سپين باز

 
هوښیاران همیشه په احتیاط او پرخپل وارخبري کوي بل چا ته د خبرو کولو نوبت ورکوي۰ هغه څوک چي ډیر ږغیږي او دملامتیا په وخت کښي خپل ځان ملامت هم نه ګڼي هغه ته لاره  او ګودر ښودل ډېر ګران کارده موږ باید له یو داسي چاسره چي دملامتیا په وخت کې یې هیڅ نه شو ملامتولای خپل وخت عبث نکړو تېرله یو داسي چاسره وخت تېرول چي سپین ته سپین او تور ته تور وایي فایده لري خو هغه څوک چي سپین یې په تور سره بدل کړئ وي زموږ وخت راضایع کوي او له ده سره سر خلاصول داسمان خاته دي موږ باید خپل وخت عبث نکړو تېر له موږ سره خو دمثقال ذرت۰ حساب کیږي موږ باید له یوداسي چاسره یاري او دوستي قایمه اوټینګه کړو چي هغه له موږ سره سرخلاصوي او زموږ ماغزه نه راخوري هغه څوک چي پرخپل ځان یې  تمامه کړې وي او خپل ځان سپین بازښيي اوپخپله خپل ځان ته دمنطق الطیر لقب ورکوي ترهغه لوی جاهل نشته له داسي جاهلانو سره بحث کول موږ ته سر درد پیښوي له داسي جاهلانو څخه د ځان ژغورلونسخه د ستر حمید په دې بیت کښي شته چي وایي
له جاهل سره جاهل په خبر رسي ده دسپي په څرمن منه دسپی داړه ---- په درناوي محمدعلی عمری سهیلی پښتونخوامسلم باغ omari.zabul@gmail.com