
چي په تیاره کي مو ډېوه د هیلو بله نشوه
د بل په لاس را لویه شوې، زموږ خپله نشوه
د هجر لار باندي مو ډیر ستړي مزلونه کړي
چیرته نصیب کي مو، یوه منډه هم تر ګله نشوه
د بغاوت سرونه بیا په دغه ښار راغلي
دا ځل یي ولي دا مرداره وینه تله نشوه؟
لا یي تر اوسه ورته هیله ده، د ځان یي ګڼي
سل کاله وشول، پښتونخوا لا له کابله نشوه
هغې څو ځلي د سینې په سر ګذار ورکړی
دا چي زخمي شوه، یوه شېبه هم بې درمله نشوه