
پرون هم ګرمی د تیرو ورځو په شان د اسمان سره خبری کولی خو په اسمان کښی ځائ پر ځائ د وریځو غونډوسکی ګرځیدل لمر به د یوی وریځی تر شاه پټ او کله څرګند شوو. لکه یوه حسینه لیله چی خپل مخ له ډیره نازه کله سالو کښی پټ او کله څرګند کړی خو د معمول مطابق هر کس د خپل کار په لور وو. زه هم د څه کار له پاره د کوره وتی وم. د یو څه مزل روسته د ګرمئ احساس می وکړو او د یو سیوری لاندی د لږ ساعت لپاره اودریدم چی ګورم یو ښه صحتمند ، قواره دار او د یو ښه شخصیت لرونکی شخص په تیز لمر د شین اسمان لاندی ولاړ دی. او د ځان سره کله په قار قار خبری شروع کړی او کله داسی په قهقه قهقه اوخاندی لکه څوک چی پری د وړوکی اختر زیری اوکړی، زه د خپل عادت څخه مجبور شوم او د حالاتو معلومولو لپاره می خپل قدمونه د دغه شخص په لور پورته کړه د څو قدمونو پورته کولو نه روسته می د دغه شخص خبری تر غوږو صفا صفا رارسیدلی. چی کله په خندا شی او کله په ژړه شی کله د غټو غټو فلیسوفانو په شان وړاندیزونه وړاندی کوی او کله د یو روحی ناروغه په شان د خدائ توب دعوی شروع کړی او کله د خلکو خیرخوا جوړ شی او کله یی په پرهارونو مالګه شیندونکی او کله د ټولی دنیا سره سر جنګونه شروع کړی خو کله کله د ډیری بی وسئ نه یی د سترګو نه د اوښکو سیلاب راون شی. تر ډیره وخت ولاړ اوم خو د قندهاریانو خبره سر می پری خلاص نه شوو چی دا کوم قسم خوی لرونکی شخص دی او له په دی سوچ او فکر کښی اوم چی دی کس حالات معلوم کړم دی کښی یو نږدی ملګری چی په لاره تیریده چی اواز یی راباندی وکړه ثاقب صیب څه په خیالونو او سوچونو کښی غرق یی رازه تری دغه شخص ګرمئ وهلی هسی اوتی بوتی وایی. زه هم داسی خپه کشلی تری راون شوم خو ددغه کس په فکر کښی اوم چی ماته دی وخت کښی د خپل خوږ مشر حامد کرزئ صیب خبری رایادی شوی چی کټ مټ د دی ګرمئ وهلی کس په شان دی چی هغه هم کله کله هم دومره په قار شی چی ټولی دنیا سره سر جنګونه شروع کړی او اخطار ورکوی چی ځانونه سم کړی او داسی په وینا سر شی . که خاریجیان د افغانانو بی ګنا مړینه بنده نه کړی نو دوئ ته به ډیره ګرانه تمامه شی او ډیر زر به دوئ سره احتساب وکړی شی او افغانانو مړینه کښی ښکیل خاریجیان به محکمه او د عدالت منګولو کښی به ور کړی شی او په کلکه خاریجیانو ته وایو چی د افغانانو کورونه تلاشی کولو نه دی لاس واخلی او د افغانانو عزت او اناناتو خیل دی وساتل شی او د اسلام سپکاوی څخه دی لاس واخلی او که دغه کارونو څخه منع نه شی نو مونږ هیڅ یو خاریجی ته افغانستان کښی ضرورت نه لرو زمونږ حفاظتی قواوی کولی شی چی د افغانستان او د افغانانو څخه دفاع او ساتنه وکړی. او کله ګاونډیانو ته سترګی برندی کړی او په تیزه لهجه وایی ګاونډیان دی د تروریستانو او د هشتګردو ځالی ختمی کړی او د هغوئ پر خلاف دی پراخه عملیات پیل کړی او زمونږ د سکولونو، جوماتونو، روغتونونو او د سرکونو د ورانولو نه دی لاس واخلی او مونږ دوئ ته خبر ورکوو که دوئ افغانستان کښی خپلی لاس وهنی بندی نه کړی نو دوئ به هم په قراره پاتی نه شی او دغه اور لمبی به ددوئ تر کوره ورسیږی ځکه افغانان اوس ویښ شوی نو دوئ به هیڅ کله خپل دښمن په قراره پرینږدی او ټول طالب مشران په ګاونډی ملکونو کښی پټ ځایونه لری او د هغه ځایونو نه افغانستان کښی خپل شوم کارونه ترسره کوی او هیڅ یو طالب افغانستان کښی نشته. او کله د افغانستان هغه وکیلانو او والیانو صاحبانو ته غاښونه په چیچو شی او وایی هغه والیان او وکیلان چی په مختلفو فساداتو کښی لاس لری ډیر زر به افشاء کړی شی او د قانون منګولو ته به وسپارل شی او هر هغه څوک چی افغانستان کښی قومی، ژبنی او مذهبی تعصباتو ته لمنی وهی د معاف کولو قابل نه دی او خامخا به ورته سخته سزا ورکړی شی که هغه عطاء محمدنور وی او که عبدالله عبدالله وی. د دی وړاندیزونو وروسته کرزی لالا تر یو وخت غلی شی چی خاریجیان او ګاونډی او دننه افغانستان کښی ناست مشران ورله د ګوړی یخ شربت ورکړی او دماغ ورله یخ کړی نو په خندا شی او په خبرو شروع وکړی. خاریجیان چی په ودونو ، جنازو او په کورنو حملی کوی او یا د کورونو تلاشی کوی او د افغانانو عزت سره لوبی کوی دغه ټول کارونه د قانون له مخی کوی ځکه دغه ودونو او جنازو کښی افغانان نه بلکی ورنکری او دهشتګر راټولیږی او دغه کورونو نه په خاریجیانو حملی کوی نو خاریجیان دغسی ځایونو کښی د کاروایی حق لری او د خاریجیانو دغه کارویانی ستایو او هیڅ یو خاریجی افغانستان کښی نه شی محاکمه کیدی ځکه عبدالله صیب ورسره دغه منلی. او بیا ګاونډیانو طرف ته متوجی شی او په نواز شریف صیب باندی غږ کوی مونږ ستاسو سره همغږی یو او پاکستان کښي په تروریستانو ډرون حملی غیر قانونی دی او مونږ یی هم تردید کوو او پاکستان کښی هیڅ قسم تروریستانو پټ ځایونه نشته او دطلب مشران په افغانستان کښی موجود دی او مولوی فضل الله په کونړ ولایت کښی میشت دی. او بیا په کشمشی موسکه سره خپل خوله د افغانستان د وکیلانو ، والیانو او نور مشرانو په صفت خلاص کړی. مونږ د عطاء محمد نور غوښتنی په چوپ خولو منلو ته تیار یو او دا د هر افغان حق دی که هغه ځان افغان حسابوی او که افغانیت څخه انکار کوی هر کس حق لری چی د قومیت په نوم د مذهب په نوم د ایران په اشاره او یا د نورو ګاونډیانو په اشاره خپل خلک د نورو افغانانو په خلاف راوپاروی او افغانان تل د بی اتفاقئ لوری ته بوځی دی ته مونږ تعصب نشوه ویلی دا خپلی ژبی او قوم ته خدمت کول دی او د عبیدالله صاحب څخه مننه ادا کوو چی هغوئ په کانکور ازموینه کښی د خپلو خلکو حق ادا کړه او ټول هزاره یی لوړو پوهنځو ته کامیاب کړه او د اجتماعی عولومو د پوهنځی څخه د پښتون استاذانو کور ته لیږل او د هزاره محصیلینو ناسمو غوښتنی منل ستایو . د کرزی صاحب پوښتون ضد سیاست چی ډیر خلک دا فکر او سوچ کوی کرزی صاحب ډیر لوئ سیاست مدار دی خو زمه سر پری اوس خلاص شوو کرزی لالا سیاست مدار نه بلکی کرزی لالا هم ګرمئ وهلی!!!
لیکونکی : عنایت الرحمن ثاقب
تاریخ:۲۳/۰۶/۲۰۱۳