دوه غزلونه


نه پخپل ځان يم نه مې ځان لپاره زړه خوږيږي
ما مې په ځان د بل انسان لپاره زړه خوږيږي
 
چې درد ،سلګې .اوښکې ژړا يې په وجود تيروي
مادهغې هاغه ارمان لپاره زړه خوږيږي
 
دټول بشر د ټول جهان په غم غميږمه خو
ډير مې دګران افغانستان لپاره زړه خوږيږي
 
خداى مه کړه رنګ د سيکه مخې زمانې وانخلي
کله نه کله مې ايمان لپاره زړه خوږيږي
 
 زما که ژوند وي په سکروټو خيردى تيربه شو خو    
جلانه! ډير مې د جانان لپاره زړه خوږيږي
 
 
 
 
 
 
څومره ظالم دی خدایه !څومره مهربان دی هغه
اف سره لمبه ده اخ د ګل د موم په شان دی هغه
 
قدم قدم کې ترې ماتیږی منظیرې د ښکلا
لکه شوخ باد پر سرد ګلو را روان دی هغه
 
د نازدانه  نازک مزاج ژباړه یې  دومره کوم
په نه خبره جوړ په نه خبره وران دی هغه
 
اوس یې د ځوان شاعر شاعرې زمانې غلامې
اوس یې  د شعر د شرنګیدلي کلي خان دی هغه
 
مونږ د ګرانښت  تر هغه حده رسیدلي یوچې
هغه جلان دی جلان او جلان  ،جلان دی هغه
 
 
سیدجیلاني جلان