پښتو پالنه او پراته خنډونه


لیکنه  عبدالواحد رضوانزي
د خپل ښوونځې  زده کوونکی وم د پښتو ژبې سره مي مینه تر لیونتوبه  رسیدلي وه د خوږې ژبې هره مجله او ورځپاڼه به مې په ډیر شوق سره لوستله په خپل ټولګې کې که به مي وخت وموند نو لیکنې به مې لوستلي له ورځو یوه ورځ وه چي ما خپل ټولګې کې دورځ مجلي یو ګڼه لوستله  نو همدا مهال ټولګې ته یو قدرمن ښوونکې راغې چي هغه پخپله د پښتو ژبې ښوونکي و کله یي چي زما په لاس کې په مجله سترګې ولګیدي راځني یي واخیسته  ما فکر کاوه چي ښاغلي ښوونکي به شاباس راکړې خو داسي نه بلکي ددي برعکس یي د تولګیوالو په مخ کې راباندي ګڼ شمیر فتواوي ولګولې  ښاغلي  ښوونکي وويل په اسلام کې قوم پالنه ژبه پالنه ستم اوتوکم پالنه ځاي نه لري د پښتو ژبې پالنه د افغان ملتیانو کمونستانو او هغوۍ ته ورته بي دینو خلکو شعار دي له ښوونکې مي  وپوښتل چي د ژبي بقا د قوم بقا ده کوم قومونه چي خپله ژبه نه لري هغه قومونه خپلواکي او ازادي نه لري د یوقوم پرمختګ د هغه قوم د ژبي په پرمختګ پوري تړلي ښوونکي راغبرګه کړه چي له دي وروسته په ټولګې په دا څیرمجلې ونه ګورم.
 ډبر د بدبختۍځاي دي که یو څوک د پښتو په محافظه کاره ټولنه کې د پښتو نوم واخلي له دا شمیر ګڼو فتواګانو سره به مخامخ شي  پښتوپالان او هغه د قدر وړ استاذان چي د پښتو ژبې د سوچه کولو او کره کولو هڅې کوي له ورته ګواښونو سره مخ دي یو استاذ سره له یوي اوږدې مناقشې وروسته ښاغلي استاد راته وویل چي د پښتو له ژبي یواځي د عربي ‌ژبې تورې ویستل کیږي چي دا د اسلام سره دښمنې او دعربې ژبې سره خیانت دي ښاغلې استاذ زیاته کړه چي داکار د ځینې اسلام دښمنه عناصرو له لوري ترسره کیږي د هغه موخه دا وه چې پښتو دي همدا ډول له نورو ژبو اغیزمنه پاتې شي خو دا ښاغلې دیته پام نه کوي که چیري پښتو بې له همداسې خدمته پاتې شې او د پښتو چوپړ ته ورونه دانګو نو لري نه ده چي په لنډو څو کلونو کښې به مو د پښتو ارتوب او ارې بڼه له لاسه ورکړي وي او راتلونکې نسل ته به مو داسې پښتو پریښې وي چې له هر پلوه به له نورو ژبو اغیزمنه وي او ان د له منځه تلو ستر ګواښ یې هم موجود دي دا خو ټولو ته ډاګیزه او روښانه ده چي هر ټبر خپله ژبه او خپله ژبه پالنه پریږدي خپل ارتوب له لاسه ورکوي او بیا د یو ګوډاګې ټبر په څیر د نړۍ په مخ شپې او ورځې سبا کوي د نړۍ پرمختللې سمسور او سوکاله هیوادونه هیڅ کله هم د نورو ټبرونو ژبه نه خپلوي او پخپله مورنۍ ژبه زده کړه یي د پرمختګ یو لوي راز دي د نورو ټبرونو او ملتونو څښتنان په پراخه کچه د خپلې ژبې په پرمختګ او وده کې برخه اخلې له کوچنې واخله تر بوډا او له نالوستې واخله تر ملا یې د ژبې پر پالنه او چوپړ بوخت وي یو نږدي ملګري راته کیسه کوله چې په کابل ښار کښې مې غوښتل چې د بریښنا بیل تحویل کړم دا چې زه کابل ته نوي راغلي وم نو د بریښنا د بیل د تحویل ځاي راته  مالوم نه و نو له یو کمزوري سپین روبي مي وپوښتل چې د بریښنا ریاست چیرته دي دا چې  دا سپین روبې پاړسیوان و راته یي وویل چې بریښنا مه وایه برق وایه برق ددې په دې عمر کښې هم دیته پام و. د خیبر پښتونخوا  پښتانه او پښتو له انګلیسې او اردو بې کچې اغیزمن دي د خیبر پښتونخوا ډیرې اوسیدونکې  د پښتو په ډیري داسې لفظونو نه پوهیږي چې د هغې لفظونو استعمال ډیر زیات او په ورځنې زده کړه یز چاپیریال کښې استعمالیږي پوهنتون،پوهنځې،هستوګنځې،زده کړه،ښوونکې ددي پښتنو لپاره هیښوونکې لفظونه دي چي ډیري یې په مانا نه پوهیږي همدا ډول د افغانستان ډیرې پښتانه او پښتو له پاړسې او عربې ډیر اغیزمند دي ځینې پښتنې سیمو کښې که ستونزه د مشکل په ځاي استعمال شې
 شاید د هغې سیمو اوسیدونکو ته نا اشنا وي  که د خدمت په ځاې د چوپړ لفظ استعمال شې خلکو ته به هیښونکې ښکاره شې همدارنګه نور ګڼ شمیر الفاظ او کلمات دا او دیته ورته ګڼ شمیر ستونزې چې لا تراوسه هم د پښتو پالنې په مخ کښې پرتې دي  تر ټولو د پام وړستونزه او ستر خنډ چې ددي ستونځو د مخنیوې او د پښتو د ودې مخه یې نیولې د ټولنې منفې نظر او په کڼو نومونو او ټاپو لږولو سره دغه هڅې زیانمنې کوې دینې علما مخور او قومې مشران باید چې ددې منفې تاثراتو مخنیوې وکړې او خلک د پښت  خوندیتوب ته وهڅوې.