
د عراق پارلمان د سې شنبې پر ورځ وروسته له سخت سیاسې کشمکش او ډیرو غونډو په دې وتوانېده چې نوی رئیس وټاکي . نوی ټاکل شوې رئیس سلیم الجبوري د عراق له وتلو او پیاوړو سنې سیاسیونو څخه دی . شروق العبایجي د پارلمان مرستیال رئیس ټاکل شوی دی . په غونډه کې له حاضرو ۲۷۳ وکیلانو څخه ۱۷۴ د الجبوري په تایید کې رایه ورکړه . په عراق کې د لومړې وزیر چوکۍ له شیعه ګانو د پارلمان ریاست له سنیانو او د ولسمشرۍ چوکۍ له کردانو سره وي .
الجبوري د عراق دیالې ولایت کې په ۱۹۷۱ کال کې زیږیدلې دي ، ماسترې او دکتوراه یې په قانون کې ترلاسه کړي .