غزلونه


   سرونه جوړ لرو خو سر کې مو فکرونه جوړ کړه
خدایه! په دې ښکلیو ډبرو کې لعلونه جوړ کړه
 
وخته نامرده! چې د بیل کړو اوس خو دومره وکړه
چې سره نه ګورو ترمنځ مو دیوالونه جوړ کړه
 
تاند احساسات مې رانه غواړي لیوني خویونه
هله راغاړې وزه هی زر شه قیامتونه جوړ کړه
 
خدایه! کوژدنه مې په تمه د واده زړیږي
سږکال  باران وکړه سږکال خو مې فصلونه جوړ کړه
 
خلک مې پوښتې چې جلانه! شاعري څنګه شي؟
زه ورته وایم له سکروټو نه ګلونه جوړ کړه
 
                
 
 
ناز چې تصویر شي د نظر په اینه ښویږي
ورسره جوخته مې د عقل زمانه ښویږي
 
خوږه کیسه چې په موسکا کې غزوي نو ته وا
د ګل له شونډو وږمیزه ترانه ښویږي
 
زړه د لذت به ورته خامخا چودیږي کنه
چې ګناهونوکې پیغلوکې میخانه ښویږي
 
ښکلا چې موم شي هوس نه تم کیږي ځار دې شمه
په غوړو څڼو طبعي ده چې شانه ښویږي
 
زړه د جلان هم تیږه نه ده ورنرمیږي به خود
کوربه څه ګرم دی؟ چې پخپله میلمنه ښویږي
 
 


 
اه دا سترګي او د اوښکو موسمونه
ته وا شړک باران کې بل وي څراغونه
 
بیا خبرې یې لمدې په تانده مینه
بیا روان رڼو اوبو کې ګلابونه
 
بیا د هیلو د سینو څیرې کیدل دی
بیا راپیل شول د سکروټو ګذارونه
 
ای! په پیغلو ښکلاګانو محشر جوړ دی
پرې تودیږي د هوس جهنمونه
 
له جلان نه دي راتاو کړه په اخر ځل
څانګې لیچې او موم رنګه مړوندونه
 
سیدجیلاني جلان