
ګران او قدرمن فزیک
استاذ ګل احمد اصطلاح وه چی موږ ته به یی کله د خوشحال خان
په لیسه کی د فزیک سبق راکوه او کله به چی سوال یا فزیکی قضیه مشکله وه نو په زده
کونکو به یی اواز کوه چی اول نمره ګانو اوس یی څنګه کوی؟ که څوک پری پوهیږی او د
حل لاره ورته لری نو راجیګ دی شی.
دا خبره ما ته د پاکستان پدی نویو بدلونونو رایاده شو لکه:
آی اس آی له ټاکنو تر
وړاندی ډرامه جوړه کړه ، ځینی کیڼ اړخه ګوندونه
لکه د پاګستان د خلکو ګوند، د عوامی نشنل ګوند ، او ځینی د بلوچو د ازادی غوښتونکی
غورځنګونو ډلی یی له سیاسی
سنی څخه په تهدید او مرګ وباسل او شرایط یی دی ته جوړ کړل چی ښی اړخه ګوندونه په
ځانګړی ډول لکه د فضل
الرحمن او عمران خان ډلی چی د شر او فساد
لپاره یی جوړی کړی دی او په افغانستان کی جهاد روا او په عملی ډول په جګړه کی ښکیل
دی را مخی ته کړل او قدرت ته یی ورسول.
آی آس ای له پورتنیو
تحولاتو لا له وړاندی عملی جګړه پیل کړی ده چی یو ښه
ژوندی مثال یی ګوشته ده چی ځینی نظامی قواوی
یی په سیمه کی ځای پر ځای کړی دی او دی ته تیاری نیسی چی نوی حکومت په قرار شی او
پر خپل ځای کشنی خپل ناجایز تیری ته د افغانانو پر خاوره لا د راتیریدلو په مخه
دوام ورکړی.
پر کنړ لا له میاشتو
وړاندی راکیټی حملی بله معنی نه شی لرلی به له دی چی پنجاپ د کنړ اوبه تر خپلی
ولکی لاندی را نه ولی، پدی معنی چی پینجاپ غواړی د کنړ سیند چی د پنجاپ ټولی حاصیل
خیزی ځمکی له دی سیند څخه خړوبیږی تر مستقیم کنترول لاندی راولی تر څو دا خدای
ناترسه بی اوبو نه شی.ګنی نور هم سرخدی ولایتونه د ډیورنډ په کرښه پراته دی ولی پر
هغوی راکیټونه نه وار کیږی.
د نواز شریف
تاریخ خو ټولو افغانانو ته لکه د لمر په شان روښان دی ضرور نه ده چی ډیر پری وغږیږو خو دا هغه شخص دی چی افغانستان خپله پنځمه صبه
جوړول غواړی. او د ۹۲ ع کال د ټولو کورنیو
جګړو مسول همدغه شخص دی او افغانان باید تری ښه تمه ونه لری.
نو په اخیری تخلیل کی
باید وویل شی چی خبره د ډیورنډ له کرښی نوره هم لویه ده.
نو سوال دی دی چی موږ افغانانو ته د تاریخ پدی
حساسو شرایطو کی څه کول پکار دی او څه کولای شو؟؟؟
له هر څه نه وړاندی د
افغانانو لپار ملی یوالی له خده ډیر ضروری خبره ده چی سره یو
موټی شی ،دا هغه څه دی چی د افغانانو ژوندی پاتی کیدل او بقا تضمین کوی او دا اصل باید
ټول افغانان په نظر کی وساتی هغه که پښتون، تاجک، هزاره ، ازبک او یا کوم بل قوم
دی ، او د عمل جامه ورواغوندی. کیدلای شی چی په
اافغانی ټولنه کی ځینی خود غرضه او خرڅ شوی اشخاص او افراد وجود ولری او د دی ټولنی ځینی قومونه پدی وغولوی چی د ډیورند مسله د پښتنو سره تړاو لری نو که چیری
پښتونستان د افغانستان سره یو ځای شی چی
په حقیقت کی هم د افغانستان جاوره ده نو پښتانه به
په افغانستان کی د ډیروالی پر حساب ډیر شی او د نورو قومونو حق به تر پښو لاندی شی
دا خبره که هر څوک کوی هيڅ اساس نه لری
ځکه تاریخ ثابته کړی ده چی په افغانستان کی ټول قومونه د یو ه وجود غړی ا و
اندامونه دی په وجود کی چی یو غړی کم وی نو وجود نه شی
کولای چی په سمه توګه دندی تر سره کړی، بلکی دا خبره هغه په پردیو خرڅ شوی اشخاص
او افراد کوی چی خپلی شخصی ګټی په خاطر کی وینی، همدغه اشخاص او افراد وو چی تر
پرون پوری یی د پنجاپ په مقابل کی د مقاومت چیغی وهلی او ولس یی پر دی غولوه چی
پاکستان زموږ پر خاوره تجاوز کړی ولی نن چی پاکستان عملآ د افغانستان پر خاوره د
نیولو برید کړی دی او غواړی چی تر مزار او هرات پوری ټول افغانستان تر خپل واک
لاندی راولی، د افغانانو سره نه ودریږی بلکی د افغانستان
د ملی ګټو پر ضد عملآ راولاړ شوی دی او پښتونستان د پاکستان خق بولی.
ولی دا په پردیو خرڅ شوی
او د هیواد د ملی ګټو دښمانان دا په نظر
کی نه لری چی ددی کرغیړنی ډیورنډ کرښی په واسطه د افغانونو لاسونه او پښی تړل شوی
دی او زموږ ګران هیواد افغانستان یی په وچه کی را ایسار کړی دی او دا هغه څه دی چی ددغه هیواد یعی افغانستان تجارتی اړیکی یی له نړۍ سره پری کړی دی چی تر اوسه پوری د
افغانستان په پښو نه ودریدلو یو عمده علت
همدغه خبره هم ده.چی یو ښه مثال یی هم هغه دی چی څه
وخت وړاندی همدغه پاکستان زموږ د ملی تجارانو ما لو نه په کراچۍ کی ایسار کړل په
میلیونو توانونه یی زموږ ملی تجارو ته ورسول.
دوهم دا چی ټول افغانان
باید پدی ښه سر خلاص کړی چی دښمن یعنی
پیجاپ ډیر ظالم دی په ولله که په زاریو او منت خو د پریږدی تر څو چی په توره تری ځان خلاص نه کړی. دا هغه ظالم
او بی رحمه دښمن دی چی لومړۍ یی د افغانانو خوښی وخوړلی دوه میلیونه افغانان ددغه
بی رحمه په چلونو له منځه ولاړ، ورپسی یی د افغانانو پر هډوکیو شروع وکړه او زموږ هیواد یی زموږ پر لاسونو لوټی لوټی کړی او
زموږ ملی ارودو یی در په در کړه، د خبری او نظر خاوندان یی په افعانانو کی ژوندی
پری نه ښود ټول یی ترور کړل او لا یی ترور کوی اوس دا بی رحمه دښمن زموږ د هډوکیو مغزو ته راد ننه شوی دی او زموږ د هډوکیو د مغزو په خوراک یی شروع کړی ده او غواړی افغانان د نړۍ له نقسی
ورک کړی او افغانستان پنځمه صبه د ځان کړی.
نو د تاریځ غوښتنه له
افغانانو دا ده چی توری تیری، قلم خوځنده او ژبه ژوندی سره یو موټی شی او د سر په قیمت له خپلی خاوری چی د ناموس حیثیټ لری په کلکه
دفاع وکړی او دی بی رحمه دښمن پیجاپ ته یو تاریخی
ګزار ورکړی.
مننه
ډاکټر ګل مر جان منګل