ولس مشر ه ته دي ناست يي فيصلي دي نور کوي !!!!!!!

د ځانه نه دي  خبر باچا دي او  که سوالګر  دي، ناست وي او  پريکړې دې نور کوي. افغانستان په کومه خوا روان دی او څوک دي چې دې لمبو ته سکروټې تازه کوي، چا دپښتون پسې راخيستې او چا دغريب پسې. ولسمشر په نوروهيوادونو کي خير لټوي  او مشاورين يي دلته مزې کوي، هريو دځان نه حکومتونه جوړ کړي دي. څوک دايران پاليسي پرمخ وړي او څوک دپاکستان کلتور رواج کوي او ځيني دغرب نظام پرموږ عملي کوي. ايا که همداسې حالات وي نو موږ دولس مشر ومنو او که دده د واليانو؟ يوخوا يې مارشال دی او بل خوا يې خليلي  دی، يو دايران ګوډاګی يي په بلخ کي ناست دی او بل دمسکو  زوی يې په پنجشير کي ناست دی. يو يې ملت دتاريخ نه ورکوي اوبل يې نوم په پاڼه نه پريږدي ،حيران دې ته يو چې اوس چا پسې لاړشو، دچا ومنو؟ که ديو منو نو نوم مو دتاريخ نه ورکيږي اوکه دبل  منو نو دملت خير مو نشته. يو تذکيرې جوړوي او بل پرې لمبرې وهي، يو مو دايران بچيان بولي او بل مو دمسکو لمسيان يادوي، دايران بچي دې وايي چي په تذکيرو کې دې دافغان نوم نه ذکر کيږي او بل وايي په دې کي  دې پښتون نه ذکر کيږي، يو دترکيې نه اخطارونه ورکوي او بل دامريکي نه، يو١٠ مياشتي دي پاتي دي او بل وايي لمبر زما دی. که همداسي حال وي اياپښتون به خپله پښتو ټينګه کړي . ايا که موږ همداسې حالت ولرو دايران به شو او که نه دبل کوم هيواد؟ په  سرکونومو  دايران اشتهاراتوبازار تود دی او په پولو مو دپاکستان دال خورو خيټې اچولي دي،  څوک مو ديو خوانه ځپي اوڅوک مو دپانسي دار ته خيژوي، څوک راته دعمرلپاره ابدي پاسپورټ  تياروي. که همداسې حالت وي ولس مشره ته ښې فيصلي شې کولی او که نور......................
که ته يې شې کولی يا ته ميدان ته شه او يا دايران ګوډاګي رامخې ته کړه .
((( ليکوال صحت سمسور)))