
پاکستاني رسنیو راپور ورکړي چې مشهور طالب قومندان عدنان رشید یې په زخمي حالت کې نیولې دي . عدنان رشید پخوا د پاکستان د هوایې ځواکونو انجینر وو . ښاغلی رشید د شمالي وزیرستان د شکۍ په سیمه کې په زخمي حالت کې له یو کور څخه نیول شوی دی . رسنۍ وایې چې هغه د جمعې پر ورځ نیول شوی خو خبر یې درې ورځې وروسته خپور شو .
د عدنان رشید په اړه ویل کېږي چې د ګڼو خطرناکو حملو په تر سره کولو کې ککړ دي . نوموړی د پاکستان په پوځي ولسمشر پرویزمشرف د ناکامې وژونکې حملې طراح ګڼل کېږي ، په ۲۰۰۵ کال کې د تروریزم ضد یوې محکمې عدنان ته د مرګ سزا اورولې وه . په ۲۰۱۲ م کال کې د خیبر پښتونخوا د بنو له مرکزې زندانه د سلګونو نورو طالبانو سره یو ځای په تېښته بریالی شو . په ۲۰۱۳م کال کې د ډیره اسماعیل خان په زندان د حملې د طرحې تور هم پرې لګیدلي په کومه حمله کې چې تر ۲۵۰ جنګیالي په تیښته بریالي شوي وو . په نورو ډیرو حملو کې د لاس لرلو په تور د پاکستان حکومت ته مطلوب وو.