راټولونکی  لیکوال شو!

 
یو ولیکه خو ښه کتاب ولیکه، ژباړه وکړه خو سمه ژباړه وکړه
دا څو ورځې کېږي، چې د مونو ګراف لپاره موضوع راکړل شوېده او هغه هم  د ژورنالېستیک ژانر کالم په باره کې ده .
 د بېلا بېلو کتابونو په لټون اخته یم او د یادې موضوع په اړه پلټنه کوم  ترڅو ګټور او د کالم په اړه ښه او هر اړخېز معلومات پیدا کړم.
کوم کتابونه، چې د ژورنالېزم په برخه کې له نورو ژبو را ژباړل شوي دي، د هغې معلومات یو څه ګټور دي؛ خو ځينې راټولونکي مې ولیدل، چې د ژباړل شویو کتابونو یې بېلا بېلې برخې لکه:
 خبر، مرکه،کالم، فیچر،تبصره، او همداسې نورې موضوع ګانې را کاپي کړي دي او په خپل کتاب کې یې پیسټ کړي.
 چې د راټولونکي صیب! کتاب وګورې له نورو بېلا بېلو ژباړل شویو کتابونو به یې راټولونه کړي وي
بیا به یې ورته لیکلی وي، لیکوال پلانکی صیب!
راټولونکی صیب! په راټولونه کې ځانته لیکوال صیب! مه لیکه ځان ته راټولونکی صیب ولیکه، ځکه تا خو له نورو کتابونو دا هرڅه راټول کړیدي؛ نو ته څنګه ځان ته د لیکوال صیب خطاب کوې، حتا په دې هم چې تا په یاد راټول شوي کتاب کې قلم هم ندی خوځولی؛ نو ته څنګه ځانته لیکوال صیب لیکي.
بس عجبه خلک دي، عجبه وطن دی، عجبه لیکوالي ده.
نه څوک د تپوس شته چې ورته ووایي، په کوم دلیل راټول شویو معلوماتو ته لیکوال لیکي او نه ورته وایې، چې دا دې ښه کار ندی کړی؟
که د لوستلو برخې ته یې راشو، نو راټولونکی صیب! خو راټولونه کړې وي، خو ژباړن صیب! هم په ژباړه کې د نورو ژبو لغات پوره مکمل استعمال کړي وي، چې په لوستلو کې یې ستونزي لوستونکي ته وي.
راټولونکی صیب! ته هڅه او کوشش وکړه، چې نورې راټولونې ونکړې او که کوې یې؛ نو بیا په کتاب باندې خپل نوم لیکوال مه لیکه او که لیکوال لیکي؛ نو بیا خپله هڅه او کوشش وکړه، چې خپله کتاب ولیکي ترڅو در باندې د لیکوال نوم پاتې شي  او د راټولونکي له نومه خلاص شې.  
خو ژباړن صیب! ته دستایلو وړ کس یې که هرڅومره وستایل شې؛ خو بیا به هم کم یې، ته چې ژباړه کوې نو خپل ماغزه پرې خورې او هغه د ځينو پخو لیکوالو خبره چې ژباړه اسانه کار ندی او نه یې څوک په اسانۍ سره کولي شي او که څوک ژباړه کوي؛ نو هغه یې هم په سختیو سره کوي او وس یې لري، ځکه ژباړه کوي.
ژباړن صیب! که ته ژباړه کوې؛ نو سختې جملې په خپله ژباړه کې مه کاروه، ځکه لوستونکی په سختو جملو نه پوهېږي او نه ترې مطلب اخیستلی شي، ژباړن صیب! ته دا ژباړه د خپل ځان لپاره نه کوې او که کوې یې نو بیا ستا ژباړې ته څه حاجت دی.
 ته چې ژباړه کوې خو د ټولنې د اړتیا پر اساس ژباړه کوې، چې زما ژباړل شوی اثر به څوک واخلي او یو څه ګټور معلومات به ترې په خپله برخه کې واخلي.
یواځې د ژورنالېزم اړوند د ژباړې خبره دلته نه مطرح کوم، بلکې زیات ناول ژباړونکي هم خپل ژباړل شوي کتابونه ډېر په سختې ژبې سره ژباړي او همداسې د نورو برخو کتابونه  هم در واخله.
ښه خبره به دا وي، چې ژباړن ښه ژباړه وکړي، راټولونکی باید خپل نوم لیکوال ونه لیکي او لیکوال هڅه وکړي، چې ښه کتابونه ولیکي او د کتاب دنوم په ټاکلو کې له پوره دقت نه کار واخلي.