د شهید ارسلا جمال په یاد

 هلته بیا درز شو، سوې چیغه شوه، ماتم جوړ شو

په چا ښادي وه، خو په چا د غم تورتم جوړ شو
 
اختره ! ما خو ځواني هیلي درنه ټولي ځار کړې
خو قرباني مو د یتیم د سترګو نم جوړ شو
 
هاغه تنکي تنکي ګلان یي ځکه ورژول
چي پسرلي کي د خزان له سېلۍ بم جوړ شو
 
دا چي یي زړه ورباندي یخ نه وو، بس یخ یي کړلو
د ننګ حجره کي مو د جهل پېغور سم جوړ شو
 
ما ورته زړه ور وړ، خو بیا یي هم په زړه وویشتم
خدایږو درمله! که په دوی باندي مو چم جوړ شو