
د تیرو ورځو په شان نن سهارناشته می د ورځپاڼو کتلوسره یو شریکه وکړه د
ورځپاڼی په لیدلو سره می سترګی غټو ټکو لیکل شوی سرلیکنی ته شوی چی لیکلی یی وو.
کابل او قندهار
لویه لار په اولسی موټر بمی چاودنه او ۲۰۱۴ کال کښي د امریکایانو د وتلو دړکه!
که مونږ
پورتنئ لیکنی ته لږ په ارام او سړو دماغو سوچ اوکړو نو مونږ ته به ښکاره شی چی
دغه سرلیکنه دوه معکوسې معناوې ورکوی.
۱- په اولسی موټر
چاودنه! چی د نا ارمئ زیری
ورکوی.
۲-په
۲۰۱۴ کښی د امریکایانو وتلو دړکه! چی د سولی او امن تامین کولو په معناء
دی.
په اولسی موټر
چاودنه دافغانانو دماغو ته دا پیغام وړاندی کوی چی افغانستان کښی لا تر اوسه د
افغانانو ژوند او مال خوندی او محفوظ نه دی. افغانستان کښی له د ظلم او ستم ټغر ټول نه دی او افغانستان د خپلو نااهله اوسرکشه
بچیو د ظلم نه لا په امان نه دی او افغانستان کښی له داسی سوله نه ده تامین چی یو
افغان پکښی د خپلی خوښی او ازادنه ژوند تر
سره کړی. هر وخت د مور او پلار زړه د ویری درزیږی چی سکول ته تللی لور او یا د کور
ضروریاتو پوره کولو له پاره بازار ته تللی بچی به می کور ته ژوندی راځی او که بمی
چاودنی کښی شهید یا د بی ضمیره غلو له خوا تښتول شوی به وی.او د شپی یی د ویری نه
ډکی سترګی اسمان په لور نیولی وی او په دی فکر کښی وی چی څه وخت به د ګاونډی هیواد
له لوری ميزایل او د توپونو ګولئ په دوی راغورځیږی. لنډه د چی د افغانانو هره ثانیه، هره
دقیقه او هر ساعت د ویری سره تیریږی. د افغانستان په یو ځائ کښی داسی امن او سوله
نشته چی افغانان پکښی په ازادنه ډول ژوند تر سره کړی. یا خو د طالب په نوم جعلی
جوړشوی ګروپونو نه سرټکوی اویا د کوم جهادی وزیر او وکیل د مایشونه په اور کښی
شپی ورځی صبا کوی او هر وخت د خپل عزت، مال او جان د بايللو سره لاس او ګریوان
دی. خو بل طرف ته که مونږ د امریکایانو ۲۰۱۴ کال کښی د وتلو پلان ته نظر وکړو نو هغه
زمونږ فکر او خیال بل طرفته ته بوځی او دا معنا ورکوی چی افغانستان کښی امن او سوله
تامین ده، د افغانانو ژوند او مال محفوظ دی، افغانان کولی شی چی خپل ژوند بغیر د
څه ویری تر سره کړی، اقتصاد یی مضبوط شوی ، د ګاونډی هیوادونو له خوا د کومی بوږنونکی
پیښی ویره ختمه شوی، وزیرانو صاحبانو خپل شخصی ملیشه او شخصی جیلونه ختم کړی او
هغه خرڅ شوی طالبان چی د نورو په اشاره خپل هیواد ورانوی او افغانان سره وژنی ختم
کړی. نو ځکه هغوئ غواړی چی د افغانستانه ستانه شی. او دنیا ته په جګو سترګو ووایی
چی مونږ خپل هدف تکمیل کړو او اوس افغانستان کښی سوله قائمه ده نور مونږ خپل سر
تیری د افغانستانه ویستل غواړو. خو که دنیا خپلی مجازی سترګی لږ وخت له پاره پټی
کړی او افغانستان ته په حقیقی سترګو د یو نظر له پاره وګوری شاید د امریکا دغه
ټولی ادعاوی دروغجنی ثابتی شی. او ټولو ته دا معلومه شی چی افغانستان کښی امن نشته
د چا مال ځان خوندی نه دی هیڅوک نشی کولی چی په ازاده فضاء کښی ژوند تر سره کړی
خپل روزمره کاروبار په ښه اخلاص ترسره کړی. خو زه په باور سره وایم چی دا هیڅوک نشی
ثابتولی؟
خو شاید د
امریکاء وتل د افغانستانه په بله معنا وی. یا خو امریکاء نور نه غواړی چی خپل ضعیف
شوی اقتصاد لا نور کمزوری کړی. او یا بارک اوباما غواړی چی خپل د لاسه ورکړی عزت
بیرته وګټی او راتلونکی انتخابات بیا په خپل نوم کړی. او د خپلو عوامو او د دنیا
سترګی په دی تیرباسی چی افغانستان کښی امریکاء ناکامه شوی او افغانستان څخه د وتلو
لار ځانته پیدا کړي . خو دی ټولو خبرو سره به تیر شوو. او یو څو ټکو ته به نظر
وکړو او دا به ووایو که امریکاء د هر عامل
له وجی غواړی افغانستانه پښی سپکی کړی خو باید څو خبرو ته پام وکړی او هغه تکمیل
کړی او که دغو ټکو ته پاملرنه ونکړی شی
نو دا به افغانستان او افغانانو سره تاریخی
جفاء وی.
۱- باید
افغانستان کښی د ګاونډی هیوادونو لاس وهنی ختمی او مفلوج کړی؟
۲-د
افغانستان ملی اردو او پولیس په عصری وسلو سمبال او قوی کړی؟
۳-افغانستان
اقتصاد په خپلو پښو ودروی؟
۴-د
افغانستان تعليمی سطحه قوی او لوړه کړی؟
۵-افغانستان
په قومونو کښی دی د خپلی او میری مور سلوک
ختم او پښتنو ته دی پوره پوره حق ورکړی شی ؟
۶-هغه
ناراضه افغانان چی د حکومت د څه غلطئ په وجه طالبانو په ګروپونو کښی شامل شوی
او دغه افغان په افغانستان کښی امن او
سوله غواړی هغوئ نومونه دی له تروریستانو له لیسته لری کړای شی؟
۷-افغانستان
کښی دی د حکومت بدمعاشان لری کړای شی؟ چی د وکیلانو، وزیرانو او یا د قومندانانو په
جامه کښی په خلکو خپل حکومت ترسره کوی او د خلکو ځمکی او مالونه تری په زور اخلی
او خپل شخصی ملیشه او جیلونه لری .
۸-افغانستان
سره دی په راتلونکی کښی خپله هر اړخیزی همکارئ جاری اوساتی.
که دغو ټکو ته
نظر وکړی شی او امریکاء خپل سرتیری د افغانستان څخه اوباسی نو شاید افغانان وکړای شی
چی د افغانستان حالت مثبت طرف ته ګامزن
کړی. او که دغو خبرو ته توجو و نه کړی او د روسيی د ماتی نه روسته په شان
افغانان یواځی پریښودل شی . نو افغانستان به یو ځل بیا د وخت داسی چاپو سره مخ شی
چی تاریخ لیکونکی به یی په لیکولو شرمیږی او د تاریخ پاڼی به ورله ځائ نه ورکوی.
او هغه بی حسه، وطن پلورونکو او بی ننګه افغانانو ته به یو ښه موقع په لاس کښی
ورکړی شی چی هر وخت یی د افغانستان تجزیی
کوشش کړی. او الله مه کړه د افغانستان ټوټی شوی نقشه به له پاسی نورهم ټوټی
ټوټی شی . او افغانان به د وخت داسی دوری ته ورټیل وهل شی چی د تیمورلنګ ، سکندرمقدونی
، روس او د مجاهدینو د دوری ظلمونه به د تاریخ په پاڼو کښی داسی صفاء ښکاره شی خلک
به هغی وخت ظلمونه انصاف او عدل اوبولی.
مننه
لیکوونکی :
عنایت الرحمن (ثاقب)
تاریخ:
۲۸/۹/۲۰۱۲
وخت: د شپی
۱۲:۴۵