
کونړ د موقعیت له مخی پاکستان د باجوړ او د مهمندو د ایجینسی سره یو
اوږد غرانی د ډیورنډ کرښه لری. چی تل دادغه غرنی کرښی له وجی د ډیرو ناورینو
اوناوړه پیښو سره مخ کړی دی. کله کله خو د پاکستان منافق حکومت د ګاونډیتوب حق
اداکولو لپاره د کونړ خلکو ته د مزائلو، راکټونو او د توپونو توحفی وخت په وخت
وړندی کړی چی زمونږ ډیر افغانان پکښی شهیدان کړی شوی. او کله د اسلام په نامه ځینو
وسله والو ډالو د کونړ غیرتمند او اسلام پاله شهزادګان د افغانستان او افغانانو ته
د خدمت کولو په جرم پری د کفر ټاپی لګول شوی او بیا دادغه اسلام ټیکدارنو د الله ج په لار کښي حلال کړی او یا یی پری خپل
زنګ وهلو ټوپکو شپیلئ صافی کړی. دادومره ظلمونه سره سره بیا هم د کونړ په وطن مین
خلکو باندی چا ټاټر یخ شوی نه دی او په قراره یی پریخودی نه دی او وخت په وخت پری
افغانستان او افغانانو ته د خدمت کولو په نوم راغلو سپین سترګو میلمنو هم خپل د
ظلمونو کوشش کړی. او په سلګونو کونړیان بچیان یی یتیمان کړی، په سلګونو مورګانی یی
بوری کړی او په سلګونو زمونږ خورګانی یی کونډی کړی. دغسی یو زړه بګنوونکی پیښه تیره
ورځ د کونړ شیګل اولسوالئ کښی مینځ ته راغلی چی د امریکایانو د بمبارئ او د افغانی
عسکرو د مخامخ ډازو له خو په لسګونو ماشومان شهیدان په لاسګونو میندی کونډی او په
لاسګونو پلارن مو شهیدان کړی شول. چی ویل کیږی د یو کور نه پکښی ۱۵ تنه شهیدان کړی
شوی. چی په دغه نه معاف کیدونکی پیښی د کونړ او ټول افغانستان هغه با احساسه او با
ضمیره افغانان زړونه ودردول او سترګی یی د اوښکو په تویدلو مجبوره کړی شوی. او
امریکایانو دغه کونړیان ماشومان او ښځی او عام خلک د تروریستانو په نوم سره یاد کړل چی مونږ په
کونړ کښی دومره تروریستان او وژل او دومره مو زخمی کړل. د افسوس ځائ دی چی د
افغانستان بی غیرته او لاڅپوڅی حکومت له تر اوسه کوم دسی اقدام نه دی پورته کړی چی
د کونړ د غم لاړلی اولس زړونه تر یو حده په قرار شی خو هغوئ به څه اقدام وخلی هلته
خو هغه افغانان ناست دی چی هغوئی ضمیرونه د هغوئی افغانیات د هغوئی اسلام ختم کړی
شوی او یا د هغه کسانو په لاس کښی واک دی چی هغوئی هم پښتانه خواروزار لیدل غواړی
او تل یی د پښتانو سره خپله دښمانی په هر ډګر کښي ښکاره کړی او ښکاره کوی یی. خو
چی هر طرف ته نظر کړی نو هر طرفته به تاته د پښتون دښمان په نظر درشی که هغه د
ګاونډی ملکونو په شکل یا د اسلامی وسله والو او یا دننه په حکومت کښي ځنی اشخاصو
او یا د راغلو میلمنو په شکل دی. د هر طرفه پښتون ټکول کیږی او زوریږی نو په دسی
حالاتو کښي چی ټول دنیا سره زمونږه دښمانه ده نو بیا ولی مونږ سره خپله نه یو کیږو
چی په خپله د خپلی سیمی او د خپلو خلکو، خپلی مور، خپل بچی او د خپل ناموس څخه
دفاع او ساتنه وکړو. راځئ پښتانو چی نور سره تربګانئ او تربورولی پریږدو. نور د
پردیو په اشارو ناڅه او د پردیو په قدمونو تلل پریږدو او یو بل ته د وروروالئ
لاسونه او یو بل سره غاړه غاړئ شوو او د خپل شریک دښمان مقابله په شریکه او یو
اتفاق سره وکړو. او خپلو راتلوونکی نسل ته دا پیغور پرینږدو چی هغوئ بیا زمونږ د
تاریخ په لیدلو خپلی سترګی او په اوریدلو خپل غوږونه پټوی. او د سوچ فکر کوی چی
زمونږ نیکونه او پلارونه هغه خلکو دومره کمزوری کړل او دموره ظلمونه یی په کړی چی
یو وخت زمونږ د نیکونو غلامان او زمونږ نیکونو به پری حکومتونه کول.
لیکوونکی :- عنایت الرحمن ثاقب
تاریخ:- ۸/۴/۲۰۱۳