دحرمينوهندار


دحرمينوهندار
دحج يونليک
اوه څلوېښتمه برخه
قاضي محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com
 
 
 
بشپړوونکي  کارونه
ددې پراختيايي کار په ادامه کې د کعبې او مسجدالحرام ځينې نور ترميماتي کارونه هم تر سره شول،او دمقام ابراهيم دنوي جوړولو له امله مطاف نور هم پراخه شو،ځکه پرهغه باندې پخوا لويه ودانۍ ولاړه وه چې بيا په اوسنۍ قبله بدله شوه.
دپراختيا دغه کارونه لانه و ختم شوي چې دملک فهد بن عبدالعزيز دور را ورسېد دده په پېر کې په دغو پراختيايي کارو پسې مطاف په سپينه مر مر ډبره فرش شوددې ډبرې ښه ځانګړنه داده چې په ډېره سخته تودوخه کې هم پرهغې پښې نه سوځي او يخې وي.
دغه راز په ١٤٠٦س کال ملک فهد ددغې پراختيا په ادامه حکم ورکړ چې دمسجدالحرام د ودانۍ بام دې هم د لمونځ کوونکيو لپاره جوړ شي ،چې په دې ډول دمسجدالحرام پربام باندې دڅلور اتيا زرولمونځ کوونکيو لپاره نور دلمانځه ځاى زيات شو،ورپسې ملک فهد دمسجد الحرام د ودانۍ دباندې دپنځو خپله خوځندو (خپله تلونکيو راتلونکيو ،اتومات)زينودجوړولوحکم وکړ له دغو زينوڅخه چې پر يوې يې (٣٧٥)مربع متره مځکه نيولې ده حاجيان د ازدحام پرمهال پر عامو زينو سربېره کار اخلي له دغو زينو څخه بنسټيزه موخه او مقصد په ځانګړې توګه دادى چې دضعيفو وګړيواو کوچنيانو لپاره لومړي پوړ او بام ته دختلو اسانتياوې برابرې شي، د مسجدالحرام دفهد دپراختيا پرمهال دوې نورې خوځنده زينې دمسجدالحرام لومړي پوړ اوچت ته جوړې شوې،دغه زينې چې زنګ يې نه وهي اودعربو دروايتي او دوديز طرز تعمير سره سمې جوړ شوې دي،په هر ساعت کې د (١٥٠٠٠)تنو کښته پورته رسولو ګنجايش لري ،دلته بايد ووايو چې ددغو اضافي بدلونونو په رامنځته کېدو سره په حقيقت کې دمسجدالحرام دپراختيا اونوي ودانولو د لومړي پړاو تاريخي کار پاى ته ورسېد. چې په پايله کې مسجدالحرام په يوه وخت کې دڅلورولکو لمونځ کوونکيو ګنجايش پيداکړ .
               
 دسعودي سترې پراختيا  دوهم پړاو
 
لکه چې دمخه مو وويل په سعودي او نوره اسلامي نړۍ کې دپرله پسې اومخ پرزياتېدو سترو ټولنيزو بدلونونو او دنويو تجارتي هوايي ټرانسپورټونو په پراخ رامنځته کېدو او په لارو کې دآسانتياوو په برابرېدو سره دحج لپاره مکې مکرمې ته دتلو نکيو شمېر ورځ په ورځ مخ پرزياتېدو دى ،له دې امله سعودي چارواکيو احساس کړه چې دمسجد الحرام لومړنۍ پراختيا او وداني کافي نده ،ځکه نو هغو وپتېيله چې يو ځل بياديوې ښې او هر اړخيزې پروسې په تطبيق سره دمسجدالحرام ګنجايش دوه برابره شي، هغه وو چې د ١٤٠٩ ه س کار دصفرې په دوهمه خادم الحرمين الشريفين ملک فهد د مسجدالحرام د دوه برابره سترې او پر تمينې پراختيا دبنسټ ډبره د پرتمينو مراسمو په ترڅ کې کېښوده څو دغه ستر جومات دنن مهال د غوښتنو سره سم ودان او په پرمختلليو عصري وسايلو سمبال شي.
د کار دغه پلان داسې جوړ شوى ووچې له يوې خوا دمسجدالحرام په لوېديځ لوري کې پراختيا راوستل شي کومه چې دمسجدالحرام د ساحې اندازه نوره (١٧٦٠٠٠) مربع متره زياتوي ،اوپه يوه وخت کې ديولک نوي زرو تنو لمونځ کوونکيو ګنجايش برابروي ،اوله بل لوري پخپله د جومات غولى ،زېرخانې او لومړى پوړ نور (٥٩٠٠٠)مربع متره پراخه شي.
ددغې پراختيا کار په مسجدالحرام پورې دنښتي سوق صغير په نړولو پيل شو،څو ددې کار لپاره ار شو پراخه شي، په دې توګه په ١٤٠٩س کال ټوله ساحه د تعميراتي کارونو منځى(مرکز) ګرځېده ،او شاو خوا ټول زاړه کورونه او عمارتونه ونړول شول، او تعميراتي کارونه په لار واچول شول، چې ددې عظيم الشان اوپراخ تعميراتي کار په نتيجه کې د مسجدالحرام ارشو دبرنډواو غولي په ګډون ټوله (٣٦١٠٠٠)مربع متره شوه،چې په عامو ورځوکې په يوه وخت کې (٧٣٠٠٠٠)تنه او دحج ،روژې اوپه نورور ځانګړيو ورځوکې تر يوميليون زيات مسلمانان لمونځ پکې کولاى شي.
ددې کار په نتيجه کې دمسجد الحرام داسې ستره او ښکلې ماڼۍ جوړه شوه چې يو يې لاندينى پوړ دى ،چې جګوالى يې درې نيم متره دى او ارشو يې د مسجدالحرام په اندازه ده بل دمځکې يالومړنى پوړ دى چې جګوالى يې لس نيم متره دى، اوبل يې هم دوهم پوړ دى چې جګوالى يې لس متره دى.
دحرم شريف دپخوانۍ عثماني ودانۍ، په هکله په ١٣٨٣س کال ملک خالد لارښوونه وکړه چې هغه دې دتاريخي اثر په توګه خوندي ،اوپر خپل حال دې پاته شي، چې په دې ډول نوې او پخوانۍ ودانۍ داسې سره ونښلول شوې ،چې پرته له دې چې کوم عيب ولري ډېرې ښې هم ښکاري، البته ديادونې وړ ده چې د مسجد الحرام عثماني ودانۍ په (٢٨٠٠٣)مربع مترو کې جوړه شوې وه.
دغه راز په دې ودانۍ کې دمسجدالحرام دننه مطاف ،بام او دهغه بهر ميدانونه په داسې سپينه ډبره فرش شوي دي ،چې په ډېره سخته تودوخه کې هم پښې نه سوځوي خو د جومات شاو خوا لارې په ګربنيټ ډبره فرش شوې دي، د مسجد الحرام د ودانۍ تهدابونه داسې کلک او ټينګ جوړ شوي دي چې پرهغو باندې په راتلونکې کې هر څونوې ودانۍ جوړې شي، زور يې را وړلاى شي، او زلزله يې هم نه ورانوي، دمسجد الحرام بنيادونو باندې يې واټر بروپ پلاسټيکونه اوار کړي دي څو ودانۍ له نم څخه خوندي پاته شي، د تعميراتي کار په بهر کې دمسجد الحرام غولى کوم چې کار پرې کېده د پياده تلونکيو لپاره پرانيستى پرېښودل شو ى وو، څو لمونځ کوونکي جومات ته په تللوکې د کومې ستونزې سره مخامخ نه شي، بل داچې په تعميراتي ارشو کې د ځاى کمښت د دې غوښتنه کوله چې تعميراتي مواد دودانۍ له ارشو څخه لېرې ځاى پر ځاى او جوړ شي، لکه چې دکانګرېټو د جوړولو اوګډون کوونکيو ماشينونو کې چې پر موټر و به ايښودل شوي وو ، د يوه تونل له لارې په مکه کې دکار ځاى ته لېږدول ،په دغه تعميراتي کار کې د کار شويو موادو په ډله کې د اعلى معيار پنځه څلوېښت زره ټنه پولاد شامل دي په دغه ودانۍ کې د ډبرو او سيمنټو مصنوعي(جوړ شوي )شيشکونه او نور لازم الاجرا استعمال شوي دي کوم چې هم ددې ستر ساختماني کار په چټکه بشپړتيا کې ډېر مرستندويه جوت شول او هم يې د ودانۍ ټينګښت او ښايست زيات کړ، دغه شيان د مکې مکرمې په اطرافو کې په يوه کار ځاى (فېکټرۍ)کې جوړېدل، کومه چې ددې پروژې لپاره په ځانګړې توګه تاسيس شوې وه، دمسجد الحرام د ودانۍ د لومړي او دوهم پړاو کارونه يې داسې سره ونښلول چې پرته له کومه عيبه بېخي يو شان ښکاري او څوک يې توپير نه شي کولاى د مسجد الحرام ساحه د راډيو او ټلوېزين په سټوديو ګانو سمباله ده ،او ډېرې حساسې کمرې او نور آلات پکې درول شوي دي ،په مکه مکرمه کې درې تونلونه جوړ شوي چې د مسجد الحرام پرشا وخوا ګردى ترافيکي سړک بشپړوي چې دغه راز د مسجدالحرام ودانۍ د اور وژنې په ډېرو پرمختلليو وسايلو سمبال شوې ده.
 
دمرمر ډبرې
دمسجدالحرام ددې سترې ودانۍ دننه اودباندې ټول دېوالونه ،غولى اوچتونه په مرمر ډبرو فرش اوښکلي شوي دي،دغه مرمر اود ډبرو نور ډولونه ټول دمکې مکرمې دشا وخواځينوغرونو څخه کښل شوي دي ،په دې ډله کې دفاطمې په ناوه کې چې مکې ته نژدې پرته ده د وطني مرمر ډبرې پراخه زېرمه موجوده ده ،چې دمسجد لومړۍ پراختيا پر مهال يې د جومات په بهرنۍ ښکلا کې ستره ونډه درلودلې ده،دمرمر غټې غټې ټوټې ددغې ناوې څخه پنځوس کيلو متره لېرې د جدې په شاوخواکې دسعودي بن لادن ډلې د رخام اوګرانيټ کار ځى (فېکټرئ)ته راوړل کېدلې کومه چې په منځني ختيځ کې په خپل نوعيت کې ترټولولويه اونوې ده،هلته به دمرمرودډبرو ټوټې جوړېدلې،پرې کېدلې اوځلا (پالش)به ورکول کېده،څودهغو طبيعي برخوته ځلا اوښکلا ورکړي، دغه ډبرې د مسجد د ودانۍ ددوهم پړاو پر مهال په دوه اتيازره مربع متره ساحه او ستنو کې کار شوي دي؟
دمسجدالحرام ددننه دېوالونودښکلاکار دايټاليا په يوه کارځى (ورکشاپ)کې ماهرو کارګرانو تر سره کاوه،ددغو دېوالونوډبرې په يوډول کمپيوټري ماشينونو تراشل کېدلې ،چې پاى دښو اوفني کارکوونکيواونوي ټکنالوژۍ په مرسته داسلامي طرز تعمير يوډول شهکار ځينې جوړ شواومسجديې ډېر ښکلى کړ،دغه راز ماهرو کارګرانو دلوړې کچې داسې ښکلې کاشي خښتې جوړې کړې چې د اسلامي تعميراتي فن ډېرې ښې نمونې وې. اودجومات هغو ښکليو محرابونوته يې نوره ښکلا هم ورپه برخه کړه،کوم چې دجومات دفهد پردروازه وکارول شوې.
 
ترمسجدالحرام   لاندې سړک
 
دمسجدالحرام دپراخه شوې برخې د باندې د ترافيکو د جريان دډېرښت د لږ ولو لپاره ملک فهدد يوه تر ځمکې لاندې سړکunder passجوړولوآمر ورکړ، چې پر هغې يې يو چت جوړ کړ څو لمونځ کوونکي په هوسآيي او له ترافيکي پېښو څخه په خوندي توب کې حرم ته ورسېدلاى شي.
ددې چارې لپاره يې مسجدالحرام ته ډېر نژدې لار وکېندله او پوخ سړک يې تر ځمکې لاندې جوړ کړ چې دپياده تلونکيو لپاره دموقتي پلونو په جوړولو سره هلته تر مځکه لاندې پر ځينو کوټو او د اړوندو کارکوونکيو پرد فترونو سربېره يوستر دوه پوړيز داودس تازه کېدو ځاى هم جوړ شو،کوم چې ساده او تلونکي راتلونکي خوځنده برېښنايي زينې ورښکته شوي اوپه عصري ډول جوړ شوى دى.