
جرګو او مرکو
په افغانی ټولنه کی هر وخت ډیر مهم
رول لوبولای دی او لوبوی یی او بیا د لویو جرګو جوړیدل د افغانستان په تاریخ کی ځانګړی
ځای لری او افغانانو په
اکثر سختو وختونو کی لوی جرګی راغوښتی او د هم هعه وخت شته مشکل یی د لویو
جرګو له لاری حل و فصل کړی دی. او که په افغانی ټولنه کی دا د جرګو او مرکو دود او
دستور ته لږ ژور نظر واچو په روښتیا هم چی دا د افغانی ټولنی د کلتور يو ډیر مهم
عنصر دی چی په نوره نړۍ کی یی ساری نه لیدل کیږی.
خو له بده مرغه لکه چی په افغانستان کی دا څو لسیزی
جګړی چی زموږ ډیری بنسټونه ترینه بی
تاسیره ندی پاتی شوی او زیان یی وراړولی دی په لویو جرګو هم منفی تاسیر اچولی دی
او د جګړی له شروغ تر نن ورځی چی کومی
لوی جرګی جوړی شوی دی یوی لوی جرګی ته هم
د ولس واقعی استازی ندی راغوښتل شوی او ټولو لویو جرګو فرولوټی شکلونه درلودل او
ټولی راعوښتل شوی لوی جرګی د وخت د حکومت
تر مستقیم تاثیر لاندی وی او ټول تصمیمونه
مخکی له مخکی د وخت د دولت له خوا لا له وړاندی نیول شوی وو اود جرګوالو تش لاس
جګول وو او بس.
نو په حقیقت کی دارنګه
لوی جرګی چی په هغه کی د ملت اصلی نمایندګان نه وی راغوښتل شوی، کوم چی د هیواد او
ولس له دردونو او مشکلاتو اګاه وی، لدی خبر وی چی ولسونه کوم مشکل لری او ولسونه
یی کوم ډول حل غواړی همدارنګه حکومتونه هم
د ولسنو غوښتنی په پام کی ونه نیسی او د نورو هیوادونو د تاسیر او یا دشخصی ګټو په
پام کی نیولو لپاره پریکړی وکړی نو دا نه یوازی چی شته ناخوالی له منځه نه شی
وړلای بلکی نور ډیر مشکلات زیږولای شی.
دا دی اوس بیا د کرزی
حکومت اعلان کړی دی چی لویه جرګه ددی پخاطر راغواړی تر څو امریکایانو ته د دایمی
اډو په ورکولو او یا نه ورکولو کی وروستی پریکړه وکړی.
په لومړۍ سر کی موږ له کرزی منندوی یو چی د
تاریخ په دی اساسو شیبوکې چی زموږ هیواد او ولس د ډیرو کړاونو او چلنجونو سر مخامخ
دی لویه جرګه چی د افغانانو یوه ډیره مهمه عنعنه ده راوغواړی او امریکایانو ته د دایمی
اډو د ورکولو یا نه ورکولو په هکله پکشی وروستی تصمیم ونیول شی.
خو لکه چی پورته هم
ورته اشاره وشوه هیله ده چی کرزی همدغی لوی جرګی ته چی امریکایانو ته د دایمی اډو
په هکله پریکړه کوی د ولس وقعی استازی روغواړی، دا ځکه چی امریکایانو ته د دایمی
اډو ورکول او یا نه ورکول د افغانستان د پاره په دواړو حالاتو کی د اهمیت وړ خبره
ده. او په دواړو حالاتو کی زموږ هیواد او ولس ته د ګټو او توانونو خالی مسله نده.
نو که چیری په لومړۍ سر کی یادی لوی جرګی ته د هیواد له هر ګوټ او سیمی څخه د حلکو
واقعی نماینداګان راشی او بیا دا استازی بدون له دی چی د کرزی او یا د موجوده
حکومت تر تاسیر لاندی وی، د اډو ورکولو او نه ورکولو دواړه خواوی په هر اړخیزه او د افغانی
دستور سره سم تر بحث او څیړنی
لاندی ونیسی او وروسته په ازاده او ډ یموکراټیکه فضا کی وروستی ازاده پریکړه وکړی
انشالله چی د هیوا او ولس په ګټه به وی.
او که چیری د کرزی
حکومت امریکایانو ته د دایمی اډو په هکله د
تصمیم نیولو په خاطر له هیواد څخه د ملت د واقعی
نمایندګانو پر ځای د خکومت نمایندګان راوغواړی او بیا دا لویه جرګه د کرزی
د حکومت لخوا لا له وړاندی نیول شی پریکړه تش د لاسونو په پورته کولو سره هو کړه
کړی دا به نه یوازی زموږ هیواد له موجوده ناورین خلاص نه کړی بلکی هیواد به په یو
بله لویه بدبختی واړوی.
نو که کرزی دا کار وکړی او د ولس د واقعی
نمایندهګانو پر ځای خپل یعنی د خکومت یو
څو تش په نوم وکیلان یوی فرمولټی او تش په نوم لوی جرګی ته روغواړی دا به د کرزی
او د هغه د حکومت نه یوازی
لویه تیروتنه وی بلکی په تاریخی لحاظ په یی یو لوی خیانت وی چی د ملت سره
یی کوی.
نو زموږ هیله له کرزی
دا ده چی که غواړی چی په تاریخ کی یو ښه نوم پریږدی راشه د افغانستان د ولس د
دودونو سره سم یو تاریخی کار وکړه او د افغانستان تاریخ بیا راژوندی کړه یوه واقعی
لویه خرګه روغواړه او امریکایانوته د اډو
په هکله د تصمصم نیولو لپاره د هیواد او ولس واقعی نمایندګان
روغواړه او بیا پریږده چی هغوی ازاده پریکړه وکړی
چی دا به د ملت او هیواد په ګټه وی او دا جرګواال چی کوم تصمیم نیسی تری
ملاتړ وکړه.
مننه
ډاکټر ګل مر جان
منګل
۱۹/۱۰/۲۰۱۳