جګړه ماران ، د جهاد درواغجن ټېکداران

یو شمېر پاټکیان د افغانستان په ملت خپله جنګسالاري او ټوپکماري د جهاد په نوم خرڅوي ، دا پاټکیان چې ملت یې خیر ته کینولي د جهاد کلیمه زمزمه کوي او له ملته پري کریډیټ غواړي . د جمهورې ریاست چوکۍ ته د ټاکنو په مهال یې د جهاد په نوم کمپاین کولو ایا ریښتیا دوی مجاهدین دي ؟ دوی ریښتیا د جهادې کریډیټ د اخیستو مستحقین دي ؟
کله چې کمونستانو پر شهید سردار محمد داود خان پوځې کودتاه وکړه او ښاغلی جمهور رئیس د کورنۍ له غړو سره له مقاومت وروسته په ارګ کې شهید شو . کمونیستې عسکرو په کابل کې د راډیو تلویزیون پر ودانۍ یرغل وروړ په افغانستان کې یې انقلاب اعلان کړ نورمحمد تره کي د شهید داود خان له شهادت وروسته د هېواد نوي جمهوررئیس اعلان شو .
له کرغیړنې کودتا او د داود خان له شهادت وروسته تره کي د واک پر ګدۍ کیناست ، کمونستانو په هېواد کې غوبل پیل کړ د انقلاب مخالف ، اخواني اشرار په یو او بل نوم د هېوادوالو نیول او شهېدانول پيل شول ، دې افراطیانو یو ناتار جوړ کړ ، د دینې مقدساتو سپکاوي یې وکړ ، د ملایانو او د انقلاب له مخالفینو یې زندانونه ډک کړل ، د ډیرو مړي او ژوندي تر دا ننه نا درکه دي . دا حال نو افغانانو ته د زغم نه و . په ملیونونو افغانان د نړۍ یو ګوټ او بل ګوت ته مهاجر شول ډیری یې ګاونډیو هېوادونو ته هجرت وکړ. افغانانو له هجرت وروسته د کمونیزم پر وړاندې وسله پورته او جهاد یې اعلان کړ ، یو شمېر هغه کسان چې له کابله پاکستان ته په تېښته بریالي شوې وو د جهاد مشرې یې پر غاړه واخیسته .
افغانانو د اوو برجسته جهادې تنظیمونو تر چتر او سیوري لاندې د روس خلاف لس کاله پریمانه قربانۍ ورکړي، د دې بې کچې قربانۍ په پایله کې روسې ښکیلاکې ځواکونه له ورپېښو اقتصادي ستونزو او په مقاومت کې د پاتې راتلو له امله له افغانستانه ووتل ، د روسانو له وتو وروسته افغانان د څو کلونو لپاره په کابل کې د ډاکتر نجیب الله تر مشرۍ لاندې حکومت سره وجنګیدل د ډاکتر نجیب الله حکومت هم د مقاومت تاب رانه وړ د سخت مقاومت سربېره یې رژیم ړنګ شو.
په کابل کې دډاکټر نجیب الله حکومت نسکور شو په اصطلاح افغان جهاد بریالي شو له افغانستانه د کمونېزم ټغر ټول شو ، ټوله نړۍ د کمونېزم له شره وژغورل شوه د نړۍ د پیاوړې پاور ملا ماته شوه . د افغان جهاد له بریا وروسته افغانانو او د نړۍ مسلمانانو جشنونه ولمانځل ، هغوی په افغانستان کې د داسې اسلامي نظام د راتګ په تمه ول چې د نړۍ د کمزورو مسلمانانو غم به خوري ،افغانستان کې به داسې مجاهد حکومت جوږیږې چې د کمزورو پرګنو مرسته او دفاع به کوي ، کابل به د نړیوال جهاد مرکز وی . ، بدبختانه د هغوی دا خوب اوبو یوړ.
د ډاکټر نجیب الله د حکومت له ړنګېدو سره که یو لور ته افغانانو بریا لمانځله بل لور ته سیاسې خلا رامنځ ته شوه ، په ډیرو قصابانو کې غوا مرې د جهادې ډلو ټپلو تعدد او ګڼوالی د سیاسې خلا د رامنځته کېدو بنسټیز لامل وو ، د هرې ډلې د قدرت تر لاسه کولو د جنون نشه سر ته وخته ، د واک لېونیو یو بل ته سنګرونه ونیول ، د قدرت پرسر روان کشمکش پر وسله والو نښتو بدل شو د کابل اوسیدونکې له هرې خوا د مجاهدو ګولیوتر باران لاندې د کمونیسټ دولت ارمانجن کړل . کابلیانو چې چا ته ښه راغلاست وویل ، څوک یې چې بدرګه کړل هغوی یې خولي له خاورو ډکي کړي . د اویا زره په شا او خوا کې کابلیان شهېدان او د اسیا پاریس په کنډواله بدل شو . وتلی پاکستانې شناندې احمد رشید په یوه مرکه کې وویل :کابل ته د مجاهدینو په ننوتو سره د کابل خلکو هغوی ته دروند استقبال وکړ د هغوی په اند مجاهدین پرښتې وي ، خو بدبختانه چې دا ټولې عزرایلې پرښتې وي او د هغوی ژوند یې واخیست.
چې خبره اوږده نشې رابه شو اصل موضوع ته د شمال ټلوالې ستر قومندان احمدشاه مسعود د کابل په ورانۍ کې ستر رول درلود . ښاغلی مسعود چې د ربانې د جمهورې ریاست د څوکۍ د ساتلو لپاره یې ړنده جګړه پر مخ وړله د دې جګړو یو مهم لوبغاړی وو . محمد فهیم قسیم ، ډاکټر عبدالله ، عطا نور ، امان الله ګذر ، بسم الله خان محمدي اونور دا هغه کسان دي چې نن یې په واک خیټه اچولي او ځانونه مجاهدین بولي د مسعود تر قومندې لاندې کورنیو جګړو کې مخکښ قومندانان وو . دوی ټولو د استاد برهان الدین رباني د واکمنۍ د دوام لپاره د کابل ښکلا ته اور ورته کړ . مولوی خالص د ښکېلو خواوو تر منځ د سولې د منډو ترړو په دوام یوه ورځ له استاد رباني وغوښتل چې خپل رقیب ته په قدرت کې ونډه ورکړه له دې پرته دا موضوع بل حل نلري . رباني ورغبرګه کړه (مولوې صیب ! یک مرغانچه برش نه میتم چوکي خو بان .) هماغه وو چې استاد رباني د جمهورې ریاست چوکۍ ځان پسې نټ او بوټ کړه ، کله به پرې بدخشان کې ناست وو کله کولاب کې یو ځای بل ځای ..........
د طالبانو د تحریک په رامنځته کېدو سره په اصطلاح مجاهدین د طالبانو مقابل کې د خپل سیاسې شتون د تضمېن لپاره مورچلې ونیولي د ټوپک شپیلۍ یې د یو بل په لورې واړولي ، استاد سیاف هم په ګرمه لوبه کې راودانګل او د شمال ټلوالې غېږ کې ورولویده ، دلیل یې ونیو چې طالبانو سره جګړه فرض ده .
په دې موده کې د بشریت او انسانیت ضد جنګې جرمونه تر سره شول په دې خپل منځې جګړو کې په زرګونو هېوادوال په خپلو وینو کې ولمبیدل ، د شمال لنډغرو د طالب ضد جګړې ته د افغانستان د بقا د جګړې نوم ورکړ ، اوس یې همدا دلیل نېولي چې مونږ د پنجابیانو ، چیچنایانو او د دوی پر وینا له نورو اورپکو ګروپونو سره جګړه وکړه د دوی په اند مونږ وکولاي شول افغانستان له نړیوال تروریزم نه وژغورو په دې لار کې مو پریمانه قربانۍ ورکړي . خو لمر کله په دوه ګوتو پټیږي د طالب ضد جګړه دوی د خپل قوم او خپلې سیاسې بقا لپاره پر مخ وړله دوی له دې جګړې هیڅ کله هم د افغانستان بقا او ملي بشپړتیا هدف نه وو ، دوی په افغان ملت احسان کوي چې ګواکې مونږ په سخت وخت کې له تاسو سره پاتې شوې یو او مونږ یواځینې مستحقین یو چې د قدرت په ګدۍ کینو .
دا د واکمنۍ تږي د طالبانو سره جګړې ته د افغانستان د بقا جګړه وایي ، طالبان د بهرنیو څارګرو ډلو او هېوادونو اجنټان بولې خو دوی دا هیر کړي چې د طالب په پرتله ډیرو بهرنیو څارګرو شبکو پنجشیر کې ځالې جوړې کړې وي ، دوشنبه ، تهران ، فرانسه او مسکو ټول د دوی تر شا ولاړ ول ، ټلوالې دا هیر کړل چې ایرانې سلاکاران او مشاورین به هم د جنګ په لومړیو کرښو کې او هم په ټولو چارو کې سلا او مشوري ورکولې . دوی پنجشیر ته په بوریو بوریو د امریکایې څارګرو ادارو ډالر راوړل او هضمول هم هیر کړي ، په همدې دره کې د امریکایې سلا کارانو شتون دا هر څه د ټلوالې لپاره جایز خو طالب د نورو هېوادونو ایجنټ ، ټلوالې همیش پښتانه د پاکستان د څارګرې ادارې غلامان ګڼلې اوظاهرا یې داسې دریځ غوره کړي چې ګواکې دوی هېواد د پاکستان له یرغله او اشغاله ساتي اما دا حقیقت ټولو درک کړي چې ټلواله په ریښتیا هم د ای اس ای سره دښمنې پالي او که هسې پروپاګند دی په وروستیو کې د پاکستانې رسنیو له لورې د عبدالله لپاره پراخ کمپاین ، د پاکستانې سیاسیونو له عبدالله څخه پراخ ملاتړ ، کابل کې د ټاکنو څخه مخکې د پاکستان د سفیر او د عبدالله خېلو غونډي د ټلوالې په ببولالو د بطلان کرښه راکاږله او د پاکستان سره له پخې او نه شلیدونکې یارۍ او وفادارۍ یې لمن پورته کړه .
د ټلوالې ځواکمن جنګسالار او د کرزي مارشال فهیم قسیم په یوه غونډه کې زلمې خلیلزاد یو امریکایي تبعه وګڼه او ویې وبل ښاغلې خلیلزاد په افغانستان کې د سیاست کولو او د ملې اجماع د چغو وهلو حق نلري ، دا وطن مجاهدینو ازاد کړي او مجاهدین به پرې حکومت کوي . های های د مارشال صیب دا منطق ! د بی ۵۲ ا لوتکو د بمونو په زور تر کابل رارسیدلی مارشال د امریکایې ډالرو په بوریو پړسیدلی مارشال د امریکایې چورلکو په وزرو سپور مارشال نن د امریکایې خبر نه مني دا کله کیدای شې چې نن مارشال ځان مجاهد بولي او د امریکایي نه مني .
دا هغه مجاهده ټلواله ده چې مشرانو به یې په سپینه ږیره پرته له کوم رحمه او کشرانو به یې د مشرانو په اشاره له امریکایانو غوښتل چې په دې ملت د وړو بمونو وس نه رسیږي غټ بمونه پرې ووروئ افسوس اوس هم لا وایي مونږ د دې ملت استازي یو .
دوی مجاهدین نه بلکې جهاد پلوري او وطن پلوري دي د روس خلاف جهاد کې مو دوه نیم ملیونه شهیدان ورکړل په ملیونونو معیوب او مهاجر شول د وخت جابر او ښکېلاکې ځواک مو په ګونډو کړ . دوی د شهیدانو ، یتیمانو او کونډو بورو میرمنو ارمانونه له خاورو سره خاوري کړل . نړۍ د افغانانو په بریا جشنونه ولمانځل خو دوی له برې وروسته هغه څه وکړل چې قلم یې په لیکلو شرمیږی دوی خپل ملت سره هغه څه وکړل چې اسراییلو به فلسطینیانو سره نه وي کړي . د کابل پیغلې یې سر لوڅې کړي د هېوادوالو مالونه او دولتې شتمنۍ چور شوي ، کوڅه په کوڅه چوک په چوک ځانته ځانته پاچاهې وه ، د پتمنو عزتونه ، ابرو او ناموس د سیلۍ په څیر بادیدل. بي بي سي کې یوه ورځ شهنواز تڼې او یو بل د هغه همفکره په یوه خپرونه کې میلمانه ول یواوریدونکې زنګ وواهه او تبصره یې وکړه چې کمونستان د افغانستان د بدمرغۍ اصلي عاملین دي . له تبصرې وروسته تڼې وویل : هو ، د سردار داود خان خلاف زمونږ کودتا یوه تیروتنه وه .زیاته یې کړه افغانستان هغه چا وران کړي چې دوبۍ ، پیښور ، فرانسه ، اسلام اباد ، کوټه او امریکا کې کورونه او شتمنۍ لري هغه د خبرو په دوام وویل ډیری داسې کسان چې له ولږې به ماښام څملاستل نن یې د پیسو شمېر نشته په خبره کې یې ډیر وزن وو.
ټلوالې له پیله جهاد نه دې کړي د ټلوالې د مشر مسعود هغه پروتوکول به مو په یاد وي چې د شوروي اتحاد سره یې کړی وو . د پروتوکول له برکته به له روسه جنګې وسایل د شمال له لارې راتلل د پښتنو سیمې او کورونه به د هغه وسلو د اور خوراک ول چې مسعود یې د تېریدو ننداره کوله . له پیله د واک او ځواک وږي د قدرت ، پیسو ، مال او جلال لپاره جنګیدل د روس خلاف جنګ کې د امریکا او د عربو پریمانه مرستې او د دوی جیبونه ول . هغه وخت به یې مرستې په خیرن پکول ، لنډ واسکټ ، ببر سر اوږده ږیره راټولولي بس نن د پیسو ګټلو هنر بدل دي هلته ږیره وه اوس یې خرییلې ، لنډ واسکټ یې په نیکټایې بدل کړي هلته به سوړه کې ول اوس سینګارخونه کې وي .
دوی جهاد هغه وخت زمزمه کوي چې ګټې یې خطره کې شي ، که اوس ورته وویل شي چې دا چوکۍ پریږده سمدلاسه به درته وایې ما به کوه میرم ، ما مجاهد هستم ای کشور ما ازاد کردم ای از ما است. د جهاد مقدسه کلیمه یې د خپل بیزنیس لاګو ګرځولې ده . دا جهادخو به تر قیامته روان وی چۍ دوی ولې ورته شا کړه هیښوونکې لا دا ده چې د امریکایانو موجودیت کې د جهاد چغې وهل هسې د سپې د خپلو کانګو څټل دي ، پاټکیان د واک تر لاسه کولو جګړې ته جهاد وایي ، چې دوی قدرت کې وي بیا جهاد نشته . دا مجاهدین افغاني ارزښتونو ته درناوي نه کوي ، ومو نه لیدل چې خپلو پلویانو ته یې وینا کې وویل : اوباما راته زنګ وهلې وو د صبر او تحمل غوښتنه یې رانه وکړه . درې ورځې مهلت راکړئ جان کېري راځي په ټاکنو ورسره بحث کوم . همدا مجاهد د دې لامل شو چې امریکایانو زمونږ په ملي پروسه کې د لاس وهنې چانس وموند ، مجاهد نوماند د افغانانو رایې د کېري له پریکړې ځار کړي دا مجاهد یو عیسوی جان کېري او ملت سره نه برابروي ، د ملیونونو افغانانو په اراده ملنډي وهي ، او د یو جان کېري خبره د سر په سترګو مني .
هېوادوالو ! د دوی د جهاد چغه د قدرت او چوکۍ ګتلو شعار دی ، څوک چې ریښتوني مجاهدین دي هغوی خپل جهاد په چا نه خرڅوي ، نه په جهاد له خلکو رایه غواړي ، جهاد د نورو عباداتو په څېر یو عبادت دی ، او لکه د نورو عباداتو په څېر یواځې له هغه چا یې باید اجر وغوښتل شي د چا د رضا لپاره یې چې کړی وي . دا زه منم چې د جهاد ثمره باید مالومه وي او درناوی یې وشي ، خو ثمره یې هم همدوی په لغته وهلي .
زمونږ د جهاد قهرمانان هغه دي چې په دې حقه لار کې معیوب شوي ، شهید شوي ، مهاجر شوي د کورنۍ غړي یې له لاسه ورکړي ، هغه کونډې ، یتیمان چې میړونو او پلرونو یې د جهاد په لار کې سرونه شیندلي ، مونږ د هغوی پوروړي یو په مونږ یې بلا حقونه دي څوک چې د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره چادرې په سر کوڅو کې خیرات غواړي ، هغه یتیم زما د سر ګل دی چې د یوې روپۍ لپاره په سره ګرمۍ کې په دې تمه ولاړ چې څوک به ترې کوم ګیلاس اوبه واخلي .
دا د جهاد د شعار زمزمه کوونکې زمونږ د سپیڅلې جهاد پلورونکې دي ، دوی زمونږ د شهیدانو ، معیوبینو ، کونډو ، یتیمانو سرتورو حیاناکو میرمنو د ارمانونو قاتلان دي . دوی خاینان دي ، دوی زمونږ د خویندو د سر د شال غم ونه خوړ ، د یتیم د سر سیوری نه شول د خپل قدرت لپاره یې زمونږ د هیلو په پسرلې بې وخته خزان راوست زمونږ د ارمانونو غوټۍ یې په مستۍ کې پرې او غوړیدو ته یې پرینښودي .
اې زما ساده ملته! نور د دې پلیتو په مخ لاړي توف کړئ ، نور خو به مو پېژندلې وي کنه بیا مو په دې سپیڅلې کلیمه د خپلو ګټو قربانې نه کړي .