
افغانستان د مختلفو قومومونو ګډ کور دی ، دا
قومونه د تاریخ په اوږدو کی په ګډه او د وروری په فضا کی سره اوسیدلی دی. غمونه او
دردونه یی ګډ دی ، پر یوه سیمه او یا یو قوم که درد وی، د هیواد نوری سیمی او
قومونه تری نه دردیږی او پر هغوی تاسیر لری. نو د افغانستان ټولو قومونو ته پکار
ده چی د یوالی او دوستی په فضا کی سره ژوند وکړی.خو ځینی خود غرضه او پر ایران خرڅ
شوی اشخاص او افراد د موقع نه په ګټی، چی د کرزی بی کفایته اداری ورته جوړ کړی دی
له خپلی کمپلی پښی ډیری تیری وباسی او تری
نه ناوړه ګټه وچتوی. که یی مخه ونه نیول
شی په روښتیا به د افغانانودغه ګډ کور افغانستان د ډیرو زیاتو کړاونو سره مخامخ
شی او هیڅ قوم به ترینه ګټه پورته نه کړی او ګټه به یی زموږ د هیواد قران خوړلیو
دښمانانو ایران او پاکستان ته ورسیږی .د افغانستان ټول قومونه باید په دی ښه پوه
شی چی ایران او پاکستان د افغانستان له منځه وړل غواړی دا زموږ خواخوږی نه دی بلکی
د خپلو ګټو لپار په افغانستان کی د ځینو خرڅ شویو په واسطه خپلی شومی غوښتنی لټوی،
ددوی سره نه د هزرا غم شته او نه د تاجک یا پښتون.چی زه د ایران پر ځینو ډرامو پاه
لندی ډول رڼا اچول غواړم.
څو میاشتی وړاندی د افغانستان د علومو
اکاډومۍ یو مرستیال او یو بل څیړونکی د کرزی د فرمان پر اساس له خپلو دندو کورته
پدی پلمه ولیږل شول چی د وحدت د ګوند مشر
محقق داوا کړی وه او ویلی یی وو چی د اکاډومۍ یوه
څیړونکی د هزاراګانو قوم ته توهین کړی دی. د دی ډرامی تر شا د ایران لاس وو.
همدارنګه د سږنی کال د کانکور په ازموینو کی
سختی سرغړونی وشوی. تر شا یی د ایران لاس نه څیړنی وی او نتجه یی هم معلومه نه شوه، ټول چپ شول.
څو ورځی وړاندی په شورا کی د پوهنتون او
دانشګاه پر سر شخړی راپورته شوی او ان د فزیکی برخوردونو تر سرحده ورسیدی او جنجال
یی لا پر ځای پاتی دی. ددغه ډرامی تر شا هم د ایران لاس دی.
دا دی پرون بیا کرزی د یو بل فرمان په نتجه
کی د اجتماعی علومو د پوهنځۍ ریس او یو استاد له خپلی دندی لری کړل بی له دی چی
کومه څیړنه وشی، او د پردی شاته د ایران غوښتنو ته یی مسبت ځواب ورکړ.چی د دغی
ډرامی تر شا بیا هم د ایران لاس دی.
نو که چیری ایران د ځینو خرڅ شویو افغانانو
په واسطه دارنګه ډرامی جوړوی او کرزی خان
یی د فرمانونو په زریه پلی کوی، خبره به اخیر دی ته ورسیږی چی پښتانه له افغانستان
څخه کوچ وکړی او هیواد ایران ته پریږدی.
کرزیه که په تا کی کفایت وی او
وای، نو تا باید هم هغه د علومو د اکاډومۍ مسله په فرمان نه وای ختمه کړی
او یوه بی طرفه جرګه ګۍ د جوړه کړی وای او
دغه جرګه ګۍ د قانون په رڼا کی
څیړنه کړی وای او که چیری له قانون سر غړونه پکی له هر جانبه لیدل شوی وای ورته
قانون جزا ورکړی وای.خو نه څیړنه وشوه او نه ولس خبر شو چی ګناه چا کړی وه او جزا چا ولیده.
همدا رنګه تیره ورځ تا کرزی بل فرمان صادر
کړاو د ایران پټو ډرامو ته دی غاړه کیښوده او د اجتماعی علومو ریس او یو استاد چی
په کالونو کالونو تجروبی یی درلودلی او په زرهاو محصلان یی ټولنی ته روزلی وو کور
ته ولیږل ، چی ستا دا عمل هیڅ افغان ته د منلو وړ نه دی او ټول افغانان یی په
ټینګه غندی.
فکر
کوم د اجتماعی علومو د پوهنځی د استاد
خبری به اکثره افغانانو چی د ژوندون له تلویزیون سره یی کړی وی اوریدلی لیدلی وی. نوموړی استاد په خپلو خبرو کی وویل
چی په همدغه ټولکی کی چی ۶ یا ۸ کسه ناکام
شوی دی او بیا یی د نه خوړلو پر عمل لاس پوری کړی دی د هزرا له قوم څخه دی او دغه
قدرمن استاد دا هم وویل چی په همدغه ټولکی کی ۹۰ سلنه ټول د هزرا له قوم څخه دی او
۱۰ سلنه یی د افغانستان د نورو قومونو محصلان دی.
نو دا خو طبعی خبره ده چی په هر ټولګی کی هغه
که پر کومه ریشته پوری اړه هم لری یو څو
کسان ناکامیږی، دا مسله خو د قومپرستۍ سره هیڅ اړیکی نه لری، دا چی په ټولګی کی ۹۰
سلنه د هزرا د قوم محصلان دی خو طبعی خبره
ده چی هغوی به یو څو کسه ناکام شوی وی.
ولی دومره بی انصافی چی تا کرزی راخیستی ده
نه تور ګوری او نه سپین سترګی د تړلی دی ، نه قانون ته ګوری او نه د ایران پټو
دسیسو ته چی په افغانستان کی یی په کار اچوی. ستا دا بی ځایه فرمانونه د هیواد او
ولس درد نه شی دوا کولای بی له دی چی نوری شخړی وزیږوی.
ولس هیله لری چی د تیری ورځی فرمان چی د
اجتماعی علومو د ریس او یو استاد په هکله تاسو کرزی صادر کړی دی بیرته واخلی او یو
بی طرفه کمیسیون یا جرګه ګۍ جوړه کړی تر څو واقعتونه وپلټل شی او هر چا که له قانون
سرغړونه کړی وی ورته جزا ورکړی شی.
مننه
ډاکټر ګل مر جان منګل
2013/06/28