
اوس مهال افغانستان د بحران سره مخامخ دی . دا بحران نه
یوازی د افغانستان په دننه کې دی بلکی په ټوله پښتونخوا ( د امو سین څخه تر ابا
سینه پورې ) غزیدلی دی .
د افغانستان بحران د سیمی( پښتونخوا) د بحران یوه برخه
ده او دا بحران په افغانستان او سیمه کې د
پښتون دښمنه استعماری هیوادونو او کړیو له خوا رامنځته شوی دی.
د افغانستان د ننه په بحران کې نه یوازی د افغانستان خلک او
واکمن ټولی داخیل دی بلکی د سیمی هیوادونه او نړیواله ټولنه هم ددی بحران مختلف
اړخونه تشکیلوي .
د ټولی پښتونخوا په سویه په بحران کې هم اساسی لوبغاړی د
پنجاپ تروریستی – استعماری اداره ، پراختیا غوښتونکی ایران او لویدیز هم شامل دي .
پنجاپی استعماری – تروریستی اداره هڅه کوي چې دا بحران
په خپله ګټه او په سیمه کې د افغانستان او پښتنو په زیان سره اداره کړي ، خو ورو
دا بحران د پنجاپی استعماری – تروریستی ادارې د
واکه ووځي.
بحرانونه په عمومی ډول سره په سیاسی او اقتصادي ډګرونو کې رامنځته کیږي
وروسته امنیتی او پوځی اړخونه ځانته نیسي او کیدای شی د یوی ټولنی د ژوندانه نورو اړخونو ته هم سرایت وکړي .
د بحران او نجات تر سرلیک لاندی ددی لیکنی لیکل یوه
اړتیا وه ، لکه څنګه چې د افغانستان د ژونالیزم د یوه بنسټ ایښودونکی غلام محی
الدین انیس د بحران او نجات کتاب د یوې اړتیا له مخی لیکلی و.
اوسنی شرایط په لږ توپیر سره ،تر ډیره بریده د هغو
شرایطو سره چې د امان الله خان د تښتیدو څخه او د یو شمیر جګړه کونکو کسانو ته د
واک پرېښودلو له امله رامنځته شوي و، ورته دي.
اوسنی اداره اود هغه مهال اداره د ماهیت له مخی تر ډیره
بریده سره د همغه مهال اداری ته ورته ده
چې افغانستان د ستر بحران سره مخامخ و او اوس هم مخامخ دی.
د افغانستان خلک
ددی بحران څخه د وتلو او د یوه ستر بدلون انتظار باسی چې د هغه په نتیجه کې د
زورواکانو په وړاندی تسلیم طلبه ،فاسده ،
په جنایتونو تورنه او د اکثریت ( پښتنو ) په وړاندی متعصبه ادارې ځای یوه ملی اداره ونیسی.همدارنګه
ددی بحران بهرنی اړخونه دی ته اړ کړل شی چې د افغانستان د خلکو غوښتنو ته غاړه
کیږدي.
یو شمیر د کابل د دربار تالي څټي واکمنی ادارې ته افغان
حکومت او یا افغان دولت وايي. دا د کابل دفاسد دربار تالي هڅه کوي چې دا اداره ملی
اداره په ډاګه کړي.
دوی هڅه کوي چې د نوموړي ادارې رامنځته کیدل او شته والی
د افغان اولس د پاره یوه لاسته راوړنه وبولي او خلک دی ته رابولی چې ددی اداری د نور ټینګښت له پاره کار وکړي.
د کابل اداره دا لاندی ځانګړتیاوی لري :
·
نامشروع اداره ده. ( یوازی د شل سلنه څخه د کمو خلکو د رایو او زیاتو جعلکاریو په نتیجه کې منځته راغلی ده)
·
افغان دښمنه ګاونډیو هیوادونو ( ایران ، پنجاپ ) په
وړاندی تسلیم طلبه اداره ده . د ایران او پنجاپ مداخلی او لاس وهنی ډیری بی شرمانه
او د زغم څخه وتلی دي.
·
دا اداره په بشری ضد جنایتونو ککړه اداره ده( د خلکو په
ګومان د دې اداری زیاترو چارواکو د خلکو په وړاندی یو شمیر جنایتونه تر سره کړي
دي)
·
په قدرت کې ونډه لرونکی زورواکان یو هم ځان د هیواد د
نافذه قوانینو په مراعات باندی مکلف نه ګڼي
·
دا اداره په فساد کې په نړی کې لومړی مقام لري
·
دی ادارې وکولی شول افغانستان په نشه يی توکو کې لومړی
مقام ته ورسوي.
·
د فقر او وزګارتیا زیاتوالی
·
دی اداري په ټول قوت سره د هیواد د اکثریت اولس ( پښتنو
)د ځپلو پروګرامونه مخې ته بیولی دي. دا اداره په ماهیت کې پښتون دښمنه اداره ده.
·
په مورنیو ژبو ( د پښتو ژبې په ګډون) د زده کړو په کلکه مخنیوی کیږي.
·
لوړو زده کړو موسساتو ته په شمول کې د تبعیض څخه کار
اخیستل کیږي. د لوړو زده کړو موسسو دروازی د پښتنو په وړاندی تړل شوی دي
·
دلته پښتنی سیمی په قصدی توګه د انکشافی پروګرامونو څخه
محرومی ساتل کیږي
·
اوسنی اداره بشری حقوق تر پښو لاندی کوي
·
په اوسنی نظام کې د ښځو حقوق تر پښو لاندی کیږي
·
دلته په واقعی مانا سره د بیان ازادی وجود نلری
·
دا اداره په هیواد کې د سولی او امنیت په لاره کې ستر
خنډ دی
·
دا اداره نه شی کولی په ټول افغانستان باندی واک او
کنترول ولری
·
خلک ددی اداری ملاتړ نه کوي او دا اداره ورته د زغم وړ
نه ده
·
په هیواد کې مختلفی مافیاوی ( د نشه يي توکو، ځمکو د
غصب، تیل او ګازو، ...) واکمنی دی
·
په دولتی مقرریو کې هزاره توب ، تاجک توب ( په تنظیمی
بنسټ) ته لومړیتوب ورکول کیږی
همدا پښتنی ضد او افغانی ضد پاشیستی مفکورو
لرونکي ډلی د افغان دښمنه ګاونډیانو په مرسته
او د ملګرو ملتونو د سازمان او لویدیز په واسطه د بن په لومړی کنفرانس کې په افغانستان کې واک
ته ورسیدی.اوس په افغانستان کې دموکراتیک نظام نه بلکی په تعصب ولاړو مفکورو لرونکو ډلو د دیکتاتوری
نظام واکمن دی .
ددی مفکورو واکمنو پلویانو د افغانستان هویت
پارسی ژبی کړی او په ټولو رسمی ،اداری اوتعلیمی برخو کې یې پارسی واکمنه کړی ده دوی حتی اوس د ( افغان) په
نوم هویت نه مني ، حتی دوی یوه د (
پوهنتون ) کلمه نشی زغملای.
دا لږکیو پوری تړلی کړۍ هڅه کوي چې د افغانستان موجودیت تر پوښتنی لاندی
راولی او د افغانستان د تجزیې خوبونه ویني
د کابل د اداری مشر ښاغلی حامد کرزی او دده پښتو ژبو متحدینو په تیرو دولسو کلونو کې
په ټول ځواک سره هڅه وکړه چې پښتانه د بی
عدالتی ،ظلم او تیري په مقابل کې چوپ پاتی شی او د ځانه کوم غبرګون ونه ښيي.
تر هغه چې دا نظام ړنګ نه شی تر هغه مهاله په
افغانستان کې د سولی ، ارامی، سوکالی ، پرمختګ او رښتینی دموکراسی راتلل ناممکن
دي.
تش په نامه د فاسدو او متصبوکړیو څخه جوړ شوی
اپوزیسیون د ټولو هغه مثبتو حرکتونو چې د خلکو او وطن په ګټه وي ښکاره مخالفت کړی
او له دی لاری غواړی په افغانستان کې د ملی او دموکراتیکو حرکتونو مخنیوی وکړي.
اوسنی تش په نامه اپوزیسیون د واکمنو متعصبو
او فاسدو کړیو یوه برخه ده چې د موجوده سهامی شرکت په ړنګیدو سره په خپله له منځه
ځي.
په دی وروستیو کې نواز شریف په پنجاپ کې د
پوځ او استخباراتو په واسطه واک ته ورسید. نواز شریف د پنجاپی استعمار کلک ملاتړ
کونکی او په افغانستان کې د مداخلی پلوی دی.
په افغانستان کې چاودنی او بریدونه زیات شول
ددی بریدونو اصلی موخه ملکی بیګناه خلک دي.
همدارنګه په میدان وردګو ولایت کې چارواکو
رسنیو ته وویل چې زیات شمیر پنجاپي پوځیان دی ولایت ته راغلی او غواړی په کلیو او
دولتی ځایونو بریدونه وکړي. دی راپورونو نه یوازی د دی ولایت د خلکو سره تشویش
پیدا کړ، بلکی په کابل ښار کې يې هم خلک نه ارامه کړل.
همدارنګه ایران هم په افغانستان باندی په
فشار راوستلو کې وروسته پاتی نه شو. د ایران سرحدی جنایت کارو پوځونو په سلګونو
هغه افغانان چې د مزدوری له پاره ایرا.ن ته روان و، په ډیره بی رحمانه توګه شهیدان
کړل
ددی په اړخ کې بهرنیو پوځونو څخه دافغانی
پوځونو ته د واک پنځم او وروستی پړاو پیل شو. ددی پړاو پیل کیدل د خلکو په ذهنونو
کې نوي پوښتنی رامنځته کړې
·
ایا افغان پوځ به وکولی شي په راتلونکو کې خپل یو ټوټه
والی وساتي
·
افغان پوځ به وکولی شی د پنجاپ ،ایران، او نورو د مداخلو
او بریدونو مخه ونیسي
همدارنګه په تیره اونۍ کې د هیواد د والیانو
په غونډه کې مارشال محمد قسیم فهیم داسی خبری وکړې چې د خلکو په زړونو کې یې د
راتلونکي په هکله تشویشونه را پیدا کړل. هغه اشاره وکړه چې که په راتلونکي حکومت
کې ونډه ونلري نودوی به غره ته پورته شی او وسله وال مقاومت به پیل کړي.
نو همدا سبب دی چې ددی بحران څخه د راوتلو د
پاره باید داسی ستراتیژي جوړه شی چې موخه
یې د ظلم ، استبداد او استعمار څخه د ټولی پښتونخوا ژغورل واوسي .
د هیواد په دننه کې د یوې ملی ادارې رامنځته
کول تر ټولواړین دي. دا اداره کیدای شي :
په اوسنیو شرایطو کې د دا ډول ټولټا کنو له
مخې کیدای شی یوه ملی اداره رامنځته شي.
افغانستان ، ازاد قبایل ، د کویټې
پښتونخوا ، خیبر پښتونخوا .
څه چې ډیر مهم
دي :په سیمه ایزه سویه مشرتوب د رامنځته کولو
وروسته دوی هڅه وکړي چې په لومړي ګام کې:
• لومړی
په ښتونخوا او قبایلو ) کې د جګړې اور بند او د سولې تامین
• په ټولو پښتنی سیمو د خلکو تر منځ
د اښتنو سیمو تر منځ د تګ راتګ
په مخه کې د هر ډول اداری ،رسمي او پوځي خنډونو
لرټوله پښتونخوا ( چې
لوی احمدشاه بابا ورته اشاره کړي ده) کې
د خلکو تر منځ د سیاسي او ملي پیوستون د روحیې
پیاوکله چې د دی سیمی د خلکو تر منځ د نظر او عمل یووالی رامنځته کړل شو په هغه
مهال اړینه ده چې:
·
د اموسینه تر
اباسینه پوری د خپلواکی او یووالی د بیرغ اوچتول او د پنجاپ څخه غوښتل چې خپل
پوځونه د تاریخي پښتونخوا د ټولو سیمو څخه وباسی
·
د ملګرو ملتونو
سازمان څخه وغواړی تر څو د خلکو څخه د یوه متحد او خپلواک دولت دجوړیدوپه هکله
وپوښتی
خو د یوه ټکی یادول اړین دی چې ددی بحران اصلی رامنځته کونکی د پنجاپ
استعماری – تروریستی اداره ده. تر هغه چې دا اداره د بښتنو ، بلوڅو، سندیانو،
کشمیریانو او چترالیانو خاوره تر اشغال لاندی ولری یوه شیبه به هم کرار ونکړی او
په ټوله پښتونخوا کې ( د اباسین څخه تر اموسین ) به د پښتنو د ځپلو پروګرامونه مخی
ته بیایي .
ښتانه حق لري چې ځانونه دجګړې د اور څخه وژغوري په سوله او امنیت کې
ژوند وکښتانه دا حق لري چې په خپلو سیمو کې
د لوګ له پاره کار وکړي. او زیار وباسي.
پړي ، ولیکي او زده کړه وکړي.
پړی د نورو اولسونو په شان سره یو او د یوه واحد او خپلواک ملت
په توګه ژوند وکړی.