجدالحرام کې ،دمصر ،شام ،يمن اوترکيې،واکمنو لخوا ادلون بدلون راغى ، دهغه دروازو په شمېرلوکې هم بدلونونه راغلل،او شمېره يې پنځه ويشتوته ورسېده، بيا دملک سعود پر مهال دلومړي سعودي توسيع  او ودانۍ په پايله کې ،دمسجدالحرام دلويواوکوچينو دروازو شمېر يو پنځوسوته جګ شو،خوکله چې دملک فهد پر مهال دنوې ټکنالوجۍ پربنسټ په مسجدالحرام کې نوې پراختيا راغله،هغه لومړي پوړ او چت ته پرمدخلونو او پر ساده او برېښنايي زينو سربېره يواځې بهر ته دڅلوروسترو دروازو، څلور پنځوسوفرعي دروازو،او دزېرخانو او لومړي پوړ ترمنځ دشپږو دروازو درلودونکى شو،په دغو دروازوکې باب بني شېبه ډېره مشهوره وه، چې باب السلام هم ورته وايي،دڅلورومذهبوپه نزد له هر لوري چې څوک مسجدالحرام ته ورسېږي مستحب داده ،چې له دغې دروازې څخه دکعبې دتعظيم په خاطر مخامخ ور ننوځي،پخواباب بني شېبه مقام ابراهيم ته نږدې وه،اولومړى دمسجدالحرام حد دغه ځاى وو،په هداية السالک کې وايي ،چې درسول ص پرمهال دلته دروازه نه وه،خوهغه به له دغې لارې مسجدالحرام ته ننوته، په ١٦٤ ه س کال کې خليفه مهدي عباسي دحرم ددويمې پراختياپه وخت دلته ،دروازه جوړه کړه او يوه ستره مناره يې هم پرې ودانه کړه ،دسلطان سليم اوسلطان مراد نوې ودانۍ کۍ ددغې دروازې په مقابل کې يوه ستره دروازه په دغه نامه جوړه شوه،دادروازه دومره پخه اوټينګه وه چې دپېړيو په تېرېدوسره يې هم ترميم ته ضرورت پيدانشو،دمخکينيو،پراختياووله امله،دغه دروازه بيخي دمسجدالحرام په غولي کې پاتې شوه،بيا دملک سعودلخوا دمطاف دپراخولو پرمهال هغه د١٣٨٧ ه س کال دخداى تعالى دمياشتې په ١١مه يوه وړه اودهغې پرځاى دنښې په توګه پر فرش دتورو ډبرو پټۍ جوړه کړه،خوپه ١٤٠٠س کال دمطاف دبياپراختيا پرمهال دغه پټۍ هم ايسته کړل شوه،چې داکار دځينو کسانو داعتراص وړ هم وګرځېد. علامه قاسي چې په شفاء الغرام کې دباب بني شېبه له لارې مسجدته دننوتلو داستحباب کوم روايتونه نقل کړيدي ،دهغو په هکله وايي،چې په دغوروايتونوکې مراد له باب بني شېبه څخه ددغې دروازې لورى دى نه پخپله دغه دروازه ځکه دغه دروازه خوپخپله دمهدي په وخت کې جوړه شوه،خوبياهم که څوک غواړي چې بيخي ددغې دروازې په لاره مسجدالحرام ته ننوځي نودباب السلام اوسنۍ دروازه بيخي ددغې دروازې پر برابر ه ده که حاجيان له دغې دروازې جومات ته ننوځي او مخامخ دبيت الله په لوري ورشي،دپخواني باب بني شېبه څخه به تېرشوي وي.
 دمسجدالحرام منارې
امام ازرقي رحمة الله عليه، په خپل کتاب اخبار مکه کې چې ددريمې لېږديزې پېړۍ په لومړيوکې يې ليکلى دى وايي چې حرم څلور منارې لري دعلامه قاسي(٧٧٥_٨٣٢س)په وختوکې دحرم پنځه منارې وې،خوعلامه قطب الدين (په  ٩٨٨ کې مړ  ) داوومنارو يادونه کوي، تر ټولو لومړۍ مناره په ١٣٠س کال خليفه ابو جعفر د مسجدالحرام پرباب العمره باندې ودانه کړه،نورې منارې په بېلو بېلو وختونوکې دمختلفو اشخاصو لخوا جوړې شوې، چې ځينې يې بيا نړېدلي او بيا جوړې شوي دي دغه راز دمسجدالحرام د ودانۍ په بدلون او پراختيا کې هم ددغو منارو په شمېر کې لږ والى او ډېروالى راغلى دى.
په هر صورت مسجدالحرام تر١٣٧٤س کال پورې اوه منارې درلودې ،دغه منارې دسعودي لومړنۍ پراختيا پرمهال ړنګې شوې اوپر ځاى يې اوه نوې منارې ټولې په يوه بڼه جوړې شوې، بيا دسعودي ددوهمې پراختيا پرمهال دوې نورې منارې هم کټ مټ په هماغه بڼه جوړې شوې چې په دې حساب دحرم داوسنيو منارو شمېر(٩)ته رسېږي چې ټولې نهه اتيا متره جګوالى لري دغه منارې دوې دملک عبدالعزيز پر دروازه،دوې دعمرې پردروازه،دوې دملک فهد پردروازه، دوې پرباب السلام او يوه دصفاپرغره جوړې شوې دي.))
دتاريخ مکه مکرمه ليکوال ډاکتر محمدالياس عبدالغني دفهد له وروستۍ پراختيا وروسته دحرم ، ځمکتلي او دلومړي او دوهم پوړمساحت( ٢٧٨٠٠٠)متره مربع او له حويلۍ سره دحرم ټول مساحت (٣٦٦٠٠٠) متره مربع ښيي چې په عادي وخت کې پکې (٩١٤٠٠٠) تنه او دبيروبار په وخت کې پکې يوميليون تنه ځاييږي . خو دامعلومات ځکه دقيق نه ښکاري چې همداسږکال دځينو په وينا رسمي او نارسمي شاوخوا شپږ ميليونه تنه او دځينو په وينا څلورنيم ميليونه تنه حاجيان و نو که يوميليون ترې په مسجد او غولي کې ځاى شي نوآيا داپاتې کسان پرسړکونو ځاييږي ؟.
دبادغيسي درې شوطه طواف
 
ددوشنبې په ورځ دذوالحجې په دوهمه له غرمې مخکې حرم ته روان وم ،سيدنصير دعمارې په مخ کې په دوکان کې ناست وو پر مايې غږ کړ،(استاد جان کجاميرى)ماورته وويل چې حرم شريف ته روان يم ،ويې ويل چې ته خوتيار روان يې دلته زموږ څوتنه حاجيان نوي راغلي دي ،عمره يې نه ده کړې،که ته ورسره مرسته وکړې ثواب به دې وشي،ماورته وويل ولې نه ،ورته غږ کړه،زه يې له ځان سره بيايم،هغه هم څلور تنه بادغيسي سپين ږيري له خونو را ووېستل ورته يې وويل چې دا استاد به درسره مرسته وکړي، اوعمره به اداکړئ،دوى احرام هم سم نه ووتړلى ټينګار يې داو  چې د حرم دزيارت پرمهال يې  حرم ته ددرناوي  په موخه که له احرام سره پګړۍ نه وي نو خولۍ خويې بايد هرو مرو پرسر وي،ماورته داحرام په حالت کې دسرپټولو فقهي حکم واوراوه،خو ددوى دليل داوو چې څنګه به دخداى کورته لوڅ سر ورځي،په داسې حال کې چې ددوى په آند په لوڅ سر لمونځ له سره کېږي نه.
په ډېر ټينګار او ستونزومې دوى قانع کړل چې له پګړۍ اوخولۍ تېر شي کله چې حرم ته روان شو نو پرلار مې دوى ته وويل چې په حرم کې بيروبار ډېر وي ،حرم ډېر پراخ دى اوڅو دروازې لري بايد ډېر پام وکړي چې له خپل ملګري بېل نشي،پر لاره مې څو څو ځايه وروښودل چې نښه يې کړي،اوخپله لار اوعماره پيداکړي،زموږ پر لار غټه نښه دابن لادن مسجد و چې زموږ عمارې ته نږدې او ډېر مشهور و،پر دې مې هم پوه کړل چې ستاسو په لاس کې پردې تسمې ستاسوپوره شهرت او دعمارې (استوګنځى)ادرس ليکل شوى اوپر غاړه ځوړند کار ت کې مو هم ستاسو او ستاسوداستوګنځي او اړوند ګروپ اوشرکت نوم او پته شته چې که نادرکه شوئ نو له خلکو مرسته غوښتلى شئ،حرم ته چې ورسېدو نو عمارې ته تللى سړک مې ورته په نښه کړ زموږ عمارې ته پر تلونکي سړک  ډېر ې روښانه اوسترې نښې  وې  دحرم له سالون څخه به چې سهيل ختيځ ته ووتلې نو يو سړک ترمنځه و دپول په پيل کې دابن لادن شرکت څو لوړ پوړيزې ودانۍ پيل کړې وې ددې ،ودانيومخ ته دسړک پرسر يوډېره لويه د اعلاناتو لوحه وه چې سارى يې نه ليدل کېده، او ترپايه هماغه يواعلان هم پرې خپرېده ،داڅومتريزه لوحه شپه اوورځ روښآنه وه ،زموږ ډېرو حاجيانوهماغه  نښه کړې وه.
په حرم کې مې هم دروازې ور وښودې ،دحرم لوى ساعت دساعت کوچني برجونه ټول مې ورته وښودل،دبېلېدلوپه صورت کې د بيا يوځاى کېدلو ځاى مې ور وښود،دطواف ضروري مسايل او داچې پر دوى په لومړيو درې شوطو(دورو)کې سعې او رمل ده او اوه ځله به  له حرم څخه تا وېږي ټول مې  وروښودل ،څه کم يوولس بجې طواف ته مطاف ته ورښکته شو،ورته مې وويل چې پر يوبل لاسونه کېږدي او زما اوږه هم ونيسي،چې له يوبل څخه بېل نه شو،په مطاف کې د بېلېدو په صورت کې مې با ب الصفا ورته وښوده چې له طواف وروسته به دلته رايوځاى کېږو،طواف موپيل کړ،بيروبار ډېر زيات وو زه مخکې اودا څلور واړه سپين ږيري چې نورالدين ،عبدالقدوس،ميراجان اوعبدالله جان نومېدل راپسې وو،يوتن يې زماپر اوږه او نورو يې يودبل پر اوږو لاسونه ايښي وو هره شېبه مې ورته کتل پردوى سعې او رمل لازم وو خو دمنډې امکان بيخي نه وو ځکه چې بيروبار ډېر وو خو ورته مې وويل چې اوږې  مو پورته پورته اچوئ خو ډېر وخت به داکار هم ترې هېر شو،دوى سپين ږيري هم وو او بيروبار هم ډېر وو نوځکه به يو شوط ډېر وخت نيوه ،اوله سړي به رمل هم هېر شو.
کله چې زموږ درې شوطه(دورې)پوره شوې نو عبدالله جان مخ راواړوه، راته يې وويل ځه چې ووځو زه نور ستړى شوم نور طواف نه شم کولاى ،ماورته وويل چې طواف خو دادى چې اوه ځله له دې کوټې (بيت الله )تاو شو اوس خو زموږ څلور دورې پاتې دي،نوڅنګه ووځو؟
ده اصرار کاوه چې نه نور بس دى نور مې له لاسه نه کېږي، ماورته وويل چې که ستړى يې ځه غاړې ته ووځه زمزم وڅښه او دمه دې هم جوړه کړه او بېرته راشه طواف پيل کړه خو دده همداخبره وه چې نور بس دى،په ډېر ټينګار مې چمتوکړ چې طواف پوره کړى .
له طواف وروسته مو زمزم وڅښل اودوه رکعته لمونځ مو وکړ.
کله چې څوک طواف کوي نو د ډېرې ګرمۍ له کبله يې بدن خولې خولې وي،په بيروبار کې چې معمولاً دحج په ورځوکې ډېر وي په مطاف (دبيت الله غولى چې مقام ابراهيم او حطيم هم پکې دي)کې طواف هغه د چاخبره دمېږي پر پښوتلل دي، په يوه طواف کې به دې شل ځله پښه د نورو تر پښو لاندې کېږي او د شل نورو قدم به ستا تر قدم لاندې راځي،نر اوښځې به يو په بل پورې داسې نښتي وي ته به وايي چې دواړه يې له يوبل سره سنجاق کړي دي،ډېرې ښځې او انجونې پکې بې سيرته شي ،که څوک هر څومره ځان وساتي خوبياهم هرو مروبه له انجونوسره لګېږي کله خوپه ټېل کې يوپر بل ورولوېږي آن ښځې تر پښولاندې شي، له طواف وروسته چې د انسان سخته ګرمي پکې شوې وي اوښه ستړى شوى هم وي نو يخ زمزم هغه هم په مړه خېټه ډېر زيات خوندکوي،زمزم اوبه ډېرې خوږې او خوندورې دي دومره خوند ما په بل يو مشروب کې هم ندى ليدلى  ماخوبه چې هرڅومره ډېرې وڅښلې نو خېټه مې پرې  نه پړسېدله ډېر وخت به يې دډوډۍ کار هم کاوه،زمزم به مې تنده او لوږه دواړه خړوبول ماته به په حرم شريف کې دابيت راپه زړه شو:
ساقي ټوله ميکده دې ترې قربان شه
پښتنه چې لاس راتاوکړي له منګي نه
مابه ويل چې ددنيا ټول شراب او ډول ډول مشروبات دې  د زمزم له يوه ګيلاس نه ځار شي،داددين تر اغېزې لاندې ديني جذباتي دعوه نده ،په رښتيا له زمزم څخه مو ډېر خونداخست،دزمزم په اړه به په تفصيل سره وروسته بحث وکړو.
له طواف وروسته د ماسپښين د لمانځه وخت شو ،باب الصفا ته مو نږدې ځاى پيداکړ او لمونځ مو په جماعت اداکړ کله چې له بادغيسي سپين ږيرو سره زموږطواف اولمونځ پاى ته ورسېد نو ورته مې وويل چې تاسو د صفا اومروه تر منځ سعې وکړئ او زه به درته کېنم ځکه چې پر ما سعې نشته ده ،خوباور مې نه وو چې  په نظري تشريحاتو دې دوى پوه کړل شم،نو لازمه مې وگڼله چې يوځل ورسره په عملي توګه د صفا اومروه تر منځ سعې وکړم ، او په عملي توګه يې ښه وپوهوم،صفاته مې وخېژول مخامخ بيت الله ته مې ودرول دُعا مو وکړه،مروه ته روان شو،دشنو راډونو ترمنځ مومنډه وکړه مروې ته مې چې ورسول ورته ومې ويل اوس ستاسو يو ځل شوط پوره شو،په مروه مو هم دُعا وکړه بېرته صفاته را روان شو ،دشنو راډونو په منځ کې مومنډه وکړه کله چې صفاته ورسېدو نو ورته مې وويل چې ستاسودوه ځله يا دوه شوطه پوره شول، اوس درته پنځه نور پاتې دي تاسې خپله سعې وکړئ اوزه به درته دلته کېنم، زه دصفا بېخ کې په مسعى (دسعې په ځاى )کې په مرمرين ديوال کېناستم او دوى خپله سعې پيل کړه،دوه درې ځله مې يويو وليدل،چې سعې يې کوله خو نور رانه ورک شول، ټول سعي کوونکى زماله نظره تېرېدل ځکه چې  په لاره کې يې ناست وم زه هملته منتظر يم چې اوس به راځي اوس به راځي خو درک يې ونه لګېد، وارخطاشوم،ماويل لکه چې لاره يې ورکه کړه   زه هلته له څو ښځو سره برابر شوم چې ښه بنډار مو وکړ وروسته ددې بنډار تفصيل ته ورځو.
زه لا هملته منتظر وم چې مازيګر شو،خو ددوى درک نه لګېږي وارخطا شوم دمازيګر جمعې ته صفونه برابر شول سعې بنده شوه،بياهم نه ښکاري،جماعت ودرېد، خو بياهم ددوى درک نشته،له لمانځه وروسته  هغه ځاى ته ورغللم چې دورکېدلو په صورت کې مو د بياموندلولپاره نښه کړى وو هلته هم نه وو لږ ورته هلته  هم تم شوم خو راښکاره نه شول،بېرته سعې ته راغللم،اوهملته ورته کېناستم،دماښام تيارې راغلې خو دوى رانه غلل،ډېر خفه شوم ماويل دانابلده او نالوستي سپين ږيري به کومې خواته تللي وي،دماښام لمانځه له اداکولووروسته مې غوښتل چې تر ماسخوتن پورې په حرم کې پاتې شم اوطواف وکړم، خو دوى ته مې اندېښنه ډېره وه عمارې ته روان شوم په بېړه لاړم هلته مې ددوى خونه ومونده ګورم چې څلور واړه هملته دي خوښ هم شوم او غوسه هم راغلله  يوه يې لا حلق (سرخرېيل)نه وکړى  او جامې يې اغوستې وې نور يې لاهم احرام کې وو.