
څو ورځې وړاندې
رسنیو اعلان وکړ ، چې د زابل
په ولایت کې څلویښت ښوونځی
د زده کونکو په مخ وتړل شول.
اوس د زابل په ولایت کې بشپړ اکثریت
ښوونځی د زده کونکو په مخ تړلی دي.
ددې خبر په
وړاندې د کابل د ادارې او د هغه د پوهنی د وزارت
کوم غبرګون و نښود.
کله چې د کابل ادارې
د پوهنې اوسنی وزیر په
تیر پارلمان کې د
پوهنی وزارت د څوکۍ
د ترلاسه کولو د پاره وینا
کوله نو دا یې په کلکه ژمنه ورکړه چې
نوموړی به تړل شوی ښوونځي
بیرته پرانیزي. په هغه مهال کې د تړل شوو
ښوونځیو شمیر د شپږ سوو
په شاوخوا کې ویل کیده.
د هغه ورځې څخه ډیر
کلونه تیرل شول چې دښاغلی وزیر صاحب دا پلان تر اوسه تطبیق شوی
نه دی. که څه
هم یوه اندازه ښوونځی پرانستل شول
مګر تراوسه اکثریت یې لا تړلي پاتې
دي . او دا څلوېښت په هغو باندې ورزیات
شول. ددې
ښوونځیو تړلی پاتې کیدل او یا د نویو
ورباندې زیاتیدلو پړه یوازې د
پوهنی په چارواکو باندې وراچول دا یوه بې انصافي ده . د ویلو وړ
ده چې په دې مسله کې
مختلف اړخونه دخیل دي.
د پوهنی د
چارواکو له خوا د تړلو ښوونځیو په هکله ثابت او دقیق ارقام نه ورکول کیږي او دا ارقام
تل بدلون مومی کله وار سړی ددې ارقامو په صحت باندې شکمن کیږي خو هغه
څه چې ثابت دي:
·
د تړل شوو
ښوونځیو شمیر په سلګونو دی
·
په پښتنی
سیمو کې د زده کړو څخه د بې برخې ماشومانو شمیر په میلیونو دی
·
په پښتني سیمو کې ( چې امن هم
دي) د موجوده ښوونځی( په ځانګړی توګه د
نجونو له پاره) د اړتیا په نسبت ډیر کم دي
·
تر اوسه زیات شمیر
ښوونځی ودانی نه لري.
په دې کی شک نه
شته چې په عمومی ډول په ټولو سکتورونو کې د کابل اداره خپله بې کفایتی د نا امنیو په پرده کې پټوی . او د پوهنې په ډګر کې
تر ډیره بریده د خپلو نیمګرتیاو پړه
په نا امنیو او په
طالبانو وراچوي.
د کابل
د ادارې مشر ښاغلی حامد کرزی او نور چارواکي کله چې غواړی
په خپلو وینا و د پښتو او دری
تناسب مراعات کړي بیا نو په پښتو ژبه
طالبان مخاطب کوي چې د ښوونځیو د
تړلو څخه دې لاس واخلی.
دلته دوی غواړي
چې دوه ټکی په ډاګه کړي:
·
د ښوونځیو د تړلو ټول مسوولیت
د طالبانو په غاړه ورواچوي
·
په غیر مستقیمه توګه
داسی پیام ورکوي چې طالبان پښتانه دي او دوی
ښوونځي تړي پس پښتانه د پوهنی مخالف
دي.
مګر
طالبانو څو څو ځله دا ادعا رد کړیده
چې ګواکی دوی د
ښوونځیو په تړلو کې لاس لر
ي. هغوی حتی څرګنده کړی ده چې دوی تیار دي چې په دې هکله مرسته وکړي.
اوس دا یوه
معما ګرځیدلی ده چې:
د
پښتنو په سیمو کې ښوونځی څوک تړي ؟
·
دا ښوونځی د کابل ادارې
او د پوهنی د چارواکو د ټنبلی او
بې غوری له امله په قصدي توګه تړلي پاتې کیږي؟
·
یا په غیر د طالبانو نورې ډلی او
کړۍ هم شته چې په دې کې
لاس لري.
خلک
وايی چې نورې وسله والې ډلی لکه په متعصبو کړیو
پورې تړلی پټې او ښکاره ملیشاوې ،د ایران له خوا تمویل کیدونکی وسله والې
ډلې ، القاعده او یا په پنجاپ پورې تړلی پټ وسله وال ګروپونه هم په افغانستان کې
فعال دي.کیدای شي دا ډلې د ښوونځیو په
تړلو کې لاس ولري.
دا
مسله اوس مهال د ځینو کړیو له خوا په
پراخه توګه مطرح کیږي چې پښتانه د علم او پوهې سره مخالف دی
. دا کړی یوه غلطه تیوری وړاندې کوي او وايی:
هزاره ګان او پارسیوانان لوست وايی
پښتانه جنګ کوي . همدا خبره ده چې
هزاره او پارسیوانان پوهنتونو
او خارج بورسو ته ځی او پښتانه پاتیږي.
په دې ادعا کې
یو شمیر واقعیتونه شته دي هغه دا چې په یو شمیر
په پښتنی سیمو کې ښوونځي بند
او په سلګونو زرو د پښتانه د
دولسمو ټولګیو فارغان لوړو زده کړو
موسسو ته لاره نه پیدا کوي.
په افغانستان کې
په لوړو زده کړو موسسو او بهر
ته په
لیږلو شوو بورسونو کې د
پښتنو زده کونکو شمیر په اوړو کې د مالګی
په څير دی.
دا حالت نه
یوازې په افغانستان کې روان دی بلکې
ازادو قبایلو او پښتونخوا کې هم دی. په دې ټولو
سیمو کې د عمومی زده کړو ښوونځی تقریبا تړلی دی.
اوس تقریبا
دا ادعا کولی شو ، چې په تیرو لسو کلونو کې د نورو توکمونو په نسبت د پښتنو د اوو کلونو څخه را پورته تر شل کلنی
پورې بشپړ اکثریت نسل بیسواد نسل را لوی شو.
دا باید وویل شي چې په نړی
کې په
زرګونو قومونه او څوتوکمونه شته دی ، دا توکمونه
د ټولنی د پرمختګ په مختلفو پړاونو کې
ژوند کوي . ځینې هیوادونه د اوسنی عصر
د لوړ پر مختګ درلودونکی او د ژوند د ډیرو اسانتیاو سره درلودونکی دي ، مګر یو شمیر
توکمونه او خلک د بشری علم او پوهنی
په منځنی پړاو کې دی او هڅه کوي چې
لوړو پړاونو ته ورسیږي.
په نړی کې
په بشپړه توګه
وروسته پاتی توکمونه نه شته
چې د تمدن او د علم کومه نښه
پکی وجود ونلری. د وګړ پوهنی د علم له مخی هیڅ انسانی
توکم وحشی او یا د علم
مخالف نه دی. بلکی کیدای شی د یوې سیمی
خلک د ځانګړو عواملو له مخې تر
نورو ډیر پرمختګ و کړي او بیا ځینی توکمونه او خلک د نورو عواملو له لاری شا ته پاتی شي.
په سیمه کې اوسیدونکی
توکمونه هم دا حال لری ددوی
تر منځ د علم او پوهنی
له امله په وده کې
ډیر لږ توپیر لیدل کیږي .
ځینی توکمونه د مساعدو شرایطو د
درلودلو له امله په اقتصادی
او د پوهنی په ډګرونو کې د نورو
توکمونو او سیمو د اوسیدونکو په
تناسب سر ه زیاته وده کړي ده.
په پښتني سیمو کې دا
وده او پرمختګ تر ډیرې اندازې
د سیمی او نړی په سیاسی
حالاتو او په اقتصادی حالاتو پورې تړلی دی.
پښتونخوا د
خپل طبعی موقعیت له مخې
د نړی په داسی برخه کې
پراته ده چې د نړی د زیاترو
اشغالګرو پام یې ځانته اړولی دي.
مقدونی سکندر، چنګیز، ترکان ، مغولان، صفویان ، انګریزان ، ایرانیان ،
پنجاپیانو روسان او نورو په نړی
باندې د واک د ترلاسه کولو د پاره دې سیمې ته راغلی
او د پښتون اولس سره لاس او ګریوان شوی دی..
ددې ځانګړی
جغرافیا موقعیت او تل د پردیو له خوا بریدونو او مداخلو پښتون اولس ارام ژوند ته
نه دی پریښی.
په دې برسیره
بیا هم پوهنی په ډګر کې د شرایطو
په مساعد کیدو سره پښتون اولس ډیر نومیالی پوهان ، عالمان ، شاعران او
هنرمندان وړاندې کړي دي.
د لرغونی زړتښت
چې تاریخ پوهان یې د اسپه او اسپزی
په
قوم چې اوس ورته یوسفزی ویل کیږي تړی ، د مهال څخه ترننه
په لس ګونو زره نومیالی پوهان او
دیني عالمان د پښتنو له منڅه راوتلی او دا
بهیر لا روان دی.
خوشال خټک ،
سید جمال الدین افغان ، پير روښان او نور د سیمې او نړی په تاریخ کې پیژندل شوي
څیرې دي.
په سیاسی ډګر
کې د خان عبدالغفار خان د عدم تشدد پالیسی او تیوري په نړیواله سویه پیژندل شويده.
نوموړي د پښتنو په سیمو کې د ښوونځیو
د پرانستلو له امله د بریتانوی
استعمار له خوا جیل ته واچول شو او نږدې اوه کاله بامشقته جیل یې
تیر کړ.
ملاله
یوسفزی د کم عمر انجلی په ډیره میړانه د پوهنې بیرغ لوړ وساته او په دې هکله ددې میړانه او
سرښندنه ټوله نړۍ ستايی. اوس هغه په نړیواله سویه د پوهنې له پاره د مبارزی سمبول ګرځیدلي ده.
په ټولو
اسلامی هیوادونو او اسیا کې لومړنی وګړی چې فضا ته
یې علمی تحقیقي سفر وکړ او د هغه ځایه یې پوره علمی
معلومات تر لاسه کړل. هغه هم
پښتون عبدالاحد مومند و. ده فضا ته په تګ
او راتګ کې د ځانه
ډیر لوړ مهارت وښود چې شوروی فضانوردان ورته ګوته په غاښ پاتی شول.
پښتانه د سینما او موسیقي په ډګرونو کې وتلی نارینه او ښځینه هنرمندان لري چې په لوړو مدارجو کې دي لکه
سلمان خان، شاه رخ خان، امجدخان، امیرخان ، قادرخان
او نور . د شاه رخ خان د ( خان )
فلم چې په نړی کې لوړ مقام لری دا په ډاګه کړه چې پښتانه تروریستان نه بلکی ډیر
مینه ناک او بشردوست خلک دي.
پښتو موسیقي په داسی حال کې چې یو شمیر وتلی
هنرمندان یې د متعصبو کړیو او د پنجاپ له خوا وژل شوي او پاتی یې د ګواښونو سره
مخامخ دي بیا هم ډیره چټکتیا سره وده کوي
.
د سپورت په ډګر
کې شاهدخان افریدی ، یوسف پټان، یونس خان ، عرفان پټان ، زاهدخان، کبیرخان ، نوروز منګل،
محمد نبی عیسی خیل ، حمید حسن
او نور.
په اوسمهال په
پوهانو کې اشرف غنی احمدزی ، پوهاند بهاوالدین مجروح ، پوهاند
محمد صدیق محبی ،عبدالحی حبیبی،محمد صدیق
روهی ، عبدالشکور رشاد، عبدالغفار کاکړ ، محمدحسن کاکړ او نور
په سلګو نو په پښتنو پورې تړلی پوهان په
نړیواله سویه پیژندل شوي دي.
همدارنګه
اوس مهال په پښتنو کې زیات شمیر لوی دینی علما چې په
نړیواله سویه پیژندل شوي دي وجود
لري .
د علم او تخنیک
په ډګر کې په سیمه کې لومړنی
بی پیلوټه الوتکه د انجینر زمری هلالی له خوا پنځه ډوله بې پیلوټه
الوتکی جوړی او تیرکال د
کال په لومړی ورځ هوا ته په بریالیتوب
سره والوزول شوې. انجینیر محمد
صدیق وردګ په لس ګونو داسی نوي علمی تخنیکی اختراعات لري چې تر اوسه نړیوال ترې
خبر هم نه دي.
په دې کې شک نه
شته چې پښتو کلاسیک او اوسنی شعر او ادب
په سیمه کې د نورو په شان
په ډیرو لوړ پړاو کې قرار لری. چې
د هغه په اړخ کې پښتنو د پارسی ، اردو او
نورو ژبو د ادبیاتو په وده کې هم
برخه اخیستی ده.
لکه څنګه چې
پښتانه په پوځي
او سیاسی ډګر کې د
پراخ تعرض سره مخامخ
دي په همغه ډول سره د تعلیم په ډګر
کې هم د پښتنو په وړاندې جګړه
روانه ده.: او پښتانه یې د تعلیم په ډګر کې د ډیرو ستونزو سره مخامخ کړي دي.
اوس مهال د
پښتنو له پاره د تعلیم په ډګر کې دا لاندې
ستونزې په ډاګه کولی شو:
·
په افغانستان کې اکثریت
پښتو ژبي زده کونکي په قصدي توګه په مورنی ژبه باندې د زده کړو څخه بې برخې ساتل
شوي دی
او کیږي.
·
د نامعلومو وسله والو
ډلو او کړیو له خوا هڅه کیږي چې د پښتنو په سیمو
کې ښوونځي وتړي .
·
په میلیونو پښتو ژبی
ماشومان دا امکان نه نه شي کولی چې ښوونځیو ته ولاړ شي .
·
په پښتني سیمو کې د اړتیا سره سم د نویو ښوونځیو جوړولو ته لږه
پاملرنه کیږي. په ټولو پښتنی سیمو کې په زیات شمیر
نجونی او هلکان په ازاده هوا
، د دیوالونو او ونو تر سیوري لاندې
لوستونه وايی او د کابل اداره ورته
کومه پاملرنه نه کوي .
·
په پښتنی سیمو کې په
قصدي توګه د چارواکو له خوا د نجونو ښوونځیو ته ارتقا نه ورکول کیږی او د لومړنیو ښوونځيو په
سطح ساتل کیږي.
·
په دقیق او سنجول شوي پلان سره هڅه کیږي چې لوړو زده کړو
موسسو ته د پښتنو زده کونکو مخنیوی وشي او
یا تر حد اقل پورې را ټیټ شي.
·
د لوړو زده کړو له پاره
بهرته په بورسونو کې د پښتنو شمیر په اوړو کې د مالګي په شان دي.
باید
ووایو چې ورته شرایط په پښتونخوا، قبایلو او بلوچستان کې هم دي .د دا ډول ورته شرایطو رامنڅته کول
د یوه سیمه
ایز دقیق سنجول شوي
پلان له مخې ممکن شوي دي.
لکه
چې پورته اشاره وشوه چې د ا د پښتنو په وړاندې د سیاسی او
پوځی جګړې په اړخ کې دریمه جبه ده
چې د
ایران ، پنجاپی استعمار او په کابل کې اغیزمنو متعصبو کړیو له خوا په مخ
بیول کیږي.
په
پوځی لحاظ سره د پښتنو خاوره په ځو
ټوټو چې لویې ټوټې یې ځلور دي ویشل شوي ده. د پنجاب استعمار ، ایرانی لوړتیا غوښتونکی او کورنی ارتجاع په ټول
قوت سره هځه کوي چې ددې ټوټو د بیا
یووالی مخ ونیسي او نه
پریږدي چې په سیمه او نړی کې یو ځواکمن
هیواد رامنځته شي.
امریکا
هم د سیمې د استعماری او ارتجاعی ځواکونو
او حکومتونو ځخه په ملاتړ سره په ښکاره
ډول د پښتنو د خاورې د یووالی مخالفت کوي
او د دوې په نظر د ډیورینډ منحوسه
کرښه یوه رسمي کرښه ده.
دا
د امریکا له پاره په داسی حال کې چې د بشری حقوقو
مدافع بولی خو ډیر د افسوس ځای دی چې په سیمه کې دومره لوی
پروت اولس ( د اموسینه تر اباسینه ) پورې نه ګوري او د سیمې په تاریخ ځان خبروي.
د سیمې استعماری
او پراختیا غوښتونکي هیوادونه
، کورنۍ متعصبه کړۍ او د هغوی مزدوران په ټول قوت سره دا هڅه کوي چې په
پښتنی سیمو کې د زده کړو
مخه ونیسي . او تر ممکن حد پورې دا اولس نالوستی وساتی. دا څکه چې نالوستی
اولس:
·
ډیر ژر د
ناوړه پروپاګند تر اغیزې لاندې راځي
·
د ملی فکر د رامنځته او عام کیدو مخنیوی کیږي.
همدا
خبره ده چې په منظم ډول په پښتنی سیمو کې په ښوونځیو بریدونه کیږی ، نړول کیږي او
پښتانه ماشوما ن ښوونځيو ته نه پرېښودل کیږي.
ددې
له پاره چې پښتانه وکولی شي هم په سیاسی
او هم د پوهنې په ډګر کې د نړۍ
د نورو قومونو سره برابر حقوق
ترلاسه کړي اړینه ده چې د ټاکل شوي پلان له مخې
لازم اقدامات تر لاس لاندې ونیسي.
په
دې کې هیځ شک نه شته چې د پوهنې او د لوړو زده کړو په ډګر کې د پښتنو زده کونکو او
سیمو سره د کابل ادارې له خوا د تعصب ډک
چلند شوي دی او دا بهیر تر ننه روان دی.
نو له دې امله اړینه چې پښتانه د
پوهنې او لوړو زده کړو په ډګر کې خپل
حقوق تر لاسه کړي:
·
د ټولو پښتو ژبو زده کونکو له پاره
، په ټول افغانستان کې په
مورنی ژبه د زده کړو برابرول
·
په پښتني سیمو کې د
اړتیا سره سم د ښوونځیو تاسیس او د ودانیو
جوړول
·
په پښتني سیمو کې د ټولو تړل شوو ښوونځیو پرانستل
·
د کوچیانو له پاره
د زده کړو د اغیزمن میکانیزم رامنځته کول
·
په ولایتونو باندې د لوړو زده کړو د موسساتو او پوهنتونو د زده کړو څوکیو ویشل د
ریښتني نفوس په تناسب.
·
په پوهنتونو
او د لوړو زده کړو په موسسو کې د پښتو ژبو له پاره په پښتو د زده کړو زمینه برابرول.
دا
ښکاره ده چې په واقعي مانا سره چارواکی هیڅکله دې ته نه
تیاریږي چې پښتو ژبی زده کونکي په مورنیو
ژبو ( پښتو ، ازبکی، پشه يي، نورستاني، شغني او نورو) د زده کړو حق تر لاسه کړي .
خو
اوس ټولنه په مخ روانه ده. هر زده کونکی په مورنی
ژبه لوست غواړی . او په مورنی
ژبه باندې د زده کړو په اهمیت ډیر ښه پوهیږي . اوس بشپړه
اکثریت زده کونکی او د هغوی میندې او پلرونه په دې هڅه کې دي چې په مورنیو
ژبو باندې د زده کړو په لاره کې خنډونه لري کړي.
د
لوړو زده کړو په ډګر کې هم په پښتو ژبه
دزده کړو مخنیوی کیږی او له دې لارې زیات
شمیر زده کونکی د ستونزو سره مخامخ او د دوی په زده کړو ناوړه اغیزه کوي.
د
پښتنو دښمنانو په سیمه کې یو تور مثلث تشکیل کړی دی ، دا مثلث عبارت
دی له :
·
د پنجاپ استعماري
استعماري ادارې
·
د ایران پراختیا
غوښتونکی حاکمیت
·
په افغانستان کې ځینې متعصبه کړۍ
پښتانه
د ځان د موجودیت او د خپلو روا حقوقو د
ترلاسه کولو د پاره اړ دي چې د خپلو دښمنانو په وړاندې د سیاسی او پوځي
اړخونو برسیره د پوهنې په ډګر کې هم د
ځانه دفاع وکړي نو ځکه دوی
اړ دي چې په ټولو پښتني سیمو کې
د پوهنې
له پاره پراخ غورځنګ پیل کړي
چې دا غورځنګ به :
·
د
نامعلومو وسله والو ډلو په وړاندې د خپلو ښوونځيو ساتنه وکړي
·
د پوهنې له امله د خپلو اړتیاو د پوره کولو د پاره نوي
ښوونځی او ځانګړی توګه د نجونو ښوونځي جوړې کړي
·
په چارواکو باندې
فشار راوړي چې د پښتو ژبو زده کونکو
له پاره( د نورو ژبو ویونکو زده کونکو په اړخ کې ) په ټول
افغانستان کې په خپله ژبه د زده کړو زمینه
برابره کړي
·
په پښتنی سیمو کې د
ښوونځي د لومړنیو څخه منځنیو او لیسې ته ارتقا ورکړل شي.
·
پښتانه دې زیار وباسي د خپلو ماشومانو له پاره دې د ښوونځيو د ودانولو له پاره هر اړخیزې هلې ځلې وکړي.
·
په لوړو زده کړو موسسو
او بهرنیو بورسونو کې دې دهر ولایت د نفوس او خاورې په تناسب ونډه ورکړل شي
او د هر ولایت په دننه کې دې د هرې سیمې برخه دې په لوړو زده کړو موسسو کې وټاکل شي.
·
په لوړو زده کړو موسسو کې باید هم د پښتو ژبو زده کونکو له پاره په خپله ژبه لوست برابر کړل شي او که داسی امکان نه لری
په افغانستان کې باید ټولې د لوړو
زده کړو موسسی او پوهنتونونه دې په بشپړه
توګه په انګلیسي ژبه او یا په نورو نړیوالو ژبو شي.
·
په ښوونځیو او پوهنتونو
کې د تعلیمی نصاب په نړیواله سویه برابر
کړل شي. د افغانستان په تعلیمی سیستم کې
دې د ایران نفوذ او اغیزه له منځه یووړل
شي.
له نیکه مرغه
پښتانه دومره ښوونکی لري چې په ټولو ښوونځیو کې په خپله ژبه
زده کونکو ته لوست ورکړی او هم دومره پوهان لري چې
په پوهنتونو او لوړو زده کړو موسسو کې
په پښتو او یا په نړیوالو ژبو سره تدریس وکړي .
پښتانه په دې
نړی کې په هیڅ انسانی توکم باندې د استعداد
له مخې کوم لوړوالی نه لری خو
دوی باید
نړیوالو ته په یو ځل بیا ثابته کړي
چې دوی هم په سیاست ، پوهنې او تخنیک کې تر نورو شاته نه دي.