
ښاغلیه سلامونه او نیکې هیلی مو ومنه، هیله ده چی د جوړ صحت خاوند اوسئ.
پدې خاطر چی افغانستان د تاریخ په ډیر حساس او پیچلی کږلیچ کی قرار لری، د یو افغان په صفت د خپلی افغاني مسولیت له مخې ستاسو پاملرنه لاندې یو څو ټکيو ته راړوم.
1- غرب په ځانګړی توګه د امریکا عسکر چی په کوم هیواد کی پراته یا تللی دي یا هم ځی یوازی او يوازي د خپلو ګټو لپاره، نور د هیڅ چا هیڅ شي غم ورسره نشته، د دوی یعنی امریکایانو هدف ګټی دی تر څو یو څه ( ستراتیژیکی موقعیت، تیل او یا نور تر ځمکی لاندې یا پر سر زخیرې) لاس ته راوړې .
2- دوی یعنی غربیان چوټ اندزه چیرته نه ځی تر څو یو څه لاس ته رنه وړی، یعنط د يوې محاسبې له مخې دا کار کوی یا په بله وینا دوی ګوري چی ګټه یی تر زیان ډیره ده او کنه، که چیری یی مصرف له ګټې کم وی نو بیا ځی او پاتی کیږی او که بر عکس وی بیا نو که تللی هم وی پښی سپکوي سیمه پریږدي.
3- داسی مالومیږی او امریکایان هم وایی چی د افغانستان جګړه د امریکایانو لپاره د ویتنام له جګړی څخه اوږده جګړه ده، نو کله چی جګړه اوږديږي زیان یی له ګټې ډیریږی چی دا هیڅ وخت غربیان یا سرمایداران نه مني.
4- که سوله ونه شی او طالبان د خبرو له لاری قرار نه شی د افغانستان جګړه ان تر سلو کالونو هم دوام کولای شی، دا ځکه چی طالب عصري وسلی ته اړتیا نه لری او جبهي جګړه نه کوی په ډیرو کمو امکاناتو چی هغه ګډلی او شړومبۍ دي دولت ته سرخوګۍ جوړولای شی ځکه چی ګورلی جګړه کوی کله کومه ولسوالي نیولی، کله پل الوزولي او کله نا کله ژوندی وسکټ رالیږلی هغه څه دی چی جګړې ته د اوږده وخت لپاره دوام ورکولای شی.
5- د جګړی د اوږدیدلو بل مهم فکتور د افغانستان همسايه او ځینی نور هیوادونه لکه ایران،پاکستان، چین او روسیه دی چی نه غواړي امریکایان په افغانستان کی پاتې شی د طالب سره مرسته کوی او جګړه دوامداره کولای شي.
6- دا چی د امریکا ولسمشر ټرمپ یو سوداګر دی او سوداګر تر بل هر چا د یو شی په ګټه او زیان ښه پوهیږی او د نورو امریکایانو ضد او ناقص نظرونه چی عسکر لیږو نه یی لیږو، پاتی کیږو نه پاتی کیږو هغه څه دي امریکا نن وی که سبا وبه ګورو چی پښې یی له افغانستان څخه سپکې کړی افغانستان او افغانان یی پر خړ میدان پریښودل، چی دا به د افغانستان په تاریخ کی ډیره سخته او نه جبران کیدونکي ورځ وی، پدې خاطر چی افغانان هسی هم ډیر ځپل شوی دي د همدغه سې ورځی سره مخام نه شی لاندي ټکيو ته بیا ستاسو پاملرنه غواړم.
وړاندیز:
لومړۍ باید تاسو اشرف غني د افغان له مخورو څخه یوه پراخه اجماع جوړه کړی چی هر افغان خپل ځان پکشې وويني هیڅ افغان داسی فکر ونه کړی چی استازی یی پکشی نه شته.
ورپسی د همدغه جوړی شوی اجماع په نماینده ګی تاسو ښاغلی اشرف غنی د طالبانو سره مستقیمی اړیکی ونیسئ او د سیاست د اصلي رقن له مخی چی هغه ورکول او څه اخستل دی معامله وکړی او په هر قیمت چی کیږی باید د امریکایانو تر وتلو وړاندې سوله راولئ.
کوم شاعر وایی
په تدبیر د که د بام سوری بند نه کړ
دا تقدیر دی چی هغه کوټه به څاڅي
مننه
ډاکټر ګل مر جان منګل
۱/۸/۲۰۱۷