زما د ګل وطن عسکره ځوانه!


ای د افغان دشهامت نمونې!
زما سر تیره زړوره ځوانه!
هله قربان جذبې دې وشرنګوه
زما د ګل وطن عسکره ځوانه!
            =
هله قربان وطن ساتنه غواړي
د خپلې وینې لورینه غواړي
هله قربان په شجاعت پاڅیږه
هله په کلک هوډ په همیت پاڅیږه
د وطن خویندې میندې تا یادوي
ټول دې په مینه په دعا یادوي
د افغاني غرور ډیوه بله کړه
په دښمنانو سره لمبه بله کړه
 
        =


هله د خپل ولس خدمت پکار دی
هله خلوص او صداقت پکار دی
د میړني ولس سرکښه تاریخ
بیا ځلیدونکی او اوچت پکار دی
ددې وطن بیرغ اوچت وساته
ښه یې په شان اوپه شوکت وساته
هله چې سر دنام و ننګ شې ځوانه!
چې په ویاړونو باندې رنګ شې ځوانه!
     ==
هله دا خاوره د غظمت خاوره ده
د سرښیندنو د غیرت خاوره ده
هله وطن زرغونیدل غواړي
په ښایستونو غوړیدل غواړي
وطن مو سوله ، ابادي غواړي
خلک دي ستړي، ارامي غواړي
جلانه! سر دې صدقه کړه ترینه
هله وطن مو ازادي غواړي
 
      ۱۲ غويي ۱۳۹۲
          سیدجیلاني جلان- کابل