ترڅو به د غم ټغر خور او افغانان به پرې ویرونه کوي؟


دا خبره له واقعیت څخه لري نه ده چې افغاني خاوره داسي خاوره ده چې هیڅ غلیم ته هم په خپله غېږه کي ځای نه ورکوي. هر څوک او هر اغیار چې ورته راغلی ځمکه یې لړزېدلې ، غرونه یې خوځېدلي او آسمان یې ورباندي راټیټ شوی، او خپل دښمن یې بربنډ او شرمولی یا له پښو غورځولی او یا یې په تور مخ بېرته په منډو کړی او له ځان څخه یې ایستلی دی.
له کلونو راهیسي په دې خاوره کي د مرمیو او توپونو ډزي او ګذارونه کیږي، پخوا خو به که چېرته کوم کوم اغیار ورباندي حمله کوله نو هغه خو ښه وو چې ټول افغانان به یې پر وړاندي ودرېدل، او هغه به یې په خپله مېړانه، اسلامي جذبه او افغاني ننګ او غیرت له خاوري شاړه. خو له بده مرغه اوس بل ډول وخت شوی،اغیار خو پرېږده چې دوی به یې پر وړاندي پاڅون او یا درېدنه کوي، په خپلو منځو کي هم سره جوړ نه دي، ځکه د تن وینه یې دومره توده ده چې د خپل ورور د دوهمي خبري تحمل هم نه لري، هغه لا پرېږده چې کوم هیوادوال دي د بل پر وړاندي یوه کږه خبره وکړي.
 حالاتو او خپلي ناپوهۍ په داسي لومه کي را ښکېل کړي یو چې د میني پر ځای مو په زړونو کي کرکه، د ورورولي پر ځای مو په زړونو کي دښمني او د یووالي او اتفاق پر ځای مو په زړونو کي نفاق او بې اتفاقي وده کړې او لا یې هم کوي. ځکه نو نړۍ زموږ له دې وضعیت څخه په ګټي اخیستلو سره موږ په خپلو منځو کي ښکېل کړي یو او نه مو پرېږدي چې موږ هم په آرامه فضاء، د یو او بل ترڅنګ، په مینه او خوښي او د سولي تر وزر لاندي د دې فاني نړۍ دا څو ورځي تېري کړو. بس همدې ته مو هڅوي چې یو قوم یا مذهب پر بل قوم ، مذهب او یا ژبه باندي غوره وګڼو، نو په دې کي به مو بریا وي، خو واقعیت داسي نه دی چې په دې څېزونو  په خپلو منځو کي یو پر بل د ماشینګڼو خولې راواړوو او یو پر بل ډزي او ګذارونه پيل کړو. یاني دا خبره به ډېرو ته اوس ثابته شوې وي چې شخړه او جګړه اوس نو د افغانانو یو عادت ګرځېدلی او ګوتي یې د ټوپک ماشې او اوږې یې د ټوپک بند ته تخنیږي.اُف، څومره د افسوس ځای دی چې موږ د یو ژوندي انسان درناوی نه کوو، خو کله چې له دې فاني نړۍ سترګي پټي کړي، نو بیا ټول ورپسې وېرونه کوو، وایو: « ولا هغه فلاني لا ښه وو، خداي دې وبخښې». ولي یې په ژوند قدر او عزت نه کوو چې له مړینې څخه وروسته ورپسې ژاړو؟
دا سمه ده چې بل هیڅ هیواد به نه غواړي ترڅو افغانستان دي پر خپلو پښو ودرېږي، او یا دې له نړۍ سره یو سیال هیواد شي. هغوی باید د خپل هیواد د ګټو او د خپل هیواد د آبادۍ، د خپلو خلکو د سوکالۍ لپاره هر څه وکړي، خو موږ ولي؟؟؟
که چېرته یو هیواد د خپلو خلکو د هوساینې لپاره کارونه کوي، نو خود به یې کوي، ځکه دولتونه تل د خپلو خلکو او اولس په چوپړ کي وي. خو موږ ولي د خپل هیواد ګټي نه پېژنو او ولي مو د خپل هیواد په دې کړېدلیو او دردېدلیو خلکو باندي زړه نه سوځي؟؟؟
هیڅ داسي هیواد به نه وي چې په هغه کي دې بېلابېلي ژبې، بېلابېل قومونه، بېلابېلو مذهبونه او ... شتون ونه لري، خو هغوی بیا هم د خپل هیواد د خلکو د سوکالي لپاره په ګډه کار کوي. هندوستان چې د نړۍ دوهم ستر نفوسه هیواد دی، څومره دینونه پکښي شتون لري، په څومره ژبو یې خلک خبري کوي، څومره قومونه په کي ژوند کوي، خو وګورئ ښه او سوکاله ژوند لري او له نړۍ سره اوږه په اوږه روان دی. زموږ هیواد چې یو کوچنی هیواد دی، حتی د هندوستان د یو ښار نفوس به هم ونه لري، تاسو یې په خپلو سترګو ګورئ له کلونو راهیسې پکښي څه حالات روان دي؟؟؟ تر کله ...؟؟؟ او ولي...؟؟؟
الله(ج) په یووالي او اتفاق کي څومره ګټي نغښتي دي، هره ټولنه چې په یووالي سره ژوند کوي، هغه که کفري ټولنه هم وي، نو بری یې په برخه وي، خو موږ چې ځانونو ته غوره او ټینګ مسلمانان وایو ولي د الله(ج) په اوامرو عمل نه کوو؟ الله(ج) فرمایې: « زه خپل بنده ته داسي کار یا مسؤولیت نه ور په غاړه کوم چې هغه یې په وس پوره نه وي». نو بیا ولي موږ دي آرزان مسؤولیت ته غاړه نه ږدو؟ که چېرته مو خپلي شخصي ګټي په کې وي، کېدای شي له ډېر څه ورته تېر شو، خو دلته چې د ټول هیواد د وګړیو ګټه پکې ده، ولي په خپل اسلامي دین او په خپل پاک اسلامي کتاب قرآنکریم باندي عمل نه لکوو؟
داسي ډېر څه شته چې په یادولو یې کتابونه ډکیږي، په لیکلو کې قلمونه ختمېږي او لیکوونکي ستړي کوي، خو هغه د دري ژبي متل دی چې وایې: « مُشت نمونه ی خروار»، نو په هغه څه بسنه کوو چې زموږ په واک کي وي.
دا چې دا لیکنه ( ترڅو به د غم ټغر خور او افغانان به پرې ویرونه کوي؟) ولي لیکم، یواځنۍ موخه او مقصد مي د افغانانو تر منځ د ورورولي د فضاء رامنځته کول او د سولي تر وزر لاندي ژوند کول دي، ترڅو په خپلو کي یو د بل ملاتړي شو، خپلو اسلامي اصولو او ارزښتونو ته درناوی وکړو، او د خپل ګډ غلیم پر وړاندي د توري او ډال په څېر شو، چې هیڅ دښمن هم ونه شي کولای زموږ پر وړاندي ودرېږي او یا د درېدلو هڅه وکړي.
نو راځئ افغانانو وروڼو ټول د نړۍ د مخلوقاتو خالق ته لاس په دعا شو او په ګډه سره دا دعا وکړو چې: « اې د نړۍ خالقه! له هر څه وړاندي موږ ته یو متدین اسلامي ژوند را په برخه کړې، خپلو اسلامي اصولو او ارزښتونو ته مو ژمن کړې، په خپلو کي یووالی او اتفاق را په برخه کړې، یو افغان د بل افغان ورور وګرځوې، ترڅو د یو او بل له مال، ناموس او حقوقو څخه دفاع وکړو. اې د نړۍ خالقه! ته مو په خپل رحم او کرم سره له هر ډول بدبختۍ او پرېښانۍ څخه وساتې، خپل اسلام، قرآن، هیواد او ددې هیواد دردېدلو او بې وسه خلکو ته مو د چوپړ جوګه وګرځوې، او د آخرت او دنیا نېکمرغۍ او بریالیتوبونه موږ ټولو ته را په برخه کړې. اې د کائیناتو خالقه! سمه ده چې موږ ګناهګار یو، خو ته مو په خپل رحم او کرم سره وبخښي او د نورو وړو او لویو ګناهونو د کولو توفیق او وس را ته مه را کوه. اې پروردګاره! ته زموږ ټول ولس سره یو کړې، ټول د یووالي په ټغر را ټول کړې، چې د یو او بل پر غم- غمجن او د یو او بل په خوښي – خوښي وکړو.»
آمین یا رب العالمین