د کلدارو پر ضد لاریون

صادق ترابزی
\"\"
په فیسبوک کې مې ځينې انځورونه وکتل چې لیکلي يې وو په جلال اباد ښار کې د کلدارو پر ضد لاریون وشو.
ډیر ښه وشو داسې لاریون چې پخوا شوی وای ګټه به یې ډیره وه، که پرون شوی وای نن به يې حتما په اغيزو پوه وای، خو دا چې دا لاریون نن تر سره شو هم ښه دی ، همدا یې وخت دی د ډیورنډ په کرښه وروستي جنجال د پاکستان پر وړاندې د افغانانو کرکه زیاته کړې، په دغه لاریون کې د ننګرهار ولايتي چارواکي هم تر سترګو کېږي چې په لاریون کې يې ګډون کړی ، خو زما سره سوال دا دی چې له دې چارواکو به چا پوښتلي وي که نه؟ چې تاسو خو رشوت هم کلدارې اخلئ، د اوړې په موسم کې چې نازکه (کاټن) جامې مو پر تن وي قاید اعظم پکې له ورایه ښکاري او دا درته يو سټايل ښکاري، په دغه لاریون کې له چا وغوښتل شول چې کلدارې مه کاروئ خپلې افغانۍ وکاروئ. افغانۍ په جلال اباد کې له کومه شوې، د غنمو او جوارو په مندی کې دې سودا په کلدارو ده، د ترکارۍ او ميوې منډي کې دې سودا په کلدارو ده، یعنې په کلدارو اخيستل کېږي او په کلدارو پلورل کېږي.
زمونږ په سيمه کې يو بزګز وو هغه دا ارمان درلود چې کله به زما جيب ته افغانۍ راځي، ويل یې چې افغاني مې خوښيږي، خو ما ورته وويل چې دا کومه سخته خبره نه ده چې هندوانې دې د جلال اباد په منډی کې خرڅې کړې افغانۍ دې مه کلدارې کوه، ارمان به دې پوره شي، ویل يې خوریه کاش چې زمونږ ترکاري او ميوه په افغانیو خرڅيدلای ټول په کلدارو دي، ما ورته وويل سمه ده، ما فکر کاوه چې هر څه به تاسې په افغانیو خرڅوئ بیا به یې کلدارې کوئ.
نو زه د دغه ننيو لاریون کوونکو څخه غواړم چې د ننګرهار چارواکې هم پکې وو  چې لومړۍ يې په دولتي ادارو کې بندې کړه کلدارې، دا درته د شرم خبره ده چې د يو افغان په نوم دولتي ادره کې کار کوې په پرچه کې افغانۍ لیکې د همغې معادل ترې یو پر دوه کلدارې اخلې بیا یې په صرافی کې ماتوې په سیکړه کې درته څو روپۍ پاتې کېږي د دې هم غل یې، لکه د جلال اباد تورخم ترانسپورت او دې ته ورته نورې ادارې.
له دې مخکې هم د ننګرهار چارواکو له لورې د کلدارو پر ضد کمپاينونه شوي وو، په ګڼو هټيوالو او کاروباریانو یې دوکانونه هم تړلي وو، بندیان شوي وو، خو تر لږ ځنډ وروسته د پېژنګلوی او پيسو په مټ ژر خلاص شوي دي.
د لاریونونو په خوا کې دې له کوتکه هم کار واخلي راکړه ورکړه دې په کلدارو رایج کړي، هم به ولس ته سرلوړې یاست هم به مرکزي دولت ته.
خو په هر حال د کلدارو پر ضد لاریون يو ښه ګام دی چې هر چا اخيستی وي خو لومړۍ باید د ننګرهار دولتي چارواکي دغه ګام واخلي په دولتي ادارو کې دې افغانۍ رایج کړي، که په همدغه لاریون کې د دولتي چارواکو جيبونه چا ليدلی وای نو زه په ډاډ وایم چې له کلدارو به یې جيبونه ډک وای او افغانۍ به يواځې د دې لپاره ورسره وې چې موبایل ته پرې کاټ راونيسي.
په دې هیله چې ټول افغانان راکړه ورکړه په افغانیو کړي، په دې سره مو اقتصاد پیاوړی کېږي او په پښو دريږو.