
حامدکرزی د يوه پلاوي په ملتیا، د ترکمنستان پلازمېنې عشق اباد په لوري خوځیدلی. په دغه پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول، د ملي امنیت شورا سلاکار دادفر رنګین سپنتا، د عامه ګټو وزیر نجیب الله اوژن او د جمهوري ریاست د دفتر مرستیاله حمیرا لودین اعتمادی، شامل دي.
په دغه هېواد کې به، ولسمشر کرزی د ترکمنستان جمهور رييس قربانقلي بردی محمداف او د تاجکستان د جمهور رييس امامعلي رحمان سره به ګده ناسته ولري. د خبرو محوري موضوع به، د دریو هېوادنو تر منځ د ریل ګاډي د پټلۍ د جوړولو چارې باندې خبرې اترې وي.