افغانان جګړه نه ، بلکه سوله خوښوي!!!

په افغانستان کي لسګونه کلونه کېږي چي جنګ او جګړې اور اخیستی او ټوله نړۍ افغانانو ته د جنګ پرستو او وحشت پرستو په سترګه ګوري. دا به تر یوه بریده سمه وي چي د لوی احمدشاه بابا له وخته بیا تر اوس پوري په افغانستان کي شخړي رواني دي، خو تېري او اوسنۍ جګړې یو له بل سره ډير توپیر لري. که احمدشاه بایا او شازمان خان لښکرکښۍ کولې، د خپل هیواد د ساتلو او حتی د نورو ملتونو د آزادولو لپاره یي ترسره کولې، خو له هغوی را وروسته داسي سلطنتونه هم په افغانستان کي واکمن شوي چي افغانان یي نړۍ ته جګړه کوونکي ور وپېژندل. موږ هر وخت له نورو په ځانګړې ډول له ګاونډیانو څخه ګیله کوو او تورونه ورباندي لګوو چي د افغانستان په ناآرامه کولو او بې امنیتي کي ستره ونډه لري، که دا خبره تر ډيره بریده سمه وي خو په واقعیت کي بل څه هم شته چي باید سترګي ورڅخه پټي نه شي. هغه دا چي په افغانانو کي هم ځیني داسي کسان شته چي تل یي په نورو پسې ځانونه تړلي او د خپلو ځانونو د هوسا کولو لپاره د هیواد له ډیرو ملي ګټو څخه تېر شوي دي، که په ښکاره ور پسې ردي بدلي خبري کوي خو په باطن کي د هغوی هر ډول پلانونه په افغانستان کي عملي کول غواړي، تل یي د افغانستان په جوړولو کي د افغانانو له اصلي بدخواهانو څخه مشوره غوښتي، حال دا چي په افغانانو کي داسي کسان شته چي د نړۍ د سترو نظامونو په جوړولو کي یي نورو ته مشوره ورکړې، خپلي نظریي او مفکوري یي د نړۍ له سترو پوهانو سره شریکي کړي او هغوی هم د دوی له نظریاتو او مفکورو څخه په پراخه کچه ګټه اخیستې ده، خو دا چي موږ افغانان د خپل هیواد د بیاجوړوني او آبادۍ په برخه کي ولي د هغوی له مفکورو او نظریو څخه ګټه نه اخلو دا په خپله یو ځانګړی او ستر بحث دی.
موږ افغانان تل د خپلو مشرانو په وینا جنګېدلي یو، تل مو د هغوی خبري منلې، تل مو د هغوی په شعارونو خپل احساسات را پارولي او د جنګ او جګړې ډګر ته مو وردانګلي دي، خو دا چي زموږ دا جګړې د چا پر وړاندي وې دا هم ټولو ته څرګنده او روښانه ده!
زموږ ځیني مشران د خپلو شخصي ګټو لپاره خپل مظلوم ولس قرباني کوي، او تل یي په هیواد کي واک ته د رسېدو لپاره د جګړې ډګر تود ساتلی، نه غواړي چي افغانان د یو او بل تر څنګ د ورورولي ژوند وکړي، ځکه د نورو په وژل کېدو او د جګړې په تود ساتلو کي د دوی ګټي پرتي دي، که په هیواد کي آرامي وي، سوله وي، ورورولي وي او آمنیت وي، نو بیا خو دوی ته پکښي څه نه رسېږي، حال دا چي ټول په دې پوهېږي چي ملي یووالی او ملي ګټي د یو او بل په منلو کي نغښتي دي، د یو او بل ترڅنګ په ژوند کولو کي نغښتي دي، د ( زما او زما ) په له منځه وړلو کي نغښتي دي، نو بیا دوی ولي د شخصي ګټو لپاره دومره لویه قرباني ورکوي او د خپل ملت وژلو ته یي ملا تړلې ده؟
که د جګړې په ډګر کي موږ او تاسو قرباني شو تاسو پوهېږئ چي ګټه یې چاته رسېږي؟ یواځي هغه چاته چي موږ او تاسو یي جنګولي یو، نه ټول ولس او ټول هیواد ته! که زموږ په دا ډول قرباني هیواد جوړېدلای نو افغانستان به اوس د نړۍ په کچه لومړنی بډای، پرمختللی او جوړ هیواد وای، خو داسي نه ده. که واقعاً د اسلام او افغانستان لپاره د قرباني خبره وي نو ټولو ته معلومه ده چي افغانان تر هر چا په اسلام ټینګ ولاړ دي او تل یي د خپل اسلام او خپل هیواد دښمنانو ته شرموونکې ماتي ورکړې او تور مخ یي بېرته خپلو هیوادونو ته لېږلي دي.
په هر هیواد کي د واکمن دولت پر وړاندي مخالفي ډلي شتون لري او پر ضد یي مبارزه کوي، دا ځکه چي واکمن دولت د هغوی د غوښتنو اړوند چال چلند او کړني نه ترسره کوي، خو په افغانستان کي له هر واکمن دولت سره مخالفي ډلي تر ډیره بریده د ځان او مال غوښتني لپاره مبارزه کوي. که داسي پوښتنه وشي چي چا د افغانستان او افغانانو لپاره واقعاً خوښي او سوکالي راوړې؟ څوک د افغانانو د واقعي غوښتنو لپاره جنګېدلي؟ او څوک د افغان ملت د خپلواکۍ لپاره هڅي او کوښښونه کوي؟ نو ستاسو ځواب به څه وي ... ؟
موږ ( خپلمنځي افغانانو ) تل د ژبي، قوم، سمت او ... په شعار ویلو سره له ملي ګټو څخه تېر شوي یو، تل موږ له نورو څخه ځانونه بېل ګڼلي او تل مو خپل ځانونه په نورو غوره بللي دي، حال دا چي د اسلام د مبارکي کلمې (لااله الله محمد رسول الله ) په ویلو سره ټول مسلمانان یو د بل وروڼه او خویندي ګرځي. دا چي په یو هیواد کي ژوند کوو نو باید د اسلامي اصولو تر چتر لاندي د خپلو هیواد د ملي ارزښتونو او ملي ګټو لپاره په ګډه مبارزه وکړو او د یو او بل ترڅنګ د کورنۍ د غړیو په څېر ژوند وکړو!
نو ...
نن باید نړیوال په دې پوه شي چي افغانان جګړه نه بلکه سوله خوښوي او په دې هم باید پوه شي چي افغانانو ته جګړه د نورو په واسطه راوړل شوې، او نور نه غواړي چي افغانان په آرامه فضاء کي د یو او بل تر څنګ ژوند وکړي.
افغانانو وروڼو !!!
نور راځئ هر ډول خپلمنځي تعصبونو او بدګمانیو ته د پای ټکی کېږدو، یو او بل ومنو، په ( زه او زه ) ونه وېشل شو، او یواځي په هیواد کي د ګډي سولي راوستلو لپاره هڅي او کوښښونه وکړو.
د هیواد د فوټبال او کرکټ ملي لوبډلو افغانانو او افغانستان ته داسي یووالی او د سولي داسي عملي شعار راووړ چي زموږ دولتونه یي له کلونو راهیسي په هڅه، هاند او لټه کي دي. زموږ ځیني مشران باید په دې پوه شي چي سوله او یو موټیتوب په زور او جګړه منځته نه راځي، په زور او جګړې سره هیچا خپل هیوادونه نه دي آباد کړي او نه یي هم د خپلو هیوادوالو لپاره خوښۍ راوړي دي. بلکه د یو او بل په بخښلو او له تېرو تجربو څخه په پند اخیستلو سره موږ کولای شو چي خپل هیواد د آبادۍ او خپل ولس د سوکالۍ لوري ته یوسو.
هیواد ته د کرکټ ملي لوبډلي په راتلو او نړیوال جام ته په وتلو سره زما په ګډون نن د ډیرو افغانانو په سترګو کي د خوښۍ اوښکې وې او دا زما او ډیرو هیوادوالو لپاره ډیر د خوښۍ ځای وو چي نن له خپلو ټولو غلطیو، تعصبونو، شخړو او جنجالونو څخه تېر شوو، د یو او بل ترڅنګ ودرېدلو او ټولو یواځي دا شعار ورکړ چي ( ژوندی دي وي افغانستان، زنده باد افغانستان )!!!