
څه ولیکم!؟ چاته یې ولیکم!؟
هېڅ مې ليکل په وس پوره ندي، چې پرې ویې کړم. درد مې ارام ته نه پرېږدي، احساس مې ځانته نه پرېږدي، سوچ مې خوب کولو ته نه پرېږدي، چې ټولنې ته مې پام شي، د بدن وینه مې په وچېدو شي، چې داسې هېڅ څوک پېدا نشو، چې زموږ د بې خولې ولس د زړه غږ تر چارواکو ورسوي او د مشکلاتو غم یې وخوري.
په ساده اصطلاح وطن مې یادوم. هغه وطن، چې ما پکې خاپوړې کړیدي، زما مشرانو پکې خپل رقیبان مات کړیدي، زما مشرانو پکې روسان تس نس کړیدي، زما مشرانو پکې سکندر مقدوني په ګونډو کړی، زما مشرانو پکې د خپل وطن د ښمن د ځمکې خېټې ته د ننه کړی دی، د وطن مشران مې ډېر مېړني تېر شویدي. د ځېنو کیسې یې د تاریخ په پاڼو کې انځور شویدي، چې اوس یې موږ لولو او د هغوی د کارنامو برکت دی، چې زه یې هم دې درد ته متوجې کړم، چې یو څه تاسې ته ولیکم، هغوی ته یې ولیکم، چې د ولایت مې دي او لږ راوېښ شي؛ ځکه اوس مې دولس چارواکي وېده دي او وېده چارواکي مې نه خوښېږي؛ ځکه د ولس په رایو باندې چوکیو ته ورسېدل؛ خو اوس د ولس په غم کې ندي، چې ولس په کوم حال کې دی؟ څه غواړي او څه به ورته وکړو؟
د کونړ چارواکي به نور څه وکړي، د کونړ د مظلومو بچیانو لپاره د کونړ برخه بورسونه اعلان شي، چې خبر شې هغه همدغه چارواکو په نورو پلورلي وي.
زامن او لورګانې خو یې پرېږده، چې په بهر ملک کې عیاشي وکړي لورګانو یې له ځانه سم هلکان جوړ کړي وي او زامنو یې له ځانه سمې جینکۍ، داسې جینکۍ چې بې ادبي دې معاف وي، چې د ځېنو به ورته زړه وتخنېږي.
خبره رانه ډېره اوږدېږي، راځم اصلي خبرو ته، کونړ ډېر زیات ځنګلونه لري، غرونه لري، لعلونه لري، همداسې نور ډېر جواهرات لري او سرشاره سیند، چې د کونړ په خېټه کې بهېږي. داسې څوک په دې ۱۷ کلونو کې پېدا نشو، چې غم یې وخوري.
سیند مو په مستۍ ټوپونه وهي او کومه هواره ځمکه، چې ده هغه د خپلې مستۍ خوراک کوي، او ښه په شڼهار پاکستان ته بهېږي.
ما تر اوسه د کونړ له یوه وکیله هم ندي اورېدلي، چې د کونړ په سیند باندې یې د برېښنا په برخه کې کوم غږ دولت ته رسولي وي او یا یې په پارلمان کې غږ اوچت کړی وي، لا استنادي دېوالونه خو پر ځای پرېږده، چې د خلکو ځمکې یې وېوړې.
د کونړ په چارواکو کې خو رحم ځکه نشته، چې جګړه ماران او غاصبین دي، په ځنګلونو یې خېټه اچولې ده، د شنو نښترو چغې او فریاد نه اوري اره اره کوي یې او د کونړ د سیند له اوبو نه په ګټه اخېستنې یې، بل طرف ته چارتراش پورې باسي او په پاکستان یې ورسپاري، ځکه یې ورسپاري چې مرکزي دولت ترې تپوس نکوي او بیا هم دغه حکومت دغه غله او خاینین په خپله غېږه کې ځایوي.
د لعلونو او جواهراتو په کانونو چوپ پاتې کېدل به ښه وي؛ ځکه هغه لعلونه او کانونه، چې کېندل کېږي، هغه هم د ناړۍ ولسوالۍ د لارې پاکستان ته رسېږي. یعنې د کونړ چې څه سرمایه ده هغه پاکستان ته قاچاق کېږي.
تپوس پېدا کېږي ولې قاچاق کېږي؟ ځکه چې د کونړ اوسني زورواکي چارواکي د دغه قاچاق پلاران بلل کېږي. دا چې ولې یې په پاکستان پلوري د ځان خوندېتوب او دجېب ډکولو لپاره دا هرڅه کوي.
رابه شم د کونړ پارلماني وکیلانو ته!
ما تر اوسه د کونړ له یوه وکیله هم توره ونه لېده، چې دې وکیل دې د کونړ په باره کې خپل غږ اوچت کړی وي.
بدبختانه د حامد کرزي له دورې راهیسې یو څو غله د پارلمان په چوکیو ناست دي، چې کله د وټونو وخت شي؛ نو دوی ګټلې وي. له ولسه! چې وپوښتې چاته مو رایه ورکړه، هغوی داسې څوک یاد کړي، چې حقدار یې وي، چې بیا نتیجه اعلان شي غلو ګټلې وي؛ ځکه یې ګټلي وي، چې خپله یې صندوقان له رایو ډک کړي وي.
خو خبره دلته داده، چې د کونړ غله هم چارواکي، وکیلان هم غله، ټوپکماران هم وکیلان، غاصبین هم چارواکي، وسله وال هم وکیلان او ډلې ټپلې هم دهمدوی. بس په هر لحاظ یې د کونړ چورکوونکي ونېسه.
که په پارلمان کې کله د کونړ وکیلانو ته خبره راجع شي، سترګې به سولوي لکه تازه، چې یې شړمبې څښلې وي او له خوبه همدا اوس راوېښ شوي وي.
کله چې خوله خبرې ته جوړوي؛ نو مایک پرې بند شي، ځکه بند شي، چې چټیات وایي او چټيات، چې څوک وایي، حق دی، چې څوک یې خبره وانه وري.
چې بیا ورته د قناعت خبره شروع شي؛ نو بس یو دم به یا په وزیر ور ودانګي او یا به هم په کوم بل چارواکي حمله وکړي، خپله خو نه شرمېږي د کونړ نوم وشرموي.
دا لس کاله کېږي، چې په کونړ د پاکستان له لوري راکټونه توغول کېږي تر اوسه ما د یو کونړي چارواکي او یا هم وکیل له خولې ندي اورېدلي، چې هغه دې غږ پورته کړي وي.
یوه ورځ مې یاد شي، چې ولسي جرګې د کوم وزیر د استحضا په مسئله کې د یو بل ولایت وکیل په کونړي وکیل غږ وکړ او ورته یې وویل، چې تاسې خو دهغه ولایت یاستئ، چې اوس هم پرې پاکستان راکټان ولي.
زه نو دلته په چوکۍ کې ناست وم او په ځمکه نېغ نېغ لګېدم او لعنت مې د خپل ولایت په وکیلانو ویلو چې افسوس افسوس ستاسې پرحال چې اواز د خپل ولایت په باره کې نشئ اوچتولی نو بیا ستاسې لپاره لوپټې څنګه دي ته چې د بل ولایت د وکیل ځواب نشې ویلی نو بیا به د کونړ لپاره ته څه وکړې.
په قسم د سید جمالدین افغان په نوم یې رشخند وواهه، د سید جمالدین په کارنامو یې ملنډې ووهلې، د سید جمالدین زده کړو ته یې په سپکه وکتل او د سید جمالدین افغان نورو کړه وړه یې له خاورو سره خاورې کړل.
زه د خپل ولایت وکیلانو ته وایم، د نورو ولایتونو په وکیلانو کې به هم نېمګړتیاوې وي خو د کونړ هغه ان لله وانا الیه راجعون
په پارلمان کې د اسلامي پوهنتون د جوړولو غږ کېږي، دوی چوپ وي، ځکه چوپ وي، چې په کونړ کې؛ خو نابغه نه وو تېر شوی، په نور ځایونو کې پوهنتونه او نور اکاډمېک ځایونه جوړېږي دوی چوپ وي، ځکه چوپ وي، چې دوی سید جمال الدین نه لره.
په نورو ولایتونو کې غټې غټې پروژې عملي کېږ،ي د سرکونو کار ښه په درز کې روان وي؛ خو دوی چېن ته د سرک غوښتنه له دولت نه ونکړه؟ دوی دکونړ په سیند باندې د بند جوړلو غږ اوچت نکړ؟ دوی د کونړ د ځنګلونو په باره کې خاموشه دي؟ شکر چې خاموشه دي.
که بند جوړ شو نو لرګي په سیند باندې په اسانۍ نه پورې وېستل کېږي؛ ځکه د ځنګلونو په باره کې غږ نه اوچتوي، چې مرکزي دولت ترې خبرېږي بس همداسې نور ډېر شیان.
له ولسمشره مې غوښتنه ده، چې خېر د کونړ له چارواکو سره د ولس خبرې مه شرېکوه؛ ځکه یې مه شرېکوه، چې د کونړ چارواکي د ولس په غم کې ندي او که چېرته وی؛ نو نن به زه نه مجبورېدمه، چې دا لیکل دې وکړم.
ولسمشره !
والي صیب دې رالېږلی دی هغه پرېږده، چې فرهنګیان او شاعران ورته شعرونه ووایي او یو څو اوغانۍ یې په جېب کې ور وټومبي، چې کارونه یې وستایي.
زما لیکنه نه خلاصېږي حېران یم چې په کوم ځای یې پای ته ورسوم؛ خو
ولسمشره!
د کونړ چارواکي په کور کېنوه نور مې دا د ښایستونو کونړ په دې بېغوره چارواکو مه بدرنګوه!
نور مې دا نښترو ژړا او فریاد غلی کړه، نور مو د کونړ د سیند مستۍ ته د برېښنا بندونه وتړه!
هېواد مشره !
یوه ورځ، خو د کونړ له مرکزه لیدنه وکړه او که په پښو نشې تللای؛ نو په الوتکه کې د کونړ په سیند پرواز وکړه، ډېر څه به ووینې او د چین سره به د سرک په جوړولو هم هوکړې ته ورسېږې.
ولمسمشره! د کونړ مخکیني مشران ډېر غېرتیان تېر شویدي؛ خو په دې اوسنیو باندې زموږ نوم وشرمېده.
له تا همدغه یوه هېله لرو، چې موږ د کار او د عمل خلک غواړو نه چوپ چارواکي.
که د والي صیب ! شړۍ هم ورټوله کړې؛ نو ښه به وي، ځکه د کونړ ولسونه د هغه په ژبه نه پوهېږي، پاتې خو لا د کونړ وېده وکیلان.
که غواړې چې تل درسره د ولس دوعا وي نو دهغوی زړونه خوشاله وساته او د عمل مینه ورکړه، نه د شعار!