د DynCorp د دفتر سره چادونه

 شپږویشتمه برخه
د DynCorp د دفتر سره چادونه
د اګست د مياشتې دېرشمه نېته ۲۰۰۴زکال
نن ماښام د شپږو بجو په شاوخوا کې په خپل دفتر کې ناست وم او د خپل ميز د سرکاغذونه مې لټول چې د يوې درندې چاودنې آواز مې تر غوږ شو چې زما د دفتر او دهليز شيشې يې هم ماتې کړې ما فکر وکړ چې زما د دفتر تر شا چا بم ايښی دي څنګه چې د له دفتر نه راووتم کتل مې پوليسو منډې وهلې او ما فکر وکړ چې د کورنيو چارو دوزېر دفتر ته چې زما د دفتر د ودانۍ تر څنګ و، چا بم ايښی دی خو هلته هم څه نه و. موږ د کورنيو چارو د وزير د دفتر د ودانۍ سر ته (بام) وختلو کتل مو چې د انصاري چوک سره نږدې د کورنيو چارو وزارت شمال لويدیځ برخې ته د اورلمبې ښکاري، دغه چاودنه دومره درنده وه چې موږ فکر کاوه چې په لسګونو کسان به مړه يا ژوبل شوي وي. د ماښام په اوو بجو تقريبا يو ساعت د پېښې نه وروسته د کورنيو چارو وزېر علي احمد جلالي او زه د پېښې ځای ته ورغلو چې لیدل مو د سړکونو شاوخوا او حتی د ډېرو لرې پرتو ودانيو او کورونو شيشې ماتې شوي دي. په کومه کوڅه کې چې دا چاودنه شوې وه د موټرو پرزې حتی دوه درې سوه متره لرې پرتې وې . په دې پېښه کې لس کسه وژل شوي وو چې درې يې امريکايان، دريې نیپالي پېره داران چې د ګورکه ( Ghurkha) په نامه ياديدل او څلور محلي کارکوونکي وو، دغه چادونه ډېره دقيقه طرح ريزي يا پلان شوی وه ځکه چې په همدې وخت د DynCorp دموسسې غړي چې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې سره د کوکنارو په چپه کولو کې او هم د پوليسو په روزنه کې مرسته کوله په دغه ودانۍ کې د ډوډۍ خوړلو وخت و خو په دې ماښام ددې دفتر ډیرې خارجيانو په يوه بله نږدې ودانۍ کې دماښام ډوډۍ خوړه ځکه چې په دغه ودانۍ کې چې دوی همېشه په همدې وخت د ماښام ډوډۍ خوړله څه د ترميم کارپکې روان و نو په دې ماښام دوی تغېر د ځای کړي وو اصلاً دا چاوديدونکي مواد د يوه ډاينا وړې لارې په منځ کې چې دې ودانۍ ته يې شګه راوړله ځای په ځای شوې وو نو ځکه د چاودنې طاقت يې د نورو چاودنو پرتله زيات و. که د DynCorp امريکايې کارکوونکو په دې ماښام ځای نه وای بدل کړی نو شايد چې په لسګونو امريکايان به په دې چاودنه کې وژل شوي وای، په دې پېښه کې اته اوږدې امريکايې شورليت جیپان هم له منځه تللي وو.
 
 
 
 


د هرات والي اسمعيل خان تبديليدل
د سپتمبر ۱۱ مه نېټه ۲۰۰۴زکال
نن د سپټمبر د مياشتې په یولسمه نېټه د امنيت شورا بالاخره داتصميم ونيوه چې د هرات والي اسمعيل خان بايد تيديل شي، د اسمعيل خان د تبديليدو اوازې او کار د يو کال نه را په دې خوا روان و خو د دولت رئيس حامد کرزي فکر کاوه که اسمعيل خان تبديل شي نو د افغانستان غربي سيمې ولايتونوامنيتي وضعيت به ناآرامه او بې ثباتي به زياته شي خو د کورنيو چارو وزېر نظر دا و چې کله دمرکزي حکومت لمن ولاياتونو ته پراخه شي او افغانستان د ملک الطوایفي نه خلاص شي نو د خلکو اعتماد به په حکومت زيات شي او که په موقتی توګه وضعیت یو څه خراب هم شی خو په اوږدمهال کې د خلکو به مرسته او ملاتړ امنیت ښه کېږی.
د اسمعيل خان د لری کیدو نه مخکې د کندهار والي ګل آغا شېرزی هم د کندهار د ولايت نه لرې او د فوائد عامې د وزېر په توګه تعين شوي و، له بله پلوه په دې وخت کې زياترو پښتنو هم دا شکايتونه کول چې ګوندې مرکزي حکومت يوازې په پښتنو زور رسېږي او له جنرال دوستم ، استاد عطا محمد نور او اسمعيل خان ته څه نه وايي چې په خپل سر د سيمې پاچيان دي. د پکتيا په سيمه کې خاصتاً پاچا خان ځدران حتی په بیړنۍ لويه جرګه کې دا ادعا کوله چې دوی ټول د بن د پروسې په اساس او د B-52 طيارو په زور بېرته افغانستان ته راغلي نو څنګه چې حاجي قدېر د ننګرهار ولايت، اسمعيل خان دهرات ولايت، جنرال دوستم د شبرغان او استادعطا محمد مزار ونيوه نو دی بايد د لويې پکتيا د والي په توګه تعين شي، کله چې باچاخان ځدران د پکتيا د والي په توګه تعين نه شو نو د مرکزي حکومت پر ضد يې مسلحانه فعاليت پيل کړ.
ددې فيصلې نه دمخه جلالي صيب امريکا ته تللي و او بېرته دوبۍ ته رأستون شوی و او يو شرط يې داو چې دی بېرته کابل ته نه ستنېږي تر څو اسمعيل خان د هرات نه بل چېرته بدل نه شي. د امريکا سفېر زلمی خليل زاد هم په دې وخت کې د اسمعيل خان د لرې کولو طرفدار نه و ځکه چې په عراق کې امريکايې قواؤې د سخت مقاومت سره اخته وې او د بوش ادارې غوښتل چې په ظاهري توګه د افغانستان جنګ مؤفقه ارزيابي کړي نوزما په اند خلیل زاد په دې فکر و چې د جنګسالارانو سره بايد ګذاره وشي تر څو امنيتي وضع خرابه نه شي تر څو جمهور رئيس بوش د د دویم ځل لپاره د امريکا جمهور رئيس شي. د افغانستان د جمهوري رياست ټاکنې چې په اکتوبر کې پلان شوې وې د همدې لپاره وې چې د نومبر په مياشت کې د امريکا د ټاکنو نه بايد دمخه ترسره شي تر څو بوش په امريکا کې خپل ولس ته وښايې چې په افغانستان کې د د يموکرأسۍ پروسه په مؤفقه توګه روانه ده او دوی په افغانستان کې بريالي دي نو کرزی صیب هم د خپلو راتلونکو انتخاباتو په مقصد د زیاتې ګذاره نه کار اخسته.
خوباالاخره د جلالي صيب په اصرار زلمی خليل زاد هم مجبور شو چې د دولت رئيس حامد کرزی په دې قانع کړي چې اسمعيل خان د هرات نه لرې او دحکيم تڼوال پر ځای يې د کانو او صنايعو وزېر مقرر کړي، د کورنيو چارو امنيتي معين چې د کورنيو چارو وزارت سرپرست و راته وويل چې پرون دوی اسمعيل خان ته وويل چې کابل ته راشي او هم مو ورته نن سهار تيلفون وکړ چې د دولت د رئيس هدايت دی چې ته بايد کابل ته راشې خو اسمعيل خان ورته ويلي و چې نه درځم او همدلته پاتې کيږم. دښاغلی هلال په قول اسمعيل خان ورته ويلي و زه په هغه حکومت کې چې دافغانستان د رهبرۍ قابليت نه لري برخه نه اخلم. د ماښام په اوه بجو او پنځوسو دقيقو د کورنيو چارو وزارت سرپرست او امنيتي معين جنرال هلال راته تيلفون وکړو چې نن ماښام پنځه بجي مونږ په ارګ کې د هرات د مسئلې په هکله غونډه درلوده او کرزي صيب وويلې چې د رياست دولت مرستيال پوهاند نعمت الله شهراني او زه سبا ته بايد د هرات د نوی والي سيد محمد خېر خواه سره بايد هرات ته لاړ شو او دی د نوې والي په توګه معرفي کړو. سيد محمد خېر خواه له دې نه مخکې په اوکراين کې د افغانستان سفېر و او په هرات کې د اسلامي جمعيت د بلې ډلې چې د شهيد افضلي د ډلې په نامه يادېږي غړي و چې د اسمعيل خان سره مخالف و ، که څه هم د اسمعيل خان لرې کېدل ښه کار و خو د خېرخواه تعيندل د والي په توګه ښه نه و ځکه دا داسې ښکارېده چې ګوندې دی د شخصي خصومت په اساس لرې کېږي نه د ادارې د ښه والي په منظور، او همداسې وشو، خېر خواه چې چندان فعاله سړي نه و او هم يې د خپلې ډلې نفر مقرر ول نو د هرات وضعه ډېر ژر په دريو علتونو خرابه شوه يوه دا چې اسمعيل خان هم خپل طرفدارانو ته ويلي و چې د نوي والي سره همکاري ونه کړي، دویم دا چې خېر خواه هم چندان فعاله اداره چې نه وواو په خپلې ګوندي بازۍ اخته و او درېيم دا چې د دولت مخالفينو ته هم له دې موقع څخه ګټه پورته کړه چې د هرات وضع ناآرامه کړي.
په هر حال د سپتمپر د مياشتې په دولسمه نېټه په آريانا الوتکه کې شهراني صيب – زه او د هرات نوي والي سيد محمد خېره خواه د يوه پلاوي په مشرۍ د ماسپښين په يوه نيمه بجه د کابل نه حرکت وکړ او په دوه نيمو بجو هرات ته ورسيدلو په دغه پلاوي کې مشاور وزېران شهزاده مسعود، محمد عالم رأسخ عرفاني او د ملي دفاع وزارت وياند جنرال محمد ظاهر عظيمي چې د اسمعيل خان د مخالفې ډلې نه و هم د مونږ سره و.
کله چې هرات ته ورسيدو د هرات په هوايې ډګر کې د هرات د ولايت مرستيال حاجي مېر د قول اردو قوماندان باز محمد احمدي، د ملي دفاع وزارت نه جنرال نوري او جنرال معين، امنيه قوماندان جنرال ضيأ الدين محمودي، د هرات د سرحدي قواؤ قوماندان غازي محمد، د ملي امنيت رئيس جنرال مايل او يو ګڼ شمېر سپين ږېري او مشران هرکلي لپاره ولاړ وو.
په همدې ورځ جلالي صيب د دوبۍ نه کابل ته راغی او چې څنګه هرات ته ورسيدو نو ماته يې د کابل هوايې ډګر نه تيلفون وکړو په داسې حال کې چې موږ د هرات د هوايې ډګر نه د هرات ولايت په لوري روان وو چې وضعيت څنګه دی.
ددې نه دمخه د سهار له خوا د اسمعيل خان يو شمېر طرفدرانو د بسم الله ديوانه، حاجي عبدالباقي، معروف لنګ، غلام يحي سياوشان (۲۲)، فیض محمد قوماندان او امين الله د امنيت امر په مشرۍ د دوه درې سوه کسانو په حدود کې مظاهرې کړې وې چې د زراعت د رياست دروازې او د يوناما په دفتر کې يې څلور موټرې سيزلې وې.
د هرات د ملي امنيت رئيس جنرال مايل راته وويلې چې سهار يحی سياوشان په موټرو کې څلويښت کسه راوستي او په ښار کې يې خوشې کړي وو چې تخريب وکړي ،سهار چې امريکايې قواؤ خپل کماندو ښکته کړه دوی هلته دمخې نه ځای په ځای وو چې د اخ وډب په نتیجه کې يو امريکايې مړ او يو تن زخمي شو. ما د ملي اردو د قطعې قوماندان جنرال معين ته وويلې چې تاسې ولې دا نفر نه نيسئ ځکه چې دا خو مسلح آميزه مظاهرې نه دي او د ودانيو او د موټرو سیځل او د خلکو وژل جرم دی نو دوی بايد ونيسئ. جنرال معين راته وويلې چې کرزي صيب دوی ته امر کړی چې څوک ونه نيسي ځکه چې وضعيت بايد نور خراب نشي نو په دې وخت کې زه د جلالي صيب سره غږېدم او راته يې وويلې چې هر څوک تخريب کوي هغه ټول ونيسئ نو ما ورته وويلې چې ښه ده همدا امر د ملي اردو قوماندان جنرال معين ته هم وکړه. جلالي صيب جنرال معين ته هم وويل چې څوک تخريب کوي هغه ونيسي. زه او د امنيت ملي رئيس جنرال مايل چې مخکې د کورنيو چارو په وزارت کې د موږ سره کار کاوه يو ځای په موټر کې کيناستو او ماته يې وويلې چې د ټولو کسانو نيولو ته اړتيا نشته که يوازې غلام يحی سياوشان، فيض محمد او حاجي عبدالباقي ونيول شي او امين الله د امنيت امر برطرف شي هېڅوک نور نشته دی چې په مظاهره کې برخه واخلي ځکه چې د مظاهره چيانو تعداد د اخري راپور له مخې د څلويښت نه تر پنځوسو کسانو نه زيات نه دی . ما دې ته وويلې چې د کورنيو چارو د وزېر همدا امر دی چې څوک تخريب کوي هغه ونيسئ.
کله چې د دوی د نيولو هڅې پيل شوې مظاهرې ختمې شوې. د ماسپښين په درې بجو او شلو دقيقو د هرات ولايت مقام ته ورسيدو او شديد امنيتي تدابېر د PRT او افغاني قواؤ له خوا چې د مرکزي دولت طرفدار و نيول شوي وو نو دهرات سالون چې ډېر لوی و نيمايې ډک و کله چې موږ په سالون کې کيناستو د هرات ولايت اداري رئيس صميمي ماته راغي او وويلې چې اسمعيل خان وايې چې کرزي صيب هغه ته تيلفون کړی چې نوی والي نن مه معرفي کوئ. ده دا خبره په داسې حال کې وکړه چې د هرات ولايت نه بهر د پراګنده ډزو آوازونه هم اوريدل کېږي. ددې خبرې سره د استاد شهراني رنګ هم يو څه ژیړ شو او وويل چې دا يو بل شرم دی خو ما ورته وويلې چې کله موږ دې سالون را ننوتلو نو زه د کورنيو چارو د وزېر سره په تيلفون کې وم او راته يې وويلې چې والي همدا اوس معرفي کړئ نو کرزی صيب چې اسمعيل خان ته په دې وخت کې تيلفون کوي ولې موږ ته تيلفون نه کوي چې موږ يې دلته رالېږلي يو. موږ يې نن معرفي کو او کرزی صيب دې سبا ته بېرته برطرفه کړي په همدې موقع جلالي صيب ماته په درې بجو او پنځه پنځوسو دقيقو بيا تيلفون وکړ چې نوی والي مو معرفي کړی که نه؟ ما ورته وويلې چې په سالون کې ناست يو او د معرفي پروګرام مرأسم روان دي خو دهرات اداري رئيس وايې چې اسمعيل خان ته کرزي صيب ويلي چې نوي والي نن مه معرفي کوئ. جلالي صيب وويلې چې زه د کرزي صيب سره ناست يم او دا خبره دروغ ده او داسې آوازې چې څوک خپروي هغه هم ونيسئ. ددې نه وروسته د کرزي صيب د دفتر رئيس جاويد لودين هم تيلفون راته وکړ چې حالات څنګه دي نوما ورته وويلې چې څه خبره نشته او نوی والي مو معرفي کړو او مظاهرې په ختميدو دي .
د هرات د نوي والي د معرفي کېدو غونډه د قرآن عظيم الشان د څو اياتونو په تلاوت پېل شوه لومړی د هرات د والي مرستيال حاجي مېر په مختصره توګه وويل چې زه اسمعيل خان او خېرخواه دواړه د نږدې نه پېژنم او د جهاد د ابتدا نه يې زيات زحمتونه ويستلي او مؤفقيت ورته غواړم خو د اسمعيل خان د فعاليتونو ستاينه يې وکړه.
شهراني صيب هم مختصرې خبرې وکړي او وويل چې دا د دولت لزوم ديد دی چې تغیېرات راولي. هرات نوي والي هم ډېره مختصره وينا وکړه او وويلې چې يوه آزاده ټولنه د يوې واقعي ډيموکرأسۍ د راوستلو په اړوند کومک کولی شي، د هرات د نوي والي د معرفي کېدو نه وروسته د هرات وضع عادي شوه او د مازديګر په پنځو بجو بېرته کابل ته رأستانه شو.څنګه چې د کابل هوايې ډګر ته راورسيدم د کابل د هوايې ميدان مشر راته وويلې چې کرزي صيب غوښتل چې د تا سره خبرې وکړي خو څنګه چې تاسې په هوا کې وۍ نو موږ ونه شو کړای چې تاسې سره تماس ټينګ کړم . کله چې زه د کورنيو چارو وزارت ته راورسېدم او جلالي صيب ته مې تفصيلي راپور ورکړ نو ترې پوښتنه مې وکړه چې د کابل د هوايې ډګر مشر راته وويلې چې کرزي صيب غوښتل چې ما سره وغږيږي څه خبره خو نشته ده؟ جلالي صيب راته وويلې چې کرزي صيب غوښتل چې زه بايد يو څو ورځې په هرات کې د نوي والي سره هلته تېرې کړم خو دا چې تاسو بېرته کابل ته حرکت کړي وو نو ومو نه شو کړای چې د تاسې سره تماس ونيسم او نور څه خبره نه وه.