
نن د سیبتمبر په ۲۴ نیټه روان عیسوی کال، د شورانظار پخوانی او اوس د عبدالله د همپلنی د ټیم غړی امرالله صالح په خپله د فیسبوک په پاڼه باندی د فارن پالسۍ له قوله افغان ولس ته لیکلی دی چی د افغانستان د ۱۳۹۳ هجری شمسی کال د دوهم پړاو د ټاکنو تفتیش هسی یوه ډرامه وه او لیکی ((مجله با اعتبار و مشهور فارن پالیسی به نقل از ناظرین اروپایی نوشته است که تفتیش رای های مردم یک درامه بود زیرا دسیسه یی وجود داشت که از پیروزی داکتر عبدالله عبدالله جلوگیری شود)).
ګرانو افغانانو دا زموږ حال دی او داسی اشخاص او افراد پر افغان ولس باندی حکومت عواړی وکړی .زه باور لرم چی امروالله خان به د ډاکټر صاحب په منتخب حکومت کی په کوچنۍ چوکۍ قنعات ونه کړی دا ځکه چی د عبدالله خان سره یی ډیری چیغی او کرغی کړی دی او افغان ولس ته یی د خپلی فیسبوک پاڼی له خوا ډیر غلط پیغامونه لیږلی دی او په خپلو پیغامونو کی یی له حده ډیر کوشش وکړ چی زموږ هیواد او ولس چی هسی هم په بحران کی دی لا نور ژور بحران ته ور ټیل وهی. نو عبدالله خان مجبور دی چی امروالله خان ته په خپل دوه سری حکومت کی ښه او پوره برخه ورکړی او په لوی منسب یی کشینوی.
اوس به راشو دي ته چی د امروالله خان د ا پیعام چی د فارن پالسۍ مجلی له قوله یی افغان ولس ته لیږلی دی او د رایو تفتیش یی یوه ډرامه بللی ده، د امرولالله لپاره او د افغان ولس لپاره په څه معنی دی؟
لومړۍ د امروالله لپاره:ښاغلیه امروالله خانه تاسو ته پکار ده چی په سپیو پسی منډی نکړی بلکی خپل غوږ ته لاس کړی او ویی ګوری. شاغلیه امروالله خانه موږ له وړاندی داسی باور نه کوه چی تاسو به دومره ساده او خام وی چی د خپلو خبرو په مهوم او معنی به هم نه پوهیږی. فارن پالسی چی تاته ستا د کور احوال وایی او ته یی بیا د یوه سیاستوال په توګه( تاسو ته د سیاستوال کلمه اسعمالول سیاست ته توهین دی ) افغان ولس ته وړاندی کوی ډیر د افسوس او شرم ځای دی دا ځکه افغان ولس ته د تیرو ولس مشرۍ د ټاکنو ټول حقایق لکه د لمر روښانه دی او هر افغان له هر څه ښه خبر دی او افغان ولس او په سر کی ډاکټر صاحب اشرف غنی ستاسو د همپلنی په ټولو بیشرمیو او سپینسترګيو چی تاسو په تیرو ټاکنو کی وکړی سترګی پټی کړی او دا یی درسره ومنل چی په حکومت کی ونډه درکړی، پداس حال کی چی افغان ولس ته د ډاکټر صاحب اشرف غنی پریکړه په زړه پوری نه ده، خو موږ پوهیږو چی ډاکټر صاحب شریطو دی ته مجبور کړ چی په خپل منتخب حکومت کی تاسو ته وڼده درکړی او دوه سری حکومت درسره جوړ کړی.
دوهم به راشو فارن پالسۍ یا نورو بهرنیو میډیاګانو ته. ښاغلیه صالح خانه د ټولی نړۍ میډیا هغه که ټلوزیون، راډیو، اخبار، مجله او یا بله ډلیزه رسنۍ ده د خپلو ملی ګټو لپاره خپرونی کوی، اخبار نشر کوی او تبلغات کوی هیڅ بهرنۍ رسنۍ د افغانستان د ملی ګټو لپاره خپرونی نه کوی. دا یوازی زموږ په افغانانو کی ستا په شان کمعقله اشخاص دی چی د خپلو ملی ګټو پر ضد د پردیو پیغامونه خپل ولس ته لیږدوی او د ولس اذهان محشوش کوی. نو کله چی یو افغان د خپلو ملی ګټو پر ضد کوم عمل سرته رسوی د افغانستان په قانون کی یی جزا معلومه ده. زما په ګمان تاسو همدغه جرم کړی دی دا ځکه چی کله تاسو د د افغانستان د منتخب ولسمشر ډاکټر صاحب اشرف غنی منتخبه ولسمشری د فارنپالسۍ د مجلی له قوله تر پوښتنی لاندی راولۍ څه منعی لری او څه عواړی چی یی تر لاسه کړی؟ منعی به یی دا وی چی راتلونکی منتخب حکومت او افغان ولس په دوو بر خو وویشی او دي ته به زمینه برابره کړی تر څو هر بهرنی چی هر ډول شوم پلان د افغانستان په خاوره کی لری په اسانۍ سره پیاده او همدارنګه به په داخل د افغانستان کی چور ته شرایط برابر کړی.
که ستاسو په ګمان د فارن پلسی خبره رښتیا وی موږ پوهیږیو چی نده. نو تاسو به په کومو سترګو د ډاکټر صاحب په منتخب حکومت کی کار کوی؟ ایا ستاسو لپاره به شرم نه وی چی د یوه متقلب حکومت تر مشرۍ لاند کار وکړی. زما په ګمان تاسو نه سیاستوال یی او نه به شی، که چیری تاسو په رشتیا سیاستوال وای نو ستا لپاره د داسی خبرو اوپیغامونو لیږل چی هغه په هیڅ ډول د هیواد او ولس په ګټه نه وی بلکی ټولو ته پکشی زیان رسیږی ولس ت نه لږل. زما په اند ستاسو پیعام چی د فارن پالسي مجلی له خولی مو ولس ته د فیسبوک له لاری لږلی دی هغه که اګاهانه وی یا غیری اګاهانه نه یوازی ستاسو پر کم عقلۍ دلالت کوی بلکی دا یی په ثبوت ورسوله چی تاسو ښاغلی امروالله خان صالح یو قوم پاله، غټ فاشست او ملی خاین یاست، دا ځکه چی تاسو د افغان ولس ملی ګټی د پردیو په ژبه تعریفوی او د افغان ولس اذهان محشوشوی او عواړی چی افغانستان یو ژور بحران ته ور وغورځوی.
زموږ هیله د افغانستان له منتخب ولسمشر ډاکټر صاحب اشرف غنی او د اجرایوی ریس عبدالله څخه داه ده چی ستاسو څخه د دغه وروستی خیانت پوښتنه وکړی او تاسو عدلی او قصایی ارګانونو ته وروپیژنی.
څوک چی افغان ولس او افغان خاوری ته په سپکه ګوری د الله ج څخه یی سپک غواړو.
مننه
ډاکټر ګل مر جان منګل
۲۰۱۴/سیبتمبر/۲۴