
د روغتیا د نړیوال سازمان مشرې مارګریټ چان ويلي، چې د اپریل میاشتې راهیسې یو نوی داسې ویروس پیدا شوی، چې په لسګونو کسان یې وژلي دي. د نوموړې په وینا تر اوسه د دغه ویروس په هکله ډیر لږ مالومات دي.
د سی ان ان خبري رسنې د رېپوټ له مخې، دغه ویروس زیاتره په عربي هېوادنو کې لیدل شوی او تر ټولو زیات کسان یې په سعودي عربستان کې وژلي، چې شمېر یې ۳۹ تنو ته رسیږي.