چارواکي: طالبان په کندوز کې د زکات په ټولو پیل کړی

د ارچي دښتې ولسوال خبري رسنیو ته ويلي، چې په سیمه کې شاوخوا سل تنه طالبان راغونډ شوي، چې په دغه ډله کې پاکستاني او چيچيني طالبان هم شامل دي.
صدرالدين ويلي، چې طالبانو په دغه سیمه کې له خلکو نه د زکات په راټلولو لګیا دي. نوموړي په دې ټينګار کړی، چې باید ژر تر ژره پر دغه طالبانو برید وشي.