ښه دې وکړل

 
صادق ترابزی
ولسي جرګې له وخته راپديخوا د ماليې وزیر حضرت عمر زاخيلوال د استیضاح پریکړه وکړه کله چې د غونډې یو شمېر ګډونوالو تور پورې کړ، چې یاد وزیر په خپل وزرات کې د یوې سیمې اوسیدونکي په دندو ګومارلي.
د ماليې وزیر زاخېلوال ويلي وو چې گواکې په ولسي جرگه کې يوې داسې ډلې د هغه د استيضاح پرېکړې ته لاره هواره کړې چې د ده په وینا د نشه يي توکو په قاچاق او فساد کې ښکېل دي، نوموړي ویلي وو چې اسناد په لاس کې لري.
د زاخېلوال دغه څرګندونو د ولسي جرګې غبرګون راوپاروه او يو شمېر غړیو ټينګار کاوه چې څومره ژر کېدای شي زاخېلوال د هغه وکیلانو نومونه ښکاره کړي چې په فساد کې ښکيل دي او د قاچاقبران دي.
اوس معلومه شوه کومو غړیو چې په دې ټينګار کاوه چې زاخېلوال دې د وکیلانو نوملړ خپور کړي همغه وکيلان د زاخېلوال تر برید لاندې راغلل.
زاخېلوال ولسي جرګې ته ولاړ لومړی یې وغوښتل چې د رسنیو پوښښ بند کړي، خو ځينو وکیلانو ټينګار وکړ، چې هر څه باید علني وي.
د ماليې وزیر د ظاهر قدیر، امیرزي لالي، محمود خان سلیمان خیل، سمیع الله صمیم، عارف رحماني او محمد عظیم محسني نومونه یاد کړل، چې د ده په وینا په غیر قانوني کړنو کې ښکېل دي.
نوموړي زیاته کړه، د وکیلانو په لاسوهنه د ۱۳۸۹ او ۱۳۹۱ کال ترمنځ له پاکستان څخه څه باندې ۴۵۰۰ ټیلره اوړه له محصول پرته تېر شوي چې د هیواد ملي بودجې ته یې ۷ اعشاریه درې میلیونه ډالره زیان اړولی.
له دې وروسته د زاخېلوال دغه خبرې د ډيرو وکیلانو د قناعت وړ وګرځيدې او نوموړی د ولسي جرګې له تالاره هسکه غاړه راووت.
د زاخېلوال د دغه ګام افغانانو هر کلی وکړ، ګڼ افغانان په دې خوښ دي او يو تعجب ورته ښکاري چې د ولسمشر په کابینه کې دا لومړنۍ وزیر دی چې د زور واکو او مفسدو وکیلانو پر وړاندې يې داسې جرات وکړ.
ښاغلی زاخېلوال ښه دې وکړل، ولسي جرګې هسې هم خپل حيثیت په هغه وخت کې له لاسه ورکړی وو، کله یې چې ۱۱ وزیران استیضاح کړل او ټول بیرته په خپلو کرسیو کيناستل، همغه وخت افغان ولس پوه شو چې په ولسې جرګه کې د دوی استازې نه بلکې معامله ګر ناست دي، داسې معامله ګر چې يواځې د ځان په غم کې دي نه د هېواد او ملت.
د زاخېلوال دا ګام يو د عبرت درس شو هغه وکیلانو ته چې ډيرې غورو پش به یې کاوه او ځانونه به یې د ملت ريښتني استازي بلل، له بلې خوا به وکیلان په هر وزیر ډاډه نه ورځې، د ولسي جرګې وکیلانو په دې وروستیو کې ځانونو ته يو څه ويل هغه په دې خاطر چې غږ به يې کاوه چې دا د ملت کور دی، مونږ د ملت استازي يو، دلته باید هر وزیر حساب کتاب ورکړي، خو د ولسي جرګې ګڼ هغه غړي چې په ريښتنې د ملت استازیتوب کوي په دې باوري وو چې زمونږ حیثیت له منځه تللی دی.
د ماليې وزیر زاخېلوال دا خبرې چې وکړې نور یې زړه په تنګ شوی وو، تر کله به د وکیلانو نامشروع غوښنې مني، تر کله به د دوی جرایم له ملت څخه پټ ساتي، هر وخت د دې ګواښ شته چې ولسي جرګې ته یې د استیضاح لپاره وروبلې.
زما په نظر د ښاغلي زاخېلوال دغه ګام د دې په صداقت باندې هم دلالت کوي چې په خپله په فساد کې ښکیل نه دی، ځکه چې ولسي جرګې ته يې چلنج ورکړ که پر ما هغه تورونه چې ولسي جرګه یې یادوې ثابت شي زما د مخ تور کړي.
خير، بل وزیر ولې داسې نه کوي، البته په هغوی کې به ځينې نیمګړتیاوي وي یا به د ولسي جرګې د ځينوغړیو سره جوړ جاړی کوي.
خو که هر وزیر د زاخېلوال په قدم قدم کېږدي لومړی بریالیتوب به مو دا وي چې په فساد کې به د پام وړ کموالی راشي او بله دا چې هر څوک به د خپلې بړستنې سره سمې پښې غزوي.
وزیرانو صاحبانو تاسو هم داسې ګام واخلی، د ملت د ښه راغلاست سره به مخ شئ، بس دی نور دغه ځورېدلي ولس ته د ملهمو پټۍ شی، نه مالګه چې هر وخت یې په زخمونو دوړوئ.
نن د هر افغان په خوله همدا خبره ده چې زاخېلواله ښه دې وکړل، صبا به تاسو د خلکو په خوله یاست او په ښو به مو یادوي.